Obstetrics and Gynecological Conditions
راليږونکې: قابله بي بي اسيه (سحر) / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اميند واري او د اميند وارۍ د دوران څارنې (Pregnancy and Antenatal)
تشريح
اميند واري هغه حالت دی چي مور په خپل بدن کې جنين ته وده او پرمختيا ورکوي . اميند واري معمولا ٤٠ - اونۍ وخت نيسي او په دريو ترايمسترونو ويشل شوي ده . هر ترايمستر يي نږدي دري مياشتې وي .
له زيږون څخه مخکي څارنه:
هغه څارنه ده چي يوه اميند واره مور يې د اميندوارې په دوره کي ترلاسه کوي.
• له زيږون څخه مخکې څارني ( ANC ) له دې څخه د ډاډ په موخه چې يوه اميند واره ميرمنه د اميندواري ، زيږون او له زيږون څخه وروسته دوران کې په يوه سالم حالت او وضعيت کې ، روغ ماشوم وزيږوي ، تنظيميږي.
• له ولادت څخه مخکې څارني د يوې ښي تاريخچې او معاينې د برابرولو په موخه د هر ډول ستونزو د پيژندلو لپاره چې په احتمالي توګه د اميندواري ، ولادت په دوران يا له ولادت څخه په وروسته دوران کې پيښيږي وړاندي کوي.
• هغه ستونزه چې په دې دوران کې پيژندل کيږي ، يا يي درملنه کيږي او يا په لوړه کچه يو روغتيايي مرکز ته ليږدول کيږي .
• د ( ANC ) مطلوب حالت د اميند واري له پړاو څخه مخکې او يا د اميند واري پر مهال پيليږي ، سره له دې چه غالبا له دريو لومړيو مياشتو څخه پيليږي يعني هغه وخت چې يوه ميرمن متوجه کيږي چې هغى د مياشتني عادت يوه دوره ترک کړې ده .
له زيږون څخه مخکې د څارني موخې ( ANC)
۱. ميرمن او د هغې خاوند ته د زده کړې او تعليماتو ، ډاډ او ملاتړ برابرول.
۲. د اميندواري د کوچنيو ستونزو او اعراضو په اړه لارښوونه.
۳. له ولادت څخه مخکې د معايناتو برابرول او د هغو ستونزو درملنه چې په دي دوران کې څرګنديږي.
۴. د اميندواري په پيل کې د مور او جنين د خطر د لاملونو او د اميندواري په دوران کې د هغوی د پرمختيا ارزونه .
۵. د هغو اميندوارو ميرمنو څارنه چې د اميندوارى له ډير خطر سره مخ او تجربه کوي ، لوړو روغتيا يي مرکزونو ته د هغوي ليږدول .
۶. د ولادت د وخت ، تګلارې او ځاى ټاکل ( يعني د ولادت د يو پلان طرحه او ډيزاينول ).
۷. د خطر د هر ډول علايمو ټاکل لکه :
• د ويني شديد کموالى
• شديده سر دردي
• د ويني لوړ فشار
• د بدن د پورتنۍ برخې پړسوب
• مهبلي وينه راتلنه يا ليکاژ
• تبه
• اختلاج
• د جنين ستونزي
د حمل تشخيص
• هغه وخت چې د يوې ميرمنې مياشتني طبيعي عادت څرګند نشي يا د اميندواري اعراض ولري ، په اميندواري شک کيږي او په ادرار کې د اميندواري له ټيسټ سره تائيديږي.
• د امينداوري په اعراضو کې کيداى سي لاندي حالتونه شامل وي:
د مياشتني عادت نه راتلل
زړه بدوالى
د تيو حساسيت
ستړيا
پرله پسي ادرار کول
لوي ، نرم او د لمس يا جس وړ رحم
د جنين د زړه د ږغونو څرګنديدل ( په نورماله توګه ١٤٠ - ١٦٠)
په ادرار کې د اميندواري د ټسټ مثبت څرګنديدل (مګر نه په لومړيو او نيو کي )
د ميرمنې د وزن زياتيدل ( په معموله توګه له ١١-١٣ کيلو ګرامه د اميندواري د دوري په اوږدو کې )
د WHO د لار ښود مطابق ، يوه اميندواره ميرمنه بايد له ولادت څخه مخکي څارنو لپاره لږ تر لږه څلور ځله معاينه او وکتل سي.
کتني
لومړى - په لومړي ترايمستر کې ( د اميندواري لومړۍ درې مياشتې )
مداخلې
• د بشپړې تاريخچي اخيستل
• د يوي فزيکي معايني تر سره کول
• د اړتيا په صورت کې د لابراتواري معايناتو سپارښتنه ( وينه او ادرار)
• د حياتي علايمو ثبتول ، قد او وزن .
• امينداوري ميرمنې ،د هغې کورنۍ او خاوند ته د اميندواري د څارني د تګلارې ا و غذايي رژيم په اړه د معلوماتو وړاندې کول.
• د زيږيدو د متوقع نيټي د ټاکلو په موخه د Naegele له قاعدي څخه استفاده لکه څرنګه چه معمولا په افغانستان کې له هغې څخه استفاده کيږي .
• د وروستني مياشتني عادت د دورې د لومړنۍ ورځې ټاکل
• په هغه د اوو ورځو ورزياتول
• بيا دري مياشتې له هغه څخه کمي کړئ
• بيا پر هغه د يوکال زياتول
• د فيرس سلفيت او فوليک اسيد د مرستندوى پيلول
• د امکان په صورت کې په ادرار کې د باکتريا ګانو، ګلوکوز او پروتين د معلومولو لپاره د ادرار معاينه کول
• د امکان په صورت کې د ويني د ګروپ او د هغه د Rh د ډول معاينه کول
دويم – دويم ترايمستر يعنې داميندواري شا او خوا ٢٦ - اونۍ
مداخلې
• د لومړي ترايمستر د معاينې د موندني بيا کتنه . پاملرنه وکړئ په هغه صورت کې چې هر ډول بدلون په دې موندنو کې شتون ولري ( يعني اذيما ، دويني د کموالي نښي يا نورې ناروغۍ او يا د خبر دارۍ نښي)
• د حياتي نښو او د رحم د لوړوالي اندازه کول
• د ادرار تکراري معاينه (د باکتريا ګانو، ګلوکوز او پروتين) په هغه صورت کې چي ټسټ په لومړي کتنه کې نورمال نه وي.
• اميندواري ميرمني ، د هغي کورنۍ او خاوند ته د اميندواري د څارني د تګلاري او د غذايي رژيم په اړه د معلوماتو وړاندي کول.
• ميرمن او خاوند ته د نوي زيږيږدلي ماشوم ته د سملاسي يوازي د مور د شيدو ورکولو د ګټى په اړه لارښونه وسي.
کتني
دريم – دريم ترايمستر يعني د اميندواري په شا او خوا ٣٢ - اونۍ کې
مداخلې
• د دويم کتني د ټولو دندو تر سره کول
• د جنين د زړه د ضربان ثبتول
• د وينې د شديد کموالي د پيژندې لپاره د وينې د هيموګلوبين اندازه کول
• له ميرمنې او د هغې له خاوند سره د ولادتونو ترمنځ د واټن د تګلاري په اړه بحث
• د تيو د يوې معايني تر سره کول
• د TT د واکسين تجويزول
کتني
څلورم – داميندواري د ٣٦ - ٣٨ - او نيو ترمنځ
مداخلي
• د دريم کتني د ټولو دندو اجرا او تر سره کول.
• د ليوپولډ له معاينې او يا له نورو سيستماتيکو ارزونو څخه په استفادې د جينين د موقيعت ارزونه.
• د جنين د بريچ اعتلان او يا د جنين د نورو غيرنورماله مو قيعتونو د شواهدو ارزونه.
• د ميرمني د ولادت لپاره د پلان جوړول، په دې اړه ټول معلومات چې بايد څه وکړئ له چاسر تماس ونيسي ، او هغه وخت چې د ولادت دردونه پيل سي چيرته ولاړ سي او يا د نورو علايمو د پيداکيدو په اړه بايد ناروغ ته مشوره ورکړل سي.
• نوي پيداسوي ماشوم ته په سملاسي توګه د مور د شيدو په وسيله د تغذيي د اهميت په اړه ميرمني او د هغې خاوند ته لارښوونه.
درملنه
د اوسپني له کموالي د کمخونى څخه مخنيوي
د اميندواري په اوږدو کې او له ولادت څخه وروسته تر دريو مياشتو او يا د جنين د سقط د ټولو ناروغانو لپاره دي تجويز سي :
• Ferrous Sulfate + Folic Acid ( ٦٠ ميلي ګرامه Iran + ٠،٤ ميلي ګرامه Folic Acid ) ١ ټابليت په ورځ کې يو ځل ( له خوړو سره يا د شپې له مخې )
هغو ناروغانو ته چې هيموګلوبين يي له ١١ g/dl څخه کم دي ، تجويز سي :
• دوه برابره دوز ، Ferrous Sulfate + Folic Acid ( ٦٠ ميلي ګرامه Iran + ٠،٤ ميلي ګرامه Folic Acid ) ١ ټابليت هر ١٢ ساعته وروسته د درې مياشتو لپاره.
له هغه وروسته -
• د اميند واري په دوران کي هر ه ورځ له يو ټابليت سره درملنې تعقيب او له ولادت څخه وروسته تر دريو مياشتو پوري .
• د اميندواري له امله زړه بدوالى او کانګې، Pyridoxine ( ويتامين B6 ) ١ ټابليت ٢٥ ميلي ګرامه هر ٨ ساعته وروسته ددرې ورځو لپاره توصيه کيږي.
• د TT واکسين تطبيقول ، هغو ميرمنو ته چې په بشپړه توګه واکسين سوي نه دي ( پنځه ثبت سوي دوزونه ).
• که چيري اميندواره ميرمن واکسين سوې نه وي له ولادت څخه مخکې د څارني په لومړي ويزيټ کې وليدل سي: سټندرډ دوز دي تجويز سي :
• د TT لومړى دوز دې له ولادت څخه مخکې د څارنى په لومړي ويزيټ کې تجويز سي ٥٠ ميلي ليتر د عضلې په داخل کې.
• دويم دوز دي څلور اونې ورسته تجويز سي .
• دريم دوز دي له دويم دوز شپږ مياشتي وروسته ( که څه هم له ولادت څخه وروسته وي).
• څلرم دوز يو کال وروسته له دريم دوز څخه .
• پنځم دوز يو کال وروسته له څلروم دوز څخه .
ناروغ ته لارښوونې
د ANC د کتني پر مهال دې وړاندي سوي مشوري او وړانديزونه تعقيب سي.
فيرس سلفيت او فوليک اسيد د لارښووني مطابق واخيستل سي .
د TT واکسين تطبيقول دې د لارښووني مطابق تر سره سي .
د يو منظم غذايي رژيم اخيستل ( مغزيات ، سبزيجات ، د لبنياتو محصولات لکه غوښه ، کب ، ميوي ).
مناسبه ارمتيا او د درنو کارونو له تر سره کولو څخه ډډه کول .
هيڅ ډول درمل دي خپل پر سر نه استعمالوي.
د ملاريا غوماشو څخه ځان ساتل .
هيڅ ډول نشي توکي دي نه استعمالوي.
ماخذ : د درملنې ملي معياري لارښود د لومړنيو روغتيايي خدمتونو مرکزونو لپاره
یادونه: دا لیکنه صرف د طبي ډاکټرانو لپاره لارښووني دي.
-----------------------------------------
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
نوټ : ورپسي ليکنه په اميند واري کې دويني کموالي (Anemia in Pregnancy ) مه هیروی