ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
افضل الانبياء ﷺ د دوشنبې په ورځ، سهار د مکې په شعب بني هاشم کې زېږدېدلی دی. دا ورځ د فيل کال د ربيع الاول د مياشتي (۱۲) يا (۹) نېټه وه چي د (۵۷۱) ميلادي کال د اپريل د مياشتي د ۲۰ يا ۲۱ نېټې سره سمون خوري. (۱)
رسول الله ﷺ د حضرت ابراهيم عليه السلام په اولاده کې راځي چي خپله رسول اکرم ﷺ فرمايي:
(إن الله اصطفى كنانة من ولد إسماعيل واصطفى قريشا من كنانة واصطفى من قريش بنى هاشم واصطفانى من بنى هاشم.) (۲)
ژباړه: الله تعالی د اسماعيل (عليه السلام) د اولادې څخه کنانه غوره کړل او د کنانه څخه يې قريش غوره کړل او د قريش څخه يې بن هاشم غوره کړل او د بنو هاشم څخه يې زه غوره کړم.
د رسول الله ﷺ نسب شريف په دې ډول دی:
( مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ اللهِ بْنِ عَبْدِ الْمُطَّلِبِ بْنِ هَاشِمِ بْنِ عَبْدِ مَنَافِ بْنِ قُصَىِّ بْنِ كِلاَبِ بْنِ مُرَّةَ بْنِ كَعْبِ بْنِ لُؤَىِّ بْنِ غَالِبِ بْنِ فِهْرِ بْنِ مَالِكِ بْنِ النَّضْرِ بْنِ كِنَانَةَ بْنِ خُزَيْمَةَ بْنِ مُدْرِكَةَ بْنِ إِلْيَاسِ بْنِ مُضَرَ بْنِ نِزَارِ بْنِ مَعَدِّ بْنِ عَدْنَانَ.) (۳)
په مسند احمد کې راځي چي عرباض بن ساريه رضی الله عنه د نبي کريم ﷺ څخه روايت کوي:
( ان أم رسول الله صلى الله عليه و سلم رأت حين وضعته نورا أضاءت منه قصور الشام.) (۴)
ژباړه: چي کله نبي کريم ﷺ پيدا سو مور يې داسي نور وليدی چي د شام قصرونه يې روښانه کړل.
په بل روايت کې راځي چي ددې د بدن څخه نور ووتی چي د هغه نور څخه د شام ماڼۍ روښانه سوې. (۵)
امام بيهقي رحمه الله په خپل کتاب دلائل النبوة کې ځيني روايات نقلوي چي ددغه مبارک پيدايښت په شپه داسي پيښي منځ ته راغلې چي د بعثت زيری يې ورکاوه، په دې شپه د کسری د ماڼۍ (۱۴) پايې ونړېدې، د مجوسيانو هغه اور چي دوی يې عبادت کاوه او د زرو کلونو راهيسي بل وو هغه ناببره مړ سو او د زردشتيانو ساوه چينه وچه سول...(۶)
او په يوه روايت کې راځي چي رسول الله ﷺ په داسي حال کې پيدا سو چي هم خوشحاله وو او هم سنت سوی وو.(۷)
د رسول الله ﷺ مبارک پيدايښت عادي نه وو بل کې داسي ډېر نور ارهاصات هم ليدل سوي دي چي دده مبارک د نبوت شاهدي يې ورکول.
-------------------------
۱: رحيم المختوم: ص ۷۲ (د فلکياتو مشهور مصري عالم او محقق محمود باشا د څېړني مطابق د مبارک ولادت ورځ، ۹ ده چي د ۵۷۱ م کال مطابق ده.)
۲: صحيح مسلم: أبو الحسين مسلم بن الحجاج بن مسلم القشيري النيسابوري، ناشر: دارالجيل- بيروت، ج۷، ص۵۸
۳ : صحيح بخاري: محمد بن إسماعيل بن إبراهيم بن المغيرة البخاري، أبو عبد الله، الناشر: دار الشعب – القاهرة، لومړۍ چاپ: ۱۴۰۷، ج۵، ص۵۶
۴: مسند احمد بن حنبل: أحمد بن حنبل أبو عبدالله الشيباني، ناشر : مؤسسة قرطبة – القاهرة. ج۴، ص۱۲۷
۵: دلائل النبوة: سعيد بن عبدالقادر باشنفر، دوهم چاپ: ۱۴۱۸هـ، ناشر: دارالخراز، ج۱، ص ۱۹۱
۶: دلائل النبوة: بيهقي: ج۱، ص ۱۲۶ (قال الازهري في تهذيب اللغة: حسن غريب)
۷: مستدرك على الصحيحين: محمد بن عبدالله أبو عبدالله الحاكم النيسابوري، ناشر: دارالکتب العلمية بيروت، ج۲، ص۶۵۷