تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلامي نړۍ علماء دي د افغانستان ریښتنی انځور
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 16, 2024
  0

لیکنه: بریالی فیضي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د اسلامي نړۍ علماء دي د افغانستان ریښتنی انځور تر نړۍوالو ورسوي 


افغانستان یو اسلامي هیواد دئ او د دې خاروي ټول اوسېدونکي پر دین مین مسلمان افغانان دي.


په افغانستان کي د تیرو څو میاشتو راهیسي سوچه اسلامي نظام حاکم سوی دئ، د افغان مجاهد ولس دغه ارمان وروسته له شلو کلونو ستړیاوو او کلکو مبارزو څخه پوره سو. 


افغان مجاهد ولس وتوانېدئ، چي په پوره مېړانه د نړۍ د زبر ځواک څخه خپله خاوره آزاده کړي او دلته په تمامه معنا سوچه اسلامي نظام حاکم کړي. 


له کومي ورځي چي اسلامي امارت پر دې خاوره واک ته رسېدلی او سوچه اسلامي نظام حاکم سوی، د افغانانو دښمنانو په منظم ډول د دې نظام پر ضد پروپاګنډ پیل کړی او په یو ډول نه یو ډول د دې نظام د تخریب هڅه کوي.


په نړۍواله کچه ځیني سازمانونه او رسنۍ په پرله پسې ډول د افغانستان انځور په ډېر بې شرمانه ډول خورا ترینګلی معرفي کوي، دوی هڅه کوي، په افغانستان کي اسلامي امارت بدنامه کړي او نړۍ ته دا وښيي، چي اسلامي امارت نه سي کولای افغانستان په ښه توګه اداره کړي.


حال دا چي په افغانستان کي د اسلامي امارت په واک ته رسېدو سره امنیت تامین سوی، د اسلام شرعي حدود په پوره بریالیتوب سره مراعات سوي، اقتصادي برخه کي د پرمختګ په لور بریالي ګامونه پورته سوي او د تعلیم د ودي له پاره خورا باوري او ډاډمنه فضاء رامنځته سوې ده.


تر ټولو ښه خبره دا ده، چي د ټول افغانستان په کچه د اداري فساد مخه په پوره بریالیتوب سره نیول سوې ده، په داسي حال کي چي په تېره شل کلنه جمهوري دوره کي اداري فساد سیسټماټیک و او له منځه وړل ئې له امکان څخه وتلې خبره وه. 


نو اوس په کار ده، چي نړۍوال په دې پوه سي او دا حقیقت درک کړي، چي اسلامي امارت به د هیڅ بهرني قوت په مقابل کي سر ټيټ نه کړي، نه به د حکومتدارۍ په برخه کي د دوی فرمایشات ومني، ټوله نړۍ باید نور د اسلامي امارت سره د مثبت تعامل له لاري د اړیکو پر رغولو فکر وکړي. 


د اسلامي نړۍ دیني عالمان دي په دې برخه کي خپل مسؤلیت ادا کړي او ټولي نړۍ ته دي د افغانستان ریښتنی انځور وړاندي کړي. 


د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر محترم ملا خیرالله خیرخواه د یو شمېر اسلامي هیوادونو له دیني عالمانو سره کتلي او د هغوی څخه ئې ورته غوښتنه کړې. 


د دیني عالمانو دغه پلاوي له افغانستان سره په علمي او ثقافتي برخو کي د مرستو ژمنه هم کړې ده.


په پایله کي باید ووایم، چي اسلامي نړۍ دي د اسلامي ورورولۍ له مخي د افغانستان د نوي واک ته رسېدلي اسلامي امارت پوره ملاتړ وکړي او د نړۍ د کفري هیوادونو پر وړاندي دي د افغانستان ترڅنګ ودریږي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته