تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
قرآنکريم په آخرت کي نور دئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 21, 2021
  0

قرآنکريم په آخرت کي نور دئ


لیکنه :  مولانا محمدزکريا نور الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


عن ابي هريرة (رضي الله عنه) قال قال رسول الله (صلی الله عليه وسلم) من استمع الى آية من الله کتب له حسنة مضاعفه ومن تلاها کانت له نورا يوم القيامة.رواه احمد عن عبادة بن ميسرة واختلف في توثيقه عن الحسن عن ابي هريرة والجمهور علي ان الحسن لم يسمع عن ابي هريرة .


ژباړه : د حضرت ابي هريرة (رضي الله عنه) څخه روايت دئ، چي نبي (عليه السلام)وفرمايل: څوک چي يو آيات واوري د الله(جل جلاله) د قران څخه د ده لپاره به دوه چنده نېکۍ وي او څوک چي يې تلاوت کوي د قيامت په ورځ به د ده لپاره نور وي .


که څه هم محدثينو د دغه حديث په سند کي څه خبره کړېده خو مضمون يې په نورو حديثونو سره تائيد سوى دئ. يعني قرانکريم اورېدل هم ثواب لري آن تر دې چي ځينو يې تر ويلو هم ثواب زيات ښودلى دئ. د ابن مسعود (رضي الله عنه) څخه روايت دئ چي نبي(عليه السلام)يوه ورځ پر منبر ناست و، ما ته يې وويل چي قرانکريم راته تلاوت کړه ما ورته وويل چي يا رسول الله (صلی الله عليه وسلم) زه څنګه تاسو ته تلاوت وکړم او حال دا چي قران پخپله پر تاسو نازل سوى دئ. 


رسول الله (صلی الله عليه وسلم) راته وويل: زه غواړم چي د قرانکريم اورېدل وکړم ما قرانکريم ورته تلاوت کړ، د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) تر سترګو مبارکو اوښکي رواني سوې. يو ځلي د حضرت خذيفة (رضي الله عنه) ازاد سوي غلام سالم(رضي الله عنه) د قرانکريم تلاوت کاوه، نبي (عليه السلام) ډېر وخت ورته ولاړ و اورېدى يې. نبي (عليه السلام) د ابو موسي (رضي الله عنه) اشعرى (رضي الله عنه) قران واورېدى ستاينه يې وکړه.


ماخذ : دقران فضایل 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته