مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 2016-09-16
حضرت عُمر رضی الله عنه د خپله عادته سره سم یوه شپه د مدینې منورې په لارو او کوڅو کی په ګزمه یا پیره ګرځېدی چي د یوه کوره څخه یې د یوې ښځي آواز واورېدی چي دغه بیتونه یې د ځانه سره ویل:
تطاوَلَ هذا اللّيل تسري کواکبُهُ
فوالله لو لا اللهُ تخـشی عواقِبُهُ
و لکنَّني أخشی رقيباً مُـوَکَّلاً
مَخافةَ ربِّي و الحياءُ يَصُـدُّني
و أرَّقني أن لا ضجيعٌ أُلاعِبُـهُ
لَزُحْزِحَ مِن هذا السريرِ جوانِبُهُ
بِأنفُسِنا لا يَـفتُرُ الدَّهرَ کاتِبـُهُ
و أَکرِمُ بَـعلي أن تُنالَ مَراتِبُـهُ
چي دبيتو ترجمه په اختصار سره داسي ده:
نن شپه ډیره اوږده سوه ستوري یې تګ کوي او دا چي زما سره په بستر کي داسي څوک نسته چي لوبي ور سره وکم پرېشانه کړې یم.
په والله که د الله جل جلاله څخه د دغه کار د عواقبو بېره نه وای اوس به د دغه کټ طرفونه ښورېدلای.
مګر زه د هغه څارونکي څخه بېرېږم چي زموږ پر ځانو مقرره دی او زمانه هغه لیکونکی نه سي ضعیفه کولای.
زما د ربه څخه بېره او حیاء ما د دغه کاره څخه منعه کوي، او د خپل خاوند عزت او إکرام د دې دپاره کوم چي دﺉ و خپلي مرتبې او مقام ته ورسیږي.
یعني: دغه درې شیه ما د دغه کاره څخه منعه کوي چي د کټ طرفونه مي ښورېدلای، د خپله ربه څخه بېره او حیاء او د خپل خاوند عزت او إکرام.
په سهار کي حضرت عُمر رضی الله عنه د دغه کور د خاوند پوښتنه وکړه چي څوک او چیري دی؟ ورته و ویل سوه چي هغه فلانی دی او جهاد ته تللی دی، حضرت عُمر رضی الله عنه خپلي لور اُم المؤمنین حضرت حفصه رضی الله عنها ته ورغلی او د هغې څخه یې پوښتنه وکړه چي لوري! یوه ښځه څومره موده بېله خپله خاونده صبر کولای سي؟
لور یې و شرمېدل او د ده د پوښتني جواب یې ور نه کړی، خو ده بیا په تکرار سره ورته و ویل او د دغي پوښتني سِر او سبب یې هم ور ته و وایه چي زما پوښتنه د یوه شرعي غرض په سبب ده، نو لور یې و ویل: ښځه یوه، دوې، درې میاشتي پوره صبر کولای سي خو د څلرمي میاشتي په تېرېدلو سره بې صبره کیږي، بیا نو حضرت عُمر رضی الله عنه و خپلو ټولو قومندانانو ته ولیکل چي هیڅوک دي تر څلورو میاشتو زیات د خپله کوره څخه نه غایبیږي.
تاسي پوه سواست چي د امیر المؤمنین رضی الله عنه دغه امر چي تر څلورو میاشتو زیات به څوک د خپله کوره یا خپلي زوجې څخه نه مسافر کیږي و هغو کسانو ته ؤ چي دوی د اسلامي دولت د سرحدو د ساتلو دپاره یا د جهاد في سبیل الله دپاره د خپلو کورو څخه مسافر کېدل، نو د هغو کسانو په باره کي څه فکر کوی چي الله جل جلاله پر خپل کور پوره ډوډۍ ور رسولې وي خو دوی فقط د ډیرو پیسو د ګټلو دپاره یا د ښه ژوند د برابرولو دپاره په کلو کلو د خپلو ښځو او کورو څخه ورک وي، آیا دغه کسان تر الله جل جلاله او خپلي کورنیه او خپلو اولادو پوري نه دي مسئوله ؟
او که فرضاً د دغو کسانو په کورو کي کوم ناوړه غیر شرعي کار پېښ سي آیا د دوی څخه د الله جل جلاله په حضور کي د هغه کار د پېښېدلو پوښتنه نه کیږي؟
فَاعْتَبِرُوا يَا أُولِي الْأَبْصَارِ
ماخذ: خلفاء الراشدین رضی الله عنهم