تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورنی جوړښت: د مېرمني سره اختلاف او صلاح
  تعلیم الاسلام
  November 5, 2016
  0
لیکنه: ز. عزيزي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه 
 
دوهمه لارښوونه
 
د خپلې ميرمنې د اصلاح په هڅه کي اوسئ :
 
که د سړي ميرمن صالحه وه، نو دا د پروردګار يوه مهرباني ده، خو که نيکي او ښيګڼه په کښې نه وه نو د ميړه يې مسئووليت دا دی چي د اصلاح په هڅه کي يې اوسي، او دا ستونزې اکثره د لاندي حالاتو له امله رامنځ ته کيږي:
 
الف:- سړی له داسې ميرمن سره واده وکړي چي متدينه نه وي، ځکه دی په خپله په سر کې تدين ته دومره پاملرنه نه کوي.
 
ب:- يا د داسې ښځې سره واده کوي چي ديندارۍ ته چنداني پاملرنه نه کوي خو ولې دی ورسره  واده کوي، ترڅو يې اصلاح کړي.
 
ج:- يا د همداسې يادې کړی سوې ښځې سره د خپلو خپلوانو د فشار له کبله واده کوي.
 
په داسې حالاتو کې لازمه ده چي د اصلاح لپاره يې خپله ملاوتړي.
 
سړی بايد د هرڅه نه مخکې په دې پوه سي چي هدايت د الله تعالی د لوري وي، او الله تعالی هغه ذات دی چي اصلاح کوي  يې.
 
 د ښځې اصلاح او سمونه مختلف وسايل لري ، د هغو د جملی څخه ځينې په لاندې ډول دي:
 
 ۱:- خاوند بايد هڅه وکړي ترڅو د خپلې ميرمنې عبادات یي درست او صحيح سي ، ټول عبادات يې يوازې د الله د پاره خالص سي.
 
۲:- خاوند بايد د خپلې ښځې د ايمان او د اوچت والي د پاره جدي هڅه وکړي ، او دا کار په لاندې ډولونو ممکن دی:
 
۳:- قيام الليل ( د تهجد لمانځه ) ته دې تشويق کړي. 
۴:- د قران کريم تلاوت ته دې  يې تشويق کړي.
۵:- د اذکارو ( مسنونه) وريادول او په خپلو مناسبو  وختونو کي يې لوستل .
۶:- د خيرات او صدقې ورکولو ته تشويقول. 
۷:- د ګټورو اسلامي کتابونو لوستل. 
۸:- د اسلامي او علمي موضوع اوريدل تر څو يې د ايمان په پياوړتيا کي کومک وکړي. 
 
۹:- له خپلې ميرمنې سره دې کومک وکړي  ترڅو نيکې او صالحې ښځې په ملګرتيا ونيسي ، تر څو يو له بله سره دوستي ، نيکې خبرې او هدف منده اړیکي ولري.
 
۱۰:- هر ډول شر او بدي دې د ميرمنې نه دفع کړي. د بدو دوستانو او بدو ځايونو نه دې ليرې وساتي ، د هر ډول شرارت او بدۍ د نفوذ لارې دې د هغې د ژوند په حريم باندې وتړي.
 
اړوند لیکني:
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته