تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه دلاوري
 
  September 30, 2012
  0
حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه فرمايي چي د موتې د غزا په ورځ زما په لاس کي نه (۹) توري ماتي سوې او زما په لاس کي صرف یوه توره پاته سوې وه چي د یمن جوړه سوې پلنه توره وه. (۱)

حضرت اوس بن حارثه بن لام رضي الله عنه فرمايي چي د هرمز نه زیات د غریبو مسلمانانو بل هیڅوک دښمن نه وو. کله چي موږ د مسلمه او د هغه د ملګرو د ختمولو څخه فارغه سو نو موږ د بصرې طرف ته روان سو نو پر کاظمه موږ ته مخامخ سو. ډېر لوی لښکر یې راوستلی وو.

حضرت خالد بن وليد رضي الله عنه میدان ته د مقابلې لپاره راووتی، حضرت خالد رضي الله عنه هغه مړ کړی. دا زیری حضرت خالد رضي الله عنه امیرالمؤمنین حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه ته ولیکی، په جواب کي هغه مبارک ورته ولیکل چي د هرمز ټول سامان، جامې، آس او نور دي و خالد بن وليد رضي الله عنه ته ورکول سي. د هرمز د یوه تاج قیمت یو لک درهم وو. د فارس خلکو چي به څوک خپل سردار جوړوی هغه ته به يې د یو لک درهمو تاج پر ور پر سر کوی. (۲)
 
حضرت ابوالزنا رضي الله عنه فرمايي چي کله د حضرت خالد رضي الله عنه د انتقال وخت رانژدې سو نو هغه وژړل او وې فرمایل چي دومره دومره یعني زیاتو جنګونو کي شریک سوی یم او زما په بدن کي د لوېشت برابر ځای نسته چي پر هغه د توري یا نېزې زخم نه وي، وګورئ! اوس زه پر خپله بستره مرم لکه څنګه چي اوښ مري. یعني ماته د شهادت مرګ نصیب نه سو(۳)، الله جل جلاله دي وکړي چي د ډارن په سترګو کي هیڅکله خوب رانسي. (۴)
 

ماخذ: حیاة الصحابه (پښتو ژباړه
ـــــــــــ
۱: اخرجه البخاري و اخرجه ابن ابي شیبه کما في الاستیعاب (ج۱ص۲۰۸)
۲: اخرجه الحاکم ج۳، ص۲۹۹)
۳: علماء کرام وايي چي د حضرت خالد رضي الله عنه شهادت ځکه نه وسو چي دی الله جل جلاله د تورو څخه یوه توره بلل سوې ده نو د الله جل جلاله توره کله څوک ماتولای سي؟
۴: اخرجه الواقدي کذا في البداية (ج۷، ص۱۱۴)
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته