تعلیم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۳۵۰)
نوم : عبد الحفیظ
د اوسيدو ځای : پاکستان،پیښور
سوال : يوه ښځه ده پلار او مور يې مړه دي ، د کاکا د زوي سره يوځاي کور کې ژوند کوي ، خپله ځمکه او جائداد کې برخه ووايې چې زه يې د کاکا د ځوي څخه نه غواړمه ايا دا د بخښلو په معنى سره راځي او که مطلق همدا شخص ترينه مراد وي
جواب :
حامداً و مصلیاً
محترمه! که دغه الفاظ واقعاً دغه ښځي ویلي وي نو په دې الفاظو باندي بخښنه راتلای سي البته دغه کوم جایداد چي بخښل کیږي ، دا به معلوم او د نورو د حصو څخه به جلا وي او ددې ترڅنګ د کاکا د زوی لخوا څخه قبضول هم غواړي.
جواب : مولوی شاه ولي الله
الجواب صحیح : مولوي عبدالهادي آغا او مولوي سید عبدالباري
تعلیم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
ـــــــــــــــــــــ
(۱): کما في الهندیة: وَالْأَصْلُ فِي هَذِهِ الْمَسَائِلِ أَنَّهُ إذَا أَتَى بِلَفْظٍ يُنْبِئُ عَنْ تَمْلِيكِ الرَّقَبَةِ يَكُونُ هِبَةً ، وَإِذَا كَانَ مُنْبِئًا عَنْ تَمْلِيكِ الْمَنْفَعَةِ يَكُونُ عَارِيَّةً ، وَإِذَا احْتَمَلَ هَذَا وَذَاكَ يُنَوَّى فِي ذَلِكَ... قَالَ لِآخَرَ ( اين چيزترا ) فَهُوَ هِبَةٌ يُشْتَرَطُ فِيهَا الْقَبْضُ. الهندیة، ج۴، ص۳۷۵ ، کتاب الهبة ، طبع رشیدیة .
(۲): کما في الدر مع الرد: (وتتم الهبة بالقبض الكامل )...( ولو الموهوب شاغلا لملك الواهب لا مشغولا به )... ( والأصل أن الموهوب إن مشغولا بملك الواهب منع تمامها وإن شاغلا لا ). ج۵، ص۶۹۰، کتاب الهبة، طبع: ایچ ایم سعید.
(۳): وفي الهندیة: وَأَمَّا رُكْنُهَا فَقَوْلُ الْوَاهِبِ : وَهَبْتُ ؛ لِأَنَّهُ تَمْلِيكٌ وَإِنَّمَا يَتِمُّ بِالْمَالِكِ وَحْدَهُ ، وَالْقَبُولُ شَرْطُ. ج۴، ص۳۷۴، کتاب الهبة ، طبع: رشیدیه کتب خانه .
(۴): ہیبہ نامہ مکمل ہونے کیلۓ موھوب لۂ کا قبضہ ضروری ہے. فتاوی محمودیة، ج۱۶، ص۴۷۰، کتاب الهبه، طبع: فاروقیة کراچي.