تازه سرليکونه
د (نوي مسلمانان) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
شهدا: له موسیقۍ څخه تر اسلامه!
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 29, 2018
  0

لیکنه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د ۲۰۰۷ م کال راهیسي اسلام د نړۍ تر ټولو ژر خپریدونکی دین دی؛ دا د اسلام د مبارک دین حقانیت، جامعیت او پوره والی دی. که نه نو ما او تا خو دومره ښه مسلمانان هم نه یو، چي خلک مو و کردار، عمل، خبرو او معاملاتو ته په کتلو مسلمانان سي. 


د ایرلینډ هیواد تکړه سندر غاړي سای نیډ اوکانر د روان کال د اکتوبر پر ۱۹مه پر خپل ټویټر د خپلي مسلمانېدو خبر خپور کړ. نړۍ ئې حیرانه کړه.


سای نیډ اوکانر، چي تر مسلمانېدو وروسته ئې نوم «شهدا داوت» دی. د آیرلنډ هیواد نامتو سندرغاړې ده. په ۱۹۶۶م کال کي زیږیدلې ده، دا خپل د غزلو د لومړي البوم (The loin and the cobra) سره په ۱۹۸۲ م کال کي شهرت ته ورسیدل. شهرت ئې هغه وخت نور هم ډېر سو، چي په ۱۹۹۲ میلادي کال کي ئې د دوهم پاپ جان پاول تصویر د یو ژوندۍ نندارې په جریان کي څیري کړ. 


دا د کاتولیک مذهب پیروانه وه،  د سر وریښتان به ئې ټول عمر ماشین کړي وه او پر بدن به ئې شنه خالونه رسم کړي وه. د اکتوبر په ۱۹ ئې پر ټویټر د خپل مسلمانېدو خبر داسي ولیکی: « زه خپل مسلمانېدل په ویاړ سره اعلانوم. د الْهیاتو هر هوښیار پوهاند و دې أخذ او نتیجي ته رسیږي؛ چي ټول اسلامي کتابونه و اسلام ته رسیږي او هغه (قرآن) ټول کتابونه بې ګټي کوي. ماته اوس بل نوی نوم راکول سوی دی، هغه (شهدا) دی»


پر ۲۰ اکتوبر ئې ټویټر کي لیکلي وه: « زما ښې ملګرې ایلین راته حجاب ډالۍ کړ... زه بدرنګه زړه ښکاریږم، خو په حجاب کي ډېره ډېره خوشحاله یم.»


تېره پنجشنبه (۲۵ اکتوبر) ئې لیکلي وه: زه له ټولو مسلمانو خویندو او وروڼو څخه مننه کوم، چي ماته ئې و امت ته د راتګ ښه راغلاست ووایه. تاسو هیڅ فکر نه سی کولای، چي ستاسو نرمي ماته څومره ارزښت لري.»


دې ۵۱ کلني سندغاړي تر اسلام مخکي، څو ځله کلیسا تر خپل انتقاد لاندي را وستلې. په ۱۹۹۹م  کال کې شهدا داویت د آیرلنډ اورتودوکس کلیسا پادري هم وټاکل سوه، خو څه موده وروسته د کلیسا لخوا د ماشومانو د جنسي زوروني په خاطر یې کلیسا تر خپلو انتقادونو لاندي راوستل. په ۲۰۱۱ میلادي کال کي ئې د اخبار په یوه لیکنه کي واټیکان د (شیطانانو ځاله) وبلل.


شهدا د ۲۰۱۷م کال په اګسټ کي خپل د رواني حالت یو ویډیو هم فیسبوک ته پورته کړې وه او له هغه وروسته په څو خپرونو کي په زوره زوره چیغي وهي. ددې له پلویانو په فکر؛ دې د خپلو ستونزو، رواني ارام او سکون حل په اسلام کي ولید، نو د اسلام مبارک دین ئې ومنی. 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته