کمپوز: نادر شاه / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اول- سیاست د ذات په اعتبار
الف. سیاست عادله: سیاست عادله هغه دی چي د ظالم، فاجر څخه حق پکښي وغوښتل سي. دا ډول سیاست له دین څخه دی او عملي کول يې ډیر ثواب لري.
ب. سیاست ظالمه: سیاست ظالمه هغه دی چي په هغه کې له ظالم، فاجر څخه حق نه غوښتل کیږي. دا ډول سیاست په شریعت کي حرام او ناجایٔز دی باید ځان ورڅخه وساتل سي.
دوهم- سیاست د شمس الحق افغاني له نظره
پر دوه ډوله دی:
الف. الهي سیاست: الهي سیاست هغه دی چي په داسې عقیده بناوي چې الله تعالی د هر شي خالق دی او همدغه الله تعالی په هر څه کې حاکم اعلی دی او ټول مخلوق بیله استثناً څخه د الله تعالی تر حکم لاندې دي.
ب. انساني سیاست: انساني سیاست هغه دی چي په مذکوره عقیده نه وي ولاړ. د انساني سیاست کامیابي هغه وخت ممکنه ده چې د الهي سیاست تابع وي.
دریم- سیاست د واضع په اعتبار:
الف: حیواني سیاست: هغه دی چې نه د عقلي قانون تابع وي او نه د دیني او شرعي قانون بلکي د بادشاه او د هغه د درباریانو نفسي خواهشات يي قانون ګرځولی وي لکه فوځي نظامونه.
ب.عقلي سیاست: دا هغه سیاست دی کوم چي د هغه قانون تابع وي چي عاقلانو، پوهانو او شریفو خلکو جوړ کړی وي او هدف يي (یوازي) د خلکو د دنیوي ښېګڼو ساتنه وي لکه غیر اسلامي لادینه جمهوریتوونه.
ج. دیني سیاست: هغه سیاست دی کوم چي خلک پکښي د اسلامي عقیدې او شرعي قوانین تابع وي او مقصد ترینه د دنیا او آخرت ګټې او مصالح وي مثال يي د خلفاء راشدینو خلافت دی.
څلرم- سیاست د اداره کونکي په اعتبار:
الف. د انبیاؤ سیاست: ددې ډول سیاست حکم خاصو او عامو ټولو ته همدارنګه ظاهر او باطن ته شامل دی.
ب. د خلفاؤ، ملوکو او پادشاهانو سیاست: د دا ډول سیاست حکم خاصو او عامو ټولو ته شاملیږي یوازي په ظاهر کې نه په باطن کې.
ج. د علماؤ سیاست: د دې ډول سیاست حکم د خواصو باطن ته شامل دی.
د. د واعظانو سیاست: د ډې ډول سیاست حکم د عوامو باطن ته شاملیږي.
ماخذ: نظام الحکم في الاسلام