لیکنه: مولوي عنایت الله علمي صاحب
په پښتو کي ( ي ) يا د ( ي ) تلفظ او آواز پر پنځه قسمه دى، نو لکه څرنګه چي (ي) په تلفظ او آواز کي فرق لري دغه رنګه په خپل شکل او ليکنه کي هم فرق لري، خو متأسفانه نن ورځ ډير ليکونکي په خپلو ليکونو کي د دغه فرق مراعت نه کوي، نو ځکه و لوستونکي ته په ويلو کي تکليف پېښيږي، تر څو چي يوه جمله دوه درې واره تکرار نه کړي تر هغو يې صحي نه سي ويلاى، خو په دغه کتاب کي د (ي) د تلفظ يا آواز سره سم د (ي) د صحي شکل د ليکلو مراعت سوى دى، که د لوستونکو د طرفه د کتاب د لوستلو په وخت کي د (ى) د خپل ليکل سوي شکل او حاله سره سم د تلفظ مراعت وسي، و لوستونکي ته د کتاب د ويلو په وخت کي هيڅ تکليف او مشکل نه پيښيږي او د هري جملې په مقصد ډير ژر پوهېدلای سي.
اوس به د (ی) پنځه اقسام په تفصیل سره در وښوول سي:
لکه څرنګه چي مخ کي و ويل سوه: په پښتوکي (ى) پر پنځه قسمه ليکل کيږي او د هر قسم آواز د هغه بله قسمه څخه فرق لري، هغه داسي:
اول قسم (ي) دوه ټکي څنګ پر څنګ لري.
دوهم قسم (ې) دوه ټکي سر پر سر لري.
درېیم قسم (ئ) ټکي نه لري خو همزه پر سر لري.
څلورم قسم (ۍ) نه ټکي لري نه همزه خو په آخر کي لکۍ لري.
پنځم قسم (ى) نه ټکي لري نه همزه لري او نه لکۍ لري.
او د دغو مختلفو (ي) ګانو مختلف او یو د بل څخه جلا آوازونه دي چي تفصيل يې په لاندي ډول سره دى.
اول: هغه ( ي ) چي دوه ټکي څنګ پر څنګ لري تلفظ يا آواز يې داسي دى: غوړي، کالي، غوايي، سړي، كوچي، بنګړي،او داسي نور.
دوهم: هغه ( ې) چي دوه ټکي سر پر سر لري تلفظ يې داسي دى:
شيدې، مستې، پښې، خوږې، اوږدې، پایڅې، کُلمې او داسي نور.
درېیم: هغه ( ئ ) چي ټکي نه لري خو پر سر همزه لري تلفظ يې داسي دى: سړئ، منګئ، لرګئ، سوټئ او داسي نور، دغه (ئ) د مذکر دپاره ده.
څلورم: هغه ( ۍ ) چي نه ټکي لري نه همزه خو په آخر کي لکۍ لري تلفظ يې داسي دى، هګۍ، هېلۍ، غالۍ، خولۍ، شړۍ، لکۍ، نرۍ،او داسي نور، دغه (ۍ) د مؤنث دپاره ده.
پنځم: هغه (ى) چي نه ټکي لري، نه همزه لري، نه لکۍ لري تلفظ يې داسي دى: هغه سپين دى، دا ترموس دى، دا رنګ ژړ دى، سهار دى او داسي نور، دغه (ى) د حکم کولو يا امر كولو دپاره هم ده.