لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه
مختصر نبوي سیرت
(شلمه برخه)
د حدیبیې سولې بندونه
o له خبرو وروسته په دې اتفاق وشو چي:
- مسلمانان به سږ کال مکي ته نه ننوځي (له همدې ځایه به ستنېږي) او راتلونکی کال به مکي ته راځي، او فقط دری ورځي به په کي پاتي کیږي.
- نوري قبیلې دا حق لري او کولی شي هره یوه په خپله خوښه له محمد صلی الله علیه وسلم سره او یا که خوښه یې وه له قریشو سره تړون او د ملګرتیا عهد وکړي.
- که له مکې کوم مسلمان د محمد صلی الله علیه وسلم خوا ته ورځي هغه به بېرته قریشو ته سپارل کیږي او که کوم مرتد له مدینې قریشو ته ورځي هغه به بېرته محمد صلی الله علیه وسلم ته نه سپارل کیږي! د تړون دا ماده د مسلمانانو له پاره تر ټولو سخته او درنه وه.
- لس کاله به د مسلمانانو او قریشو تر منځ جنګ نه وي(اوربند به وي)خلک به په امن وي او یو پر بل به تېری او یرغل نه کوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم له احرام وځي
o پس له دې چي د دواړو لوریو په خوښه او سلا د سولي تړون وشو، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو رضي الله عنهم ته له احرام د وتلو امر وکړ، چي باید د مخصوصي قربانۍ له پاره راوستل شوي څاروي حلال کړي او خپل سرونه وخرېیي.
o څرنګه چي اصحاب رضي الله عنهم په دې ډېر سخت خفه او غصه شوي وو چي د عمرې ادا کولو له پاره مکې ته د داخلېدو اجازه نه وه ورکړل شوې، نو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې امر د تعمیل له پاره یو هم له ځایه ونه ښورېد او هیچا ځان له احرامه آزاد نه کړ.
o دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلي مېرمنې أم سلمة رضي الله عنها خیمې ته تشریف یووړ او د اصحابو له دې غبرګون یې خبره کړه، چي یوه یې هم امر تعمیل نه کړ!
o أم سلمه رضي الله عنها ورته وویل: ته د باندي ورشه او هغه سړی راوغواړه چي ستا مبارک ویښتان کلوي، څو ستا مبارک سر وخريي!
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د باندي ووت، خِراش بن أمیه رضي الله عنه یې راوغوښت او هغه یې مبارک سر وخرېیه (کَل یې کړ) اصحابو رضي الله عنهم چي دا حالت ولید پوه شول چي مسأله حل ده، فورا پاڅېدل او د سرونو په کلولو سره یې ځانونه له احرام آزاد کړل.
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د مناسکو د اداء کولو قرباني ذبح کړه، اصحابو هم خپلي قربانۍ حلالي کړې، دا د حدیبیې مشهوره عمره وه چي په ترڅ کي یې له قریشو سره د سولي تړون وشو.
د مدینې په لور او د فتح مبارک سورت نزول
o ورپسې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو څوارلسوه ملګرو سره بېرته مدینې ته روان شو، د لاري په اوږدو کي د (الفتح) مبارک سورت ورباندي نازل شو.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم د دې مبارک سورت په نزول ډېر زیات خوشاله شو او وې فرمایل: «لَقَدْ نَزَلَتْ عَلَيَّ آيَةٌ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا عَلَى الْأَرْضِ». رواه الامام مسلم. داسي آیت راباندي نازل شو چي ما ته له ټولي دنیا غوره او ګران دی.
o الله تعالی فرمایلي: إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا ﴿الفتح:۱﴾
ترجمه: موږ تا ته بری درکړی، څومره څرګند بری.
o امام طحاوي وایي:علماء ټول په دې یوه خوله دي چي په دې مبارک آیت إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا کي له یادي شوي فتحي مراد د حدیبیې سوله ده.
د حدیبیې سوله ولې د اسلام ستره فتح بلل شوې ده؟
o د بعثت له پیله تر حدیبیې سولې (شپږم هجري کاله) چي نولس (۱۹) کاله کیږي، د نبي صلی الله علیه وسلم د لښکر شمېره ایله څوارلس سوه تنو ته رسېده.
o د حدیبیې له سولي (شپږم هجري کال) د مکي تر فتحي (آتم هجري کال) یوازي دوه کلونو کي د نبي صلی الله علیه وسلم د لښکر شمېره لسو زرو ته ورسېده.
o د نولس کلن دعوت او هلو ځلو پایله څوارلس سوه تنه وسله وال غازیان وو، خو د حدیبیې له سولي د مکي تر فتحي د دوو کلونو د هلو ځلو پایله لس زره جنګیالان وو، نو دا بدلون او توپیر له کومه ؟!
o بدلون په دې کي و چي د حدیبیې سولي د قریشو د هغو توطئو مخه ډب کړه چي په مرسته به یې د اسلام رنګه بده وله، په همدې موده کي د اسلام داعیان پرته له دې چي د قریشو له خوا راولاړ شویو خنډونو او ستونزو سره مخ شي هرې خوا ته خواره شول او خلک یې اسلام ته رابلل.
o قریشو چي له حدیبیې سولي مخکي کوم دریځ درلود او کومي توطئې یې چي د اسلام او مسلمانانو د بدنامولو په موخه په کار اچولي وې، هغه د دې لامل وې چي خلک ووېرېږي او اسلام منلو ته زړونه ښه نه کړي.
o خو له حدیبیې سولې وروسته حالات بدل شول، د اسلام داعیانو دا فرصت وموند د امن او ډاډ په فضاء کي هري خوا ته د اسلام پیغام ورسوي او خلک د اسلام له عظمت، آسانۍ او رحمته خبر کړي، چي په پایله کي ډلي - ډلي خلک په اسلام مشرف شول.
o د حدیبیې سولي له برکته قریش اړ شول بې پرې او یا ناپېیلي پاتي شي، چي په دې سره رسول الله صلی الله علیه وسلم دا فرصت وموند له خپل هغه بې رحمه او بې عهده دښمن (یهودانو) سره حساب کتاب وکړي چي د خندق غزا په مهال یې مختلفي قبیلې د اسلام او مسلمانانو مقابلې او جګړې ته هڅولې او راټولي کړي وې.
o همدا وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم د خیبر یهودان له منځه یووړل، که د حدیبیې تړون نه وی، نو قریشو به حتما په دې جګړه کي په مال او وسلو سره د یهودانو ملاتړ او مرسته کوله.
نور بیا...
www.taleemulislam.net