جَزاكَ اللّٰهُ خيْرًا څه معنالري ؟
رالیږونکي : منصوراحمد زیار/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
(جَزاكَ اللّٰهُ خيْرًا) داسې کلمه ده چې دالله تعالى په نزد پر هغه غوره او بهتره څېز دلالت کوي.
(جَزاكَ اللّٰهُ خيْرًا) یعني: الله تعالی دي په خپل مهرباني سره تاته جنت او خپل دیدار نصیب کړي.
(جَزاكَ اللّٰهُ خيْرًا) یعني: الله تعالی دي تا د دوږخ (د کافرانو د استوګنځي) څخه وساتي.
(جَزاكَ اللّٰهُ خيْرًا) یعني: الله تعالی دي تاته نېغه او مستقیمه لار وښیي.
(جَزاكَ اللّٰهُ خيْرًا) یعني: الله تعالی دي هیڅکله شیطان پرتا نه مسلط کوي.
(جَزاكَ اللّٰهُ خيْرًا) یعني: الله تعالی دي ستا په عمر او رزق کي برکت واچوي.
(جَزاكَ اللّٰهُ خيْرًا) یعني: الله تعالی دي تا دخپلو والدینو سره نېکي کوونکی وګرځوي.
(جَزاكَ اللّٰهُ خيْرًا) یعني: الله تعالی دي تا دسیِّدالمُرسَلیْن (صلَّى اللّٰه عليه وسلم) د سنتونو تابع وګرځوي.
قال رسول الله (صلی الله علیه وسلم) " اذا قال رجل لأخیه جزاک الله خیرً
رسول صلّی اللّٰه علیه وسلَّم فرمایي: کوم څوک چي خپل مسلمان ورور ته (جَزَاكَ اللّٰهُ خَیْرًا) ووایي، نو واقعًا د هغه یې ډېره ښه مننه او ستاینه وکړه.
www.taleemulislam.net