تازه سرليکونه
د (کورنى جوړښت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کورنی جوړښت: د کورنی داخلي رازونه
  تعلیم الاسلام
  April 7, 2017
  0

  ترتیب کوونکې: ز. عزيزي/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 
اتلسمه لارښوونه: د کور رازونه خوندي وساتئ
 
دا موضوع په لاندې امورو کې شامله ده:
 
د استمتاع (د جنسې کارونو) رازونه مه خپروئ.
د خاوند او ميرمن ترمنځ  اختلافات بايد د کور نه دباندې ونه وځي.
 
هره هغه موضوع چي ښکاره کول يې د کورنۍ يا د يو کس د کورنۍ د پاره د تکليف لامل جوړيږي، بايد ښکاره يې نه کړئ.
 
الف:- د استمتاع (د جنسې کارونو) رازونه مه خپروئ
 
د استمتاع د رازونو د خپرولو په اړه حديث دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:
 
(إن من أشر الناس عند الله منزلة يوم القيامة الرجل يفضى إلى امرأته وتفضى إليه ثم ينشر سرها)( رواه المسلم ، ج:۴ ص:۱۵۷)
 
ژباړه: بيشکه چي د ټولوخلکو نه بدتر کس د الله تعالی په وړاندې هغه کس دی چي خپلې ميرمنې ته نزديکت (مباشرت او کوروالی) کوي، او خاوند يې ديته نزديکت کوي، بيا وروسته له دي نه خپل راز خپروي.
 
ددې کارد تحريم د نورو دلائلو څخه د اسماء بنت يزيد حديث دی، چې دا پخپله د پيغمبرصلی الله عليه وسلم په مجلس کي ناسته وه چي وفرمايل:
 
(كانت عند رسول الله صلى الله عليه و سلم والرجال والنساء قعود عنده فقال لعل رجلا يقول ما يفعل بأهله ولعل امرأة تخبر بما فعلت مع زوجها فارم القوم فقلت أي والله يا رسول الله انهن ليقلن وانهم ليفعلون قال فلا تفعلوا فإنما ذلك مثل الشيطان لقي شيطانه في طريق فغشيها والناس ينظرون) (رواه احمد ، ج:۶ ص:۴۵۷)
 
 ژباړه: کيداي سي يو کس چي د خپلې ميرمن سره کوم کار کوي هغه نورو ته ووايي، او کيداي سي يوه ښځه چي د خپل خاوند سره کوم کار کړي چي هغه نورو ته ووايي، خلک غلي شول، ما (اسماء بنت يزيد) ته وويل:هو په خدای قسم ای د الله تعالی د رسول ښځې خو دا کار کوي، او سړي هم د داسې کار مرتکب کيږي، هغه صلی الله عليه وسلم وفرمايل:داسې کار مه کوئ، ددې کار مثال داسې دی چي يو (نر) شيطان په لاره کي د ښځې شيطانې سره مخامخ سي، د ښځې شيطانې سره کوروالي وکړي او خلک د دوی کار وګوري.
 
دوهم ـ د ښځې او خاوند ترمنځ اختلافات د کوره بهر چاپيريال ته مه پريږدئ.
 
الله تعالی  فرمايي: (...فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا) (النساء : ۲۱)
 
نو د ميړه د کورنۍ يوغړی او هم د ښځې د کورنۍ يو غړی د منځګړي په توګه وټاکئ نو که ميړه او ښځه يا منځګړی د روغې غوښتوونکی وي الله پاک به د هغوی په منځ کي روغه اوموافقه راولي. (تقسیردیوبندي،ج:۱،ص۲۱۵)
 
 
دريم ـ ځيني هغه مسائل څرګندول چي د کورنۍ د يوه کس د پاره ضروري وي
 
د هيڅ يو کس د پاره روا نه ده چي د کورنۍ ځينې هغه مسائل او خصوصيات خلکو ته څرګند کړي چي په نتيجه کي يې د کورنۍ يوه کس ته په کي ضرر متوجه کيږي، ځکه دا کار د رسول الله صلی الله عليه وسلم ددې قول لاندې شامل دی چي فرمايي:(لاضرر و لاضرار). (رواه احمد ، ج:۶ ،ص:۴۵۷)
 
ضرر او ضرر رسول چاته دواړه ناروا دي.
 

---------------------------------
کورنی جوړښت ۱۸ لارښووني
 
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
www.Taleemulislam-Radio.com

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته