تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اندلس دردونکی او عبرتي تاریخ
  تعلیم الاسلام
  October 1, 2016
  0

 په زوره اخیستل سوي هیوادونه 

رالېږونکی: مطیع الله


په ختیځ کي او لودیځ کي ... له موږ څخه په زوره اخیستل سوي هیوادونه ډېر دي دا کړۍ  له اندلس څخه پیل .... او تر فلسطین اوږده  ده . 

 
خو موږ پدې لیکنه کي ټول نسو څیړلای ـــ یوازي اندلس او فلسطین د بحث لاندي نیسو .
 
اندلس :
 
د دنیا جنت اندلس د لومړۍ هجري پیړۍ په پای کي د مسلمانانو د مټو په زور ، د وینو په قیمت او د جهاد په برکت آزاد سو د تاریخ ستر او لوی تمدن په کي پداسي وخت کي ښکاره سو چي ټوله اروپا د منځنیو پیړیو په تیارو کي ډوبه وه .
 
اسلام په اندلس باندي پوره اته پیړۍ حکومت وکړ اروپا ته د اسلام مدنیت ورښکاره او اروپایانو د اندلسي استادانو شاګردي خپل افتخار ګاڼه خو بیا اندلس له لاسه ولاړ . د دنیا په مخ جنت دښمنانو واخیست د اندلس پاچایانو په خپله له لاسه ورکړ اسراف مخالفتونو او د وسلې د جنګ څخه مخکي فکري ماتي اندلس دښمنانو ته وسپاره .
 
مسلمانانو په اندلس ویر وکړ لکه وروسته يې چي په بخارا ، قرم او قفقاز ژړا ګاني وکړې او بیا يې د ترکیې په اسلامي خلافت ویرونه وکړه.
 
اوبیا يي د اسماني دینو د نازلیدلو په خاوره فلسطین او هغه قدس او مسجد اقصی ژړاګاني وکړې چي بَارَكْنَا حَوْلَهُ (د ده چاپیریال مو مبارک کړ ) يي لوی قراني صفت دی.
موږ پدې کرښو کي نننی اندلس څیړو، نه پخوانی ، دغه اندلس څیړو چي له موږ څخه په زور اخستل سوی دی او مسلمانان خپلي پخوانۍ دبدبې ته متوجه کوي او دې ته يې مخ را اړوي چي د خپل ورک جنت لپاره کوښښ وکړي .
 
فلسطین ، مسجد اقصی ، د قرطبې ابن حزم او د نورو اسلامي علماوو هدیرې له دښمنانو څخه آزادي کړي . 
 
موږ باید متوجه سو چي اندلس څه وو ؟ 
 
څه باندي وسول ؟ 
 
او څنګه له لاسه ولاړ ؟
 
لدي بحث څخه چي څنګه له لاسه ولاړ موږ دا ګټه اخلو چي لدي وژغورل سو چي نور مو له لاسه ولاړ نسي او باالاخره پدې پوه سو چي له لاسه تللي وطنونه به څنګه بیرته خپل کړو ؟ 
 
و الله المستعان و علیه التکلان ــ ولا حول ولا قوة الا با الله العلي العظیم .
 
لومړی : اندلس پخوا له لدې چي له لاسه ولاړ سي 
 
ددې بحث په برخه کي باید دواړه اړخونه وڅیړو : اندلس پخوا له اسلام څخه او وروسته له اسلام څخه د دواړو برخو څیړنه عقل لرونکو ته درس او عبرت دی .
 
اندلس پخوا له اسلام څخه :
 
اندلس (اوسنی اسپانیا او پر تګال ) د اروپا په جنوب غرب کي پروت دی چي لودیځ خواته يي بحر محیط او ختیځ او جنوب خواته يي سپینه بحیره پرته ده .
 
د جبل الطارق تنګنا يې له المغرب څخه جلا کوي ، زیاته برخه يې له دنګو او ښکلو غرونو څخه ډکه ده .
 
 
ښکلی وطن دی ، ښه هوا او کلکه خاوره لري .
 
پخوا له اسلام څخه په منځنیو پیړیو کي د ناپوهۍ ظلم او اجتماعي توپیرونو په تیارو کي ډوب او د کلیسا په غلامۍ  کي وو. ددې لپاره چي راته څرګنده سي چي کلیسا ترکوم سرحده پریوتې وه بس ده چي ووایو : 
 
کلیسا مینځل او پریولل ناروا ګڼلي وو او ویل يې چي د روح په پاکوالي بدن خپل په خپله پاکیږي . آن تر دې چي ځني راهبانو به په دې افتخار کاوه چي ټول عمر يې د پښو وینځلو ګناه نه ده کړې. د اسلام تر راتګ يی د مخ مینځل حرام ګڼل د اسلام تر راتګ څخه وروسته خلګ غسل خانو ته ننوتل . 
 
ښځي يي که څه هم مور ګاني یا سکه خور ګاني وي چټلي ګڼلې . نه به يې یو ځای ورسره ژوند کاوه، نه يي خبري ورسره کولې او داسي يي تري تيښته کوله لکه سړی چي د پمن ناروغ څخه تيښته کوي . 
 
اندلس ورسته له اسلام څخه 
 
د تاریخي روایاتو له مخي د دوه او یا څلورو کلونو په دوران کي اندلس فتحه او خلګ ډلي ډلي په خوښۍ سره مسلمانان سول . اسلام د اندلس د خلګو ارادې ژوندۍ کړې، زړونه او عقلونه يي روښانه او له داسي تمدن او ژوند سره آشنا سول چي بشري تاریخ پخوا نه وو لیدلي .
 
دې تمدن نړۍ ته لاندي نابغې وړاندي کړې .
 
ا . د ابن حیان القرطبي په شان لوی تاریخ لیکونکی د احکام القرآن تفسیر مشهور په (تفسیر القرطبي ) د المقبتس في اخبار بلاد اندلس لس ټوکه او نورو غوره کتابونو مؤلف .
ب. ابن خلدون رحمه الله: د روحیاتو د علم او د تاریخ د فلسفې مؤسس د مقدمه ابن خلدون او المبدأ والخبر کتابونو مؤلف . 
 
ج . ابن احزم الظاهري د المحلي نومي کتاب نه ټوکونو په اصول فقه کي د الاحکام في اصول الاحکام او نورو څلورو سوو کتابونو مؤلف .
 
د . ابوالقاسم المجریطي : هغه مشهور فلک شناس چي کتابونه يي لاتیني ژبي ته هم ژباړل سوي دي . مسمانانو په قرطبه او طلیطله کي رصد خاني درلودې او هم يي د وخت پېژندلو لپاره ساعت جوړ کړی وو .
 
هـ  . الزهراوي هغه مشهور مسلمان طبیب دی چي د مثانې څخه یې ډبري راوکښلې او یا يې په مثانه کي ماتولي او د سترګو عملیات يي کول. الزهراوي او د هغه د کورنۍ ټولو غړو نرو او ښځو  د طب په برخه کي نه هیرونکي خدمتونه کړي دي .
 
په لاندي علومو کي هم اندلسي مسلمانانو لوړ نوم پیدا کړی وو .
 
کیمیا: په کیمیا کي يي د لومړي ځل لپاره بارود د چاودیدونکي مادې په توګه استعمال کړل.
 
پدې هکله يی زیات اصول او قوانین وضع کړل چي وروسته اروپایانو ترجمه کړل او زیاتو کیمیاوي موادو  د استعمال په نتیجه کي يي د چاپ، رنګ ورکولو او معدنونو په برخه کي لوی او ستر کارونه وکړل . 
 
فزیک: په فزیک کي ددې علم ډېر اصول يي وضع کړل (او د لومړي ځل لپاره يي د جاذبیت قانون وضع کړ ) او د کوښښ او بصریاتو له قوانینو يي خبري وکړې .
 
جغرافیه او سیاست: د بحرونو ، غرونو او دښتونو سفرونه يي وکړل زیات شیان يي کشف او په زړه پوري شیان يي نړۍ ته وړاندي کړل پدې برخه کي يي د (رازي ، بکري، غذري، ادریسي او ابن بطوطه ) په شان علماء ټولني ته وړاندي کړل . 
 
د پوهنتون بنیاد ایښوونه: په زده کړه کي يي نوي اسلوب وضع او د پوهنتون اصلاحات يي مروج کړل لکه د غرناطې پوهنتون ، د قرطبې پوهنتون او د اشبیلې پوهنتون.
یوازي مسلمانان نه بلکه نا مسلمانان به هم  و دې پوهنتونو ته په خورا جذبه او شوق سره ورتلل تر څو په خپله علم زده او پوه سي چي څنګه يي نورو ته ورسوي . 
 
په عصري علومو کي د مسلمانانو ونډي
 
 
 
 
 
د نامسلمانو خلګو شاهدي 
 
 ښه شهادت هغه دی چي د چا په هکله يی دښمن ووايي.
 
ماک کیب وايي: دنیا تراوسه داسي خلګ ندي لیدلي چه ښه او غوره پوهان روزي او د نیکو کارونو سره زیاته مینه لري . 
 
که د اندلس عربو اروپا فتحه کړې وای او لږ تر لږه دوه پېړۍ هلته اوسیدلي وای او د اندلس په شان يي خپل تمدن هم هلته عملي کړی واي نو نن به موږ د اوسني تمدن څخه پنځه پېړۍ وړاندي واي .
 
نړيواله رهبري - د ایچ پي کمپنۍ د رئیسه شاهدي
 
خو اروپايي تاریخ پوهانو له حقیقت څخه سترګي پټي کړې او اسلامي تمدن يي ښه ندی منعکس کړی .
 
دا وو هغه اندلس چي ورسته د اسلام څخه رڼا خپرونکی وو د علم تمدن او نورو فنونو په هکله يي داسي ټولنه جوړه کړې وه چي په تاریخ کي يي نمونه نده لیدل سوې خو افسوس چي له لاسه ولاړه .
 
 
په څه ډول اندلس له لاسه ولاړ؟ 
 
د تاوان خبري هسي هم دردناکي وي باالخصوص د هغه اندلس په باره کي چي د ځمکي پر مخ جنت ، اروپا او ټولي لودیځي نړۍ ته د اسلام دروازه او ټولي نړۍ ته د تمدن لویه مناره وه خو د ښه علاج لپاره پکار ده چي مرض معلوم سي تر څو مناسبه دوا تجویز سي .
 
اندلس هغه وخت زموږ له لاسه ولاړ چي اسلام د مسلمانانو د زړونو څخه ووت، واکمن فاسد، علماء چپ او د دوی دواړو له ورانۍ څخه پس پاته خلګ هم فاسد سول، اسراف د واکمنو خلګو په رګونو کي ځای ونیوی ورو ورو د واکمنانو نژدې خلګو او درباریانو ته هم ورسید.
 
اسراف او فسق او بد اخلاقۍ دروازې خلاصوي نو ځکه د اندلس خلګو ډماني ، او فاسدي ښځي و پېژندلې، د مسرفینو اعصاب يي په قبضه کي واخیسته، بدنونه يي درانه (چاغ) سول او په نعمتونو کي ډوب او د جهاد توان يي له لاسه ورکړ او جهاد له منځه ولاړ . 
 
واکمنو خلګو د وينځو او پیغلو په لاسته راوړلو کي مسابقې وکړلې، له ښځو سره يي مینه او علاقه زیاته او د ماڼیو په جوړولو اخته سول.
 
زهراء ، الکامل ، امجرد ، الحائر الروض ، المعشوق ، المبارک ، الرستق ، التاج او قصر السرور د قرطبې مشهور شاهې قصرونه وو، ناصر د الزهرا  د ماڼۍ په جوړولو دومره زیات مصروف سو چي د جمعي لمونځونه او خلګو سره جلسې ترې پاته سولې نو امام منذر بن سعید لاندي ایاتونه د پند په ډول وویلي :
 
أَتَبْنُونَ بِكُلِّ رِيعٍ آيَةً تَعْبَثُونَ (128) وَتَتَّخِذُونَ مَصَانِعَ لَعَلَّكُمْ تَخْلُدُونَ (129) وَإِذَا بَطَشْتُمْ بَطَشْتُمْ جَبَّارِينَ (130) فَاتَّقُوا اللَّهَ وَأَطِيعُونِ (131) وَاتَّقُوا الَّذِي أَمَدَّكُمْ بِمَا تَعْلَمُونَ (132) أَمَدَّكُمْ بِأَنْعَامٍ وَبَنِينَ (133) وَجَنَّاتٍ وَعُيُونٍ (134) إِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ عَظِيمٍ (135)( سورت الشعراء ۱۲۸ـــ۱۳۵آیتونه )
 
ژباړه : ( ایا تاسي په هر لوړ ځای کي یوه نښه جوړوئ په داسي حال کي چي تاسي لوبي کوئ او دنګي ماڼۍ جوړوئ ګواکي تاسي به تل پاته واست او چي نیول کوئ نو ظالمانو په څیر خورا ټینګ نیول کوئ نو له الله جل جلاله څخه وډار سئ او زما مننه وکړئ له هغه ذات څخه وډار سئ چي تاسي ته يي هغه څخه درکړي چي تاسي يي ښه پيژنئ ستاسو ملاتړ يي په څارویو او زامنو سره کړی دی او په باغونو او چینو سره يي کړی، زه بېله شکه پر تاسو د یوې لوی ورځي له عذابه څخه ډارېږم.)
 
د زهراء ماڼۍ په هکله يي وویل:
 
أَفَمَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى تَقْوَى مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانٍ خَيْرٌ أَمْ مَنْ أَسَّسَ بُنْيَانَهُ عَلَى شَفَا جُرُفٍ هَارٍ فَانْهَارَ بِهِ فِي نَارِ جَهَنَّمَ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (109) لَا يَزَالُ بُنْيَانُهُمُ الَّذِي بَنَوْا رِيبَةً فِي قُلُوبِهِمْ إِلَّا أَنْ تَقَطَّعَ قُلُوبُهُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ (110) (سورت التوبه ۱۰۹ـــ۱۱۰آیتونه )
 
ژباړه : ( ایا هغه څوک چي د خپلي ماڼۍ بنسټ د الله (جل جلاله) په ډار او د هغه د خوښۍ په هیله ایښی غوره دی او که هغه څوک چي د خپلي ماڼۍ بنسټ يي د یوې بهېدونکي کندي پر غاړه چي هر وخت د راپرې وتلو په درشل کي وي ایښي وي؟
 
نو دغي ماڼۍ خپل خاوند د جهنم په اور کي ورغورځولو او الله (جل جلاله) ظالم قوم ته لار نه ښيي. تل به د دوی ماڼۍ چي جوړه کړې يي ده د دوی په زړونو کي شک او تردد وي مګر هله چي زړونه يي ټوټه ، ټوټه سي او الله (جل جلاله) په هر څه عالم او حکیم دی.)
 
په ښکاره ګناهونه کول
 
ځینو والیانو او امیرانو په ښکاره ګناه کوله ، د دوی په ښکاره ګناه کول ددې باعث ګرځېده چي عام خلګ په ګناهونو زړور او په ښکاره ډول يي وکړي.
 
تاریخ پوهان پدې برخه کي (د حکیم بن هشام ) او د هغه د زوی عبدالرحمن نوم اخلي په کوم ځای کي چي حاکمان ښکاره ګناه ته ملا وتړي ، نو عام خلګ ډير ژر د هلاکت کندي ته غورځيږي لوی خدای جل جلاله رښتیا فرمایلي دي  : 
 
وَإِذَا أَرَدْنَا أَنْ نُهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُوا فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنَاهَا تَدْمِيرًا. (سورت اسراء۱۶آیت)
ژباړه : کله چي موږ د یوه کلي د هلاکت اراده وکړو نو عیاشانو ته يي امر وکړو ، نو هغوی پکښي فساد وکړي نو په همدې کلي د عذاب خبره پخه سول نو بیا يي په بشپړ ډول له منځه یوسو .
 
په بل قرآئت کي (امر نا ) په شدد میم سره راغلی دی معنی به يي داسي چي موږ يي واکمني عیاشانو ته وسپارو . 
 
د اسراف ګناهونه
 
د اسراف د عام والي په هکله فکري کار چي تقریباَ زرو عیسايي مبلغینو او ۴۸۵معلمانو کاوو او هغو مالي مصارفو چي د شرابو د عامولو لپاره د عیسايي کلیسا مشر په یو کال کي پنځه لکه فلورین د هغه وطن روپۍ مصرفولې خورا زیات رول ولوباوه او هم کله چي حاکمانو او والیانو د عیسايي ښځو سره واده وکړه د خپلي ښځي د خپلوانو او د قشتاله حاکمانو په ملاتړ يي د خپل وراره زعل سره جنګ وکړ دا ډول کارونه ډیرو امیرانو او والیانو بې له دې چي د الله پاک لانديني مبارک آیت ته توجه وکړي په ډېر شوق او علاقې سره وکړل :
 
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ (سورت آل عمران ۱۱۸آیت)
ژباړه : ای مؤمنانو ! له خپلو خلګو څخه پرته نور څوک په دوستانو سره مه نیسئ . ستاسي په هکله په هیڅ کي کموالي نه راولي هغه څه خوښووئ چي تاسو ربړوي دښمني د هغوی له خولې څخه ښکاره سوې ده او هغه چي په سینو کي يي دي هغه ډېر لوی دي .
 
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا عَدُوِّي وَعَدُوَّكُمْ أَوْلِيَاءَ تُلْقُونَ إِلَيْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوا بِمَا جَاءَكُمْ مِنَ الْحَقِّ يُخْرِجُونَ الرَّسُولَ وَإِيَّاكُمْ أَنْ تُؤْمِنُوا بِاللَّهِ رَبِّكُمْ ... (سورت ممتحنه ۱ آیت)
ژباړه : ای مؤمنانو ! زما او خپل دښمنان په دوستۍ سره مه نیسئ تاسي خو هغوي ته د دوستۍ وړانديز کوئ پداسي حال کي چي هغوي پر هغه حق کافران سوي دي چي تاسي ته راغلي دي رسول او تاسي یوازي په همدې ګناه له خپلو ځایونو څخه شړي چي تاسي په خپل رب الله (جل جلاله) ایمان راوړی دی .
 
بس همدا د ماتي لومړی عامل وو چي معنی يي موږ مات ورپسي له نورو ماتو سره هم مخ او صف مو ماتي وخوړه .
 
د واک پر سر داخلي اختلافات
 
هغه اختلافات او داخلي ګډوډۍ چي په اندلس کي وې مهم عامل يي د چوکۍ او تخت پر سر جګړې وې جي په لومړي ځل د امیرانو او والیانو په مينځ کي پیل او ورو ورو د غازیانو مینځ ته هم چي په قحطاني ، عدناني ، عربي او بربري قبیلو وېشل سوي وو ورداخل سول .
 
قومي او قبیلوي تعصبونه
 
قومي او قبیلوي تعصبونه پیل ، اسلامي صف يي تقسیم ، تیکه تیکه او د خدای او د اسلامي دښمنانو ته يي د خوړلو امید پیدا کړ.
 
 اندلس د کودتا ګانو او داخلي جنګونو مرکز وګرځید او په خورا نا خوښۍ سره باید ووایو چي د عیسایانو ملاتړ به د مسلمانانو یوې ډلي ترلاسه کاوه او پدې ترتیب به مسلمانان ورځ په ورځ ناتوانه او دښمنان به يي د قوت پر لور روان وه او د شمالي غرونو ترشا يي د اندلس د اسلامي حکومت د ختمیدو انتظار کاوو.
 
دریم عامل هم په خپل کار پیل وکړ ترڅو پاته کار تمام کړي .
 
د عیسایانو هغه لوی قوتونه چي د شمالي غرونو تر شا يي د هغي ورځي انتظار کاوه چي مسلمانان ناتوانه او اندلس اسلامي دولت ضعیفه سي په حرکت راغلل ترڅو د مسلمانانو پاته نوم او نښي ورختمي کړي نو د هسپانیا پاچاهانو په ملاتړ يې (طلیطله ) نومي ښار د هغي د ناتوانه، پست کمزوري چي په نا حقه يي د (قادر) لقب خپل کړي وو پاچا څخه په ۱۰۸۶م کال کي ونیولو او همدا يي د هغي لوی حملې چي صلیبیانو ۱۳ کلونه وروسته په ۱۰۹۹م کال کي د بیت المقدس د نیولو لپاره وکړه لومړۍ او مقدماتي جګړه سول .
 
او پدې ډول مسلمانان یو بدن وو چي یوې عضوي ته يي مرض رسیده ټول بدن خوړین او د مرضونو مرکز او یا په بله اصطلاح یو داسي تعمیر سو چي یوه خښته ترې لیري سوه نو د ټول تعمیر د نړیدلو لار هواره سول.
 
د افسوس او ژړا وخت
 
په ۱۲۱۲م کال کي چي د ۶۰۹هـ ج کال د صفري د میاشتي د ۱۵ ورځي سره سمون لري اسلامي لښکرو او د اتم فنسو د قوماندې لاندي د (قشتاله ) د لښکرو ترمنځ آخرنۍ جګړه وسوه د اسلام په لوړ بیرغ د عیسایانو بیرغ بریمن مسلمانان د جلا وطنۍ ، سپکوالي ، خوارۍ او کړاوونو سره مخ او له خپل جنت نظر ځمکي څخه د تل لپاره بې بر خي سول مسلمانانو د اندلس د ختمیدو څخه پس بې له ژړاګانو او ویر څخه بل هیڅ ونه کړل او نه يي د څه هڅه وکړای سول .
 
تبکي الحنیفه البیضاء عن اسف        کما بکي لفراق الالف هیمان 
دا هغه ژړا ده چي ابو البقاء الرندي د اندلس له سقوط څخه وروسته کړې وه .
 
 
 
ما هم ددې کرښو تر لیکلو وروسته دوه ځله په اندلس ژړلي دي یو ځل هغه وخت چي په قرطبه کي مي لوی جومات ولیدی چي زیاته برخه يي په کلیسا بدله سوې او اوس پکي د عیسایونو عکسونه او صلیبونه راځوړند وو ما وژړل او له جوش څخه مي پکښي آذان وکړ او بل ځل مي هغه وخت وژړل چي ومي لیدل چي بربنډي او لوڅي ښځي له خپلو سپیو سره جومات ته راداخلي سوې. (مؤلف)
 
علی دیار من الاسلام خالیه                     قد اقفرت و لها باالکفر عمران 
حیث المساجد قد صارت کائس                 ما فیهن الا نواقیس و صلبان 
حتی امحاریب تبکی وهي جامده               حتی المنابر ترثي وهي عیدان 
 
یعني پاک او سپېڅلي دين له ډیره غمه ژاړي لکه د معشوقې په جلاوالي چي عاشوق  ژاړي د اسلام پر خالي وطن چي وران او اوس هلته کفر آباد سو هلته چي له   جوماتو کلیساګاني جوړي سوې او پرته له زنګونو او صلیبونو څخه بل څه نسته آن تردې چي جامد محرابونه هم ژاړي او آن تر دې چي له لرګیو جوړ سوي منبرونه هم ژاړي .
 
أعندکم نبأ من اهل اندلس                 فقد سری بحدیث القوم رکبان 
کم یستغیث بنا المستضعفون وهم        اسری وقتلی فما یهتز انسان 
ما ذا التقاطع في الا سلام بینکم          وانتم یا عباد الله اخوان 
 
یعني ایا د اندلس له خلګو خبر یاست ؟ قافلې د هغوي کیسې رانقلوي څومره ډیر ناتوانه خلګ دي چي له موږ څخه کومک غواړي بندیان او مړي پراته دي خو هیڅ انسان له ځایه نه خوځیږي او دا اسلامي ورورګلوي ولي ستاسي په منځ کي پرې سوه ؟ اي د خداي بنده ګانو ! تاسو خو سره وروڼه یاست ).
 
 
د اندلس په لور 
 
د اندلس د بیا آزادۍ لار بلکل د هغي لاري مخالفه لارده چي په هغې مو د لاسه ورکړې وه په معنوي لحاظ باید زړونه د اسلام او ایمان په رڼا کي وروزل سي په عسکري لحاظ باید زموږ صف یو ، زموږ امت یو  ، زموږ دولت برسیره پردې چي د ایمان وسله ورسره وي باید د توان په اندازه جنګي وسایل هم ولري . د المغرب په اسلامي خاوره کي د مسلمانانو خط باید جوړ سي ځکه د المغرب او اندلس ترمنځ بې له څو قدمونو زیاته فاصله نسته نو باید اندلس یو ځل بیا آزاد سي هغه اندلس چي د اسلام ورک جنت دی او د اسلام بیرغ اته پیړۍ هلته رپانده وو باید اندلس آزاد سي ځکه د مسلمانانو خاوره ده د اندلس آزادي داسي فرض عین ده لکه د بیت المقدس آزادي. 
 
ماخذ: اسلامي نړۍ نن سبا
 

 ----------------

ارتجاع - شاته تګ

د مسلمانانو د شاته پاته والي لاملونه

 

په اروپا کي د مسلمانانو د بریاوو تاریخ

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته