لیکنه او څېړنه: علي الله متوکل الرحمن/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
سلګونه او زرګونه دلایل دي چي غیرمسلمان ئې ودې ته هڅولي تر څو د اسلام و مبارک دین ته مخه کړي. اسلام هغه کامل او شامل دین دی چي د بندګانو د چاپیریال هرڅه ئې څیړلي، که هغه اقتصاد، سیاست، شخصي اړیکي، خپلوي، مادي او که معنوي څه دي. نو کله چي دوی د مسلمانانو د ژوند چارو ته وګوري یا خو ورسره د میني په خاطر هغه قبول کړي او یا خو د اسلام څخه د نفرت او د رسنیو په تاثر په هغه کي د نقص پیدا کولو په خاطر د هغه مطالعه وکړي چي په دواړو حالاتو کي دوی خپل ځان و اسلام ته تسلیم کړي. د اسلام سره په محض معرفت د اسلام یو درسته مطالعه شروع کوي چي وروسته ته د سپیڅلي لاری څرک مومي.
د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ژوند، د قران نه تحریف، د امت مسلمه لخوا مخکیني انبیاوو باندي ایمان، د اسلام او ساینس تر منځ اړیکه، په خپلو ادیانو کي د خرافاتو څخه ستړیا، درست اخلاقي او ټولنیز نظام درلودل، د غیرمسلمانو د لاجوابه پوښتنو جوابونه، د اقتصادي ستونزو حل، د ښځو خوندیتوب، ځانګړی عدالت، د مسلمانانو په ژوند کي د اسلام د احکامو ظهور او دې ته ورته ډیر دلایل موجود دي چي په مټ ئې نن هره ورځ د بیلو ادیانو څخه خلک مسلمانان کیږي، خو موږ به دلته له یو څو څخه بحث وکړو.
د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ژوند
د خیر البشر حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) ژوند دومره معجز او د پنده ډک دی، چي غیرمسلمان ئې په مطالعه کولو تر تأثیر لاندي پریوځي، د هغه اقوال، د دعوت عجیب اسلوب، اخلاق، رویه، د اصحابانو سره ناسته پاسته، د میرمنو سره ژوند، مشرتوب، عادلانه پریکړي، د امت سره بې کچي مینه، فوځي تاکتیکونه، فصیح کلام، نوراني څهره او بې شمیره معجزې یې همیشه پر زړونو حکومت کوي.
نوی مسلمان سوی ورور یوسف دربېشیر وایي: " ما د یو کتاب چي نوم ئې "د حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) ژوندلیک " وو او د برنابي روګرسن لخوا لیکل سوی، مطالعه کړ، د کتاب لمړی صفحه مي ولوستل ډیره په زړه پوري وه، دوهمه صفحه مي را شروع کړه هغه تر اولي هم په زړه پوري وه، نو مي رانیوی او په لوستلو مي ئې شروع وکړه. د کتاب د پای ته رسولو سره سم مي دا وغوښتل چي زه باید ډیر په اسلام پوه سم نو ځکه یو مسجد جامع ته ولاړم او امام ته مي ورته کړه چي زه غواړم په اسلام نور هم پوه سم. د مسجد جامع امام راته په لنډو ټکو وویل چي په اسلام د پوهیدو لپاره دا غوره لاره ده چي اسلام راوړې، ما هم بغیر له ځنډ او دوهم ځل فکر کولو څخه د شهادة کلیمه أَشْـهَدُ أَنْ لا إِلـهَ إِلاّ الله ، وَأَشْـهَدُ أَنَّ مُحَمّـداً عَبْـدُهُ وَرَسـولُه وویل او د اسلام عظیم نظام ته مي خپل ګامونه داخل کړه. "
د قران کریم حفاظت
قران د اسلام تر ټولو لویه معجزه ده، د تېرو څوارلس سوه کلنو په ترڅ کي ئې هیڅ تغیر نه دی لیدی او نه هم د کوم تحریف شاهد پاته سوی دی چي پدې حقیقت د اسلام لوی دښمن هم اعتراف کړی دی ځکه الله (جل جلاله) ئې د ساتني او حفاظت وعده کړې ده او د تل لپاره به همداسي ژوندی، کامیابه، فصیح، بلیغ، هادي، برهان او بغیر له تحریف څخه پاته وي:
إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ژباړه: قران موږ نازل کړی دی او موږ په خپله ددې ساتندویان یوو.
کله چي غیرمسلمان ګوري چي انجیل او نور ورته کتابونو وخت په وخت د تاریخ په اوږدو کي تغیر موندلی او مومي يې نو د خالق کلام ورته نه ښکاري او نه هم ورته د قبول وړ ګرځي، نو د یو داسي دین پر لور را مخه کړي په کوم کي چي د خلکو د هدایت، لارښوني، اسانۍ او د زړونو د پاکی او تذکیې لپاره د واحد، لایزال او بې نیازه الله (جل جلاله) کلام موجود وي، او خلکو ورباندي خپلي منګولي ټینګي کړي وي.
پر مخکینیو انبیاوو زموږ ایمان
موږ ته له ماشومتوبه راښودل سوي چي پر انبیاوو ایمان ولرو، د هغوی احترام وساتو او کتابونه ئې ومنو، که څه هم د قران په راتلو ټول سماوي ادیان منسوخ سوي دي. بیشکه چي پیغمبران او رسولان علیهم السلام ددې لپاره رالیږل سوي چي انسانانو ته هدایت وکړي، د جهالت له تاریکیو څخه ئې د رڼا و لور ته سوق کړي او د خلقت هدف ته ئې متوجه کړي.
پیغمبران معصوم دي، د الله (جل جلاله) مطیع بنده ګان دي او ټولو د واحد خالق رب العلمین (جل جلاله) و لوري ته دعوت کوی، دا ټول هغه څه دي چي موږ ورباندي عقیده لرو. کله چي غیرمسلمان دا ټکي ته متوجه سي نو پوه سي چي اسلام د الله (جل جلاله) دین دی او قبول ئې کړي.
د اسلام او ساینس اړیکه
ساینس نن هغه څه دی چي کوښښ کوي خپل د پاخه عمر پړاو ته ژر ځان ورسوي، هر څه ئې څیړلي، علاجونه ئې موندلي، د فضا څار ئې کړی او لا ورځ تر بلي جالب اسرار، اندونه او حقیقتونه مومي.
ساینس چي هر قدم مخته ځي د اسلام حقانیت لا روښانه کیږي؛ اسلام د انشقاق القمر یعني د سپوږمۍ دوه ځایه کیدو خبره کوي ساینس ئې نن موږ ته تصویرونه راښکاره کوي، ساینس د تالندي په هکله هغه خبري کوي کوم چي قران ور څخه فصیح بحث کوي، قران د مځکي ټیټه برخه راښيي کوم چي ساینس نن وموندل، اوبه هغه وخت اسلام د ژوند جوهر بللی وي چي لا ساینس دا نه وه پتیله چي د اکسیجن او هایدروجن مرکب دی، د صحت په هکله قران هغه وخت خپل حقایق را وړاندي کړي وه چي لا طب د خلکو په فکر کي نه وو، بادونه، وریځي او بریښناوي نن د ساینس موضوع ګرځول سوې حال دا چي اسلام ورڅخه څوارلس سوه کاله پخوا خبري کولې، دا او دې ته ورته ساینسي حقیقتونه هغه څه دي چي لار ورکي ودې ته هڅوي تر څو د اسلام دین قبول کړي.
د ښځو خوندیتوب
ښځه د بشر کمزوري، عاجزي، د پاک زړه څښتني او د مور څهري ته وايي؛ هغه څهره چي تاریخ ئې د مظلومیت، خوارۍ او مشقت انځور زمونږ په مخکي ږدي، هغه وخت در یاد کړی چي عربانو به ژوندی ښخولي، پخواني چنایانو به د مځکي پر مخ بې ارزښته مخلوق بللې او ځني اقوام خو پدې فکر وه، چي ایا ښځه روح لري که یا؟ په انسانانو کي راځي که یا؟
غرب، سیکولران او ډیموکراټان خو اوس په ښځو کار کوي؛ مزدوری په کوي، پر سړکونو ټکسیان په چلوي، په فابریکو کي درانه کاټنان په پورته کوي، د لوړو تعمیرونو رنګمالۍ په کوي، په دفترو کي خپلي غلطي استفادې ور څخه کوي او ماښام ئې په نڅا ځایونو کي بربنډي رقصوي خو د مارچ پر اتمه ئې په غونډو کي په یو څو ناچیزه الفاظو خطاباسي، د ګلونو ګیډۍ او تحفي ورکوي او ماښام بیرته د مینځي کار ور څخه اخلي.
اسلام ښځه د عزت څښتنه کړه، د حیا پوړنی ئې پر سر وروغوړوی، تر قدمولاندي یې جنت ورکښیښود، د میني سمبول، د ژوند سمون، د ایمان تکمیل او د پلار لپاره ئې رحمت ونومول او تر ټول ها خوا د نارینه د زړه ارام او کور ودانه کړه.
اوس ووایاست ایا اسلام پر ښځه دومره حق نه لري چي هغه دي خپل د ښایست او حیا پر مرکز (مخ) ټیکری وغوړوي؟ حال دا چي دا ټیکری هم ددې د ګټي لپاره دی. راسی له یو لوی تحقیق نه مو خبر کړم؛ په هندوستان کي هره ورځ تر ۹۰ زیاتي د جنسي تیري پېښي رامنځته کیږي (یعني تقریبا په هرو ۲۲ دقیقو کي یو جنسي تیری) چي له دې جملي څخه په هرو لسو پیښو کي یوازي یوه پیښه محکمه کي ثبت کیږي او د ټولو ثبت سوو پیښو څخه یوازي ۲۵٪ حل کیږي او مجرم ئې سزا ویني یعني د جنسي تیري په هرو ۹۰ پیښو کي په اوسط ډول یوازي دري تنه د خپل جرم سزا ویني. که چیري ښځي په کورونو کي کښیني او د کور څخه بهر حجاب پالنه وکړي، ایا دا ناخوالي به له مینځه نه وي تللي؟
کله چي غیرمسلمان پر حجاب د اسلام ټینګار ویني نو هغو ودې ټکي ته په پام سره د حجاب څیړنه کوي او په پایله کي د حجاب پر ناپایه ګټو او اسرارو وربرابریږي، د اسلام پر لور را مخه کوي او د وحشت، بي عفتۍ او بي عزتۍ له ژوند سره خدا حافظي کوي او ځان ته د برم، عزت، سکون، میني، احترام او ډاډ دین خوښوي. نوي مسلمانه سوي خور " تسنیم " د یو عیسوي پوهنتون په منځ کي حجاب پالي، یوه ورځ ئې د پوهنتون د تګ په وخت کي له موره و پوښتل چي کوم رنګ حجاب را سره ښه ښکاري؟ مور ئې ورته جواب کي وویل ته بې حجابه ښه یې.
تسنیم د حجاب څخه په دفاع کي مور ته وویل: "دا ستا خبري ماته د منلو نه دي، حجاب زما د روح ارامونکی دی، ته باید په دې پوه سې چي زما په زړه کي اسلام دی".
او ددې په وینا دا د الله (جل جلاله) یو لویه مهرباني ده؛ هغه مور چي زما د حجاب خلاف وه یوه میاشت بعد ئې راته یو زرغون حجاب په تحفه کي را کړ.
موږ ولي خپل قیمتي شیان خوندي ساتو، پیسي پټوو او هغه څه چي مو ډیر خوښ وي د المارۍ او میز تر جابو ئې رسوو؟ بس په دغه دلیل موږ خپلي ښځي د حجاب په پردو کي ساتو.
د لاجوابه پوښتنو جوابونه
موږ الحمدلله مسلمانان یوو، قران، نبوي حدیث او د کلي امام موږ ته هرڅه بیانوي. که کوم شک راته پیدا سي موږ پوهوي، د قران و صفحو ته مو وربولي او د حدیثو د بڼ سیل او نظاره راباندي کوي نو ځکه مو درملنه وسي.
هغه خلک چي یا خو دین نه لري یا د تحریف سوي دین تر شا ولاړ دي هغوی د یو عاَلم پوښتنو سره بیدیږي او راکښیني، که لږ پوه وي نو د خپلو پوښتنو په جواب پسي ګرځي او که نه وي نو بیا خپل ماغزه خوري. غیرمسلمان خپل ذهنونه ګډوډ کوي تر څو پوه سي چي موږ دلته څه کوو؟
موږ ولي دلته یوو؟
خدای ولي انسانان پیدا کړل؟
پر خاورینه کره زموږ هدف څه دی؟
ستوري، کهکشان او دا هر څه، څه شي دي؟
لمر ولي را پورته کیږي او لویږي؟
تردې چي دا او دې ته ورته پوښتني ئې هره ورځ ځوروي. نوي مسلمانه سوي خور " تسنیم " وایي:" ما به همیشه له خپلي انا څخه پوښتل چي موږ ولي د تصویر په وړاندي غزلي وایو او د یو داسي چا عبادت کوو چي هغه خدای نه دی؟ زما د سوالو جواب نه وو، تر څو زما ذهن پر ارامه سي او د تشویش غوټه مي وشکیږي. نو زه مجبوره کړل سوم تر څو د کوم بل دین مطالعه وکړم او هلته خپل د سوالو جوابونه ولټوم".
تنسیم اول هندویزم او بودایزم مطالعه کړل، چیري چي ددې سوالونه تر هغه ډیر او تشویشونه، ذهني ګډوډي، روحي فشار او ګنګسیت ئې تر هغه لا څو برابره سو. دا وایي: "هندویزم او بودایزم ته مي خپله توجه واړول خو څه مي ترلاسه نه کړل، تردې چي اړه سوم اسلام مطالعه کړم، اسلام مي یو مکمل او بشپړ دین وموند او الحمدلله پدې وتوانیدم چي اسلام قبول کړم. اوس هره ورځ زه یو نوي څه په اسلام کي پلټم او د اسلام هر حقیقت واضح او اسانه دی".
اسلام د عدالت دین دی
د حق خاوند ته د حق ورکول عدل بلل کیږي. په اسلام کي د خان او مسکین، د دوست او دښمن، د قریب، دوست، نژدې او د لیري هیڅ توپیر نسته. حق، حق دی او هر څوک باید د خپل حق څښتن سي او دا د عدل اصلي معنا او جوهر دی.
اسلام د نړۍ پر مخ د وحشت د پورته کولو، د عدل او عدالت د دنګو ماڼیو او هسکو دیوالونو دین دی. هرڅوک د خپل عمل سزا ویني، الله (جل جلاله) پر ځینو ګناهونو سزا مرتبه کړې ده او ځني ئې بیا بندګانو ته (تعزیري جزاوي) ور پریښي چي هغوی ورته سزا وټاکي. سزا ددې لپاره چي د نړۍ له مخه ظلم، تیری او وحشت کډه وکړي. الله (جل جلاله) فرمایي: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يَاْ أُولِيْ الأَلْبَابِ (سورة البقرة)
ژباړه: او سته تاسي لره په قصاص کي ژوند، ای د عقل خاوندانو. یعني د قصاص حکم ددې لپاره سوی دی چي ویني تویول، ظلم او بربریت له منځه ولاړسي په مقابل کي ئې امن، استقرار او د ویني د ساتلو حق خوندي سي. که څه هم د قاتل وژنه داسي یو سزا ده چي نفس پکښي له منځه ځي، خو ځکه یې حکم سوی دی، چي د خلکو لپاره د ژوند او ویني ساتلو ګټه او مصلحت پکښي پروت دی (نو بیا به د یوه انسان پر ځای د مدعی لکبله پنځه او لس نه وژل کیږي)، پدې سره عدالت قایمېږي او خلک به پداسي ټولنه کي ژوند کوي چي د انصاف لویه بېلګه به وي.
که چیري قاتل ته قصاص ور نه کړل سي نو قاتل به د نورو قتلونو جرات هم وکړي او دده ترڅنګ به د ټولني نور افراد هم د انتقام کوښښ او فکر وکړي او که د قتل په مقابل کي قصاص وي نو ټولنه به د قتل کولو څخه لاس واخلي:
الله (جل جلاله) فرمایي: لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ (سورة الحدید: ۲۵)
یعني په تحقيق سره موږ رسولان استولي، له نښو نښانو سره او له دوی سره مو کتاب او ميزان هم واستاوه، چي خلک په عدل او انصاف قايم سي.
د پښتو ژبي خوږ ژبی شاعر، عالم او د نثر پر اسمان ځلیدونکی ستوری ارواښاد ګل پاچا الفت (د ټولنې په جوړښت کې د اسلام نقش) په کتاب کی وایي: " د اسلام عدلي او قضايي برخه د اجتماعي نظام په حيث د انسان سر او مال، کرامت او حريت مصوون ګڼي او د حقوقو حفاظت ئې کوي، د ظلم او ضرر مخه نيسي، فتنه او فساد محکوموي، جنايت او خيانت، فحشا او منکر د جزا وړ بولي او عدالت د شرعي احکامو په کامل او صحيح تطبيق تامينوي. "
نن چي نړۍ د نړیوالو حقوقو لپاره ناري وهي، هڅي کوي او دوري دوري منډي وهي لدې ټولو څخه مراد د دوی په آند نړیوال عدالت دی، او اسلام د نړیوال عدالت یوازینۍ حامي دی، قران کریم د نړیوال عدالت په هکله فرمایي: وَلَا يَجرِمَنَّكُم شَنَآنُ قَومٍ عَلَى أَلَّا تَعدِلُوا اعدِلُوا هُوَ أَقرَبُ لِلتَّقوَى ... (المائدة ۸) ژباړه: د يوه قوم سره بغض (يا دښمني) دي تاسو دې ته نه اړ باسي، چي عدالت نه کوی، عدالت و کړئ؛ (ځکه) دغه (عدالت) تقوى ته ډېر نژدې دی.
دا اسلام دی چي خپل پلویان و نړیوالو حقوقو یا نړیوال عدالت ته هڅوي، که نه نو کفري نړی خو یو د بل پښي کاږي، د عدالت په نوم ظلم کوي، د بیلګي په ډول متحده ایالات اټوم بم لري خو نورو هیوادونو ته بیا دا حق نه ورکوي او د شمالی کوریا د جنجالونو خو موږ هره ورځ شاهدان وو.
بس یوازینی دین اسلام دی چي فرد، ټولنه، هیواد او ټولو نړیوالو ته خپل د عدالت پیغام ږدي.
کله چي غیرمسلمان ودې ټکي ته متوجه سي نو د اسلام حقانیت، عدالت او ښه والی په سترګو وویني او د اسلام په قبلولو سره ځان د عدالت د نظام پلوی کړي.
د بني مخزوم د قبیلي یو ښځي غلا وکړه او اسامه بن زید رضی الله عنه د هغې د شفاعت لپاره سیدنا حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) ته ورغلی، رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ورته وفرمایل: آیا د الله (جل جلاله) له حدودو څخه په یو حد کي شفاعت کوې؟ پخواني خلک ځکه هلاک سوه، کله چي به د دوی شریف سړي غلا وکړه هغه به ئې پریښود او که به کمزوري او بیچاره سړي غلا وکړه نو حد به ئې ورباندي جاري کړ. او په خدای قسم کوم، که د محمد لور فاطمه غلا وکړي، نو خامخا به مي لاس ور پري کړی وای. (بخاري)
د اسلامي شریعت قوانین او د انسان په لاس جوړ کړي قوانینو یو لوی توپیر دا دی چي د الهي قانون په پلي کېدو سره جرایم کمیږي، خو د انساني قوانینو په پلي کیدو سره جرایم نور ډيریږي چي غربي نړۍ یې ښه مثال دی.
www.taleemulislam.net