ایډیت : بصیریوسفزی /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۱- مشوره د الله تعالی حکم دي.
۲- د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم طريقه ده.
۳- دصحابه کرامو طریقه ده.
۴- د مسجد نبوی صلی الله علیه وسلم د عملونو څخه یو عمل دي.
۵- په مشوره سره په کارکولو کې پښیمانتیا نه وي.
۶- په مشوره سره امیرصاحب ته په فیصله کولو کې اسانتیاوي.
۷- حضرت حسن رضي الله عنه فرمايي چې کله کوم قوم په خپل مینځ کې مشوره کوي هغوی ته د خیر القاء کېږي.
۸- نبي عليه السلام فرمایي چې په دې سره د قوم نفسونه خوشحاليږي.
۹- رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمایي چې الله پاک دا مشوره زمادامت لپاره رحمت کرځولې ده نو څوک مشوره کوي هغه د خیر او دکامیابی څخه نه محرومیږي او څوک چي مشوره پرېږدي هغه د ناکامي سره مخ کېږي.
۱۰۔ حضرت سفیان رحمه الله فرمايي چې مشوره نیم عقل دي .
۱۱۔ حضرت ضحاک رحمه الله فرمايي چې مشوره کې برکت او فضیلت دي نو ځکه الله تعالی ددې حکم کړي دي.
۱۲- د خیر او کامیابی کومه رایه وي هغه پکې معلوميږي.
۱۳- هریو ملګری ددین په باره کې فکرمند جوړیږي .
ماخذ: دلمانځه صحیح اوغلط الفاظ
www.taleemulislam.net