تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلائل: د قرانکریم وړاندویني
  تعلیم الاسلام
  December 30, 2017
  0
ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
۵: د رومي لښکر د غلبې وړاندوينه
( الـم (۱) غُلِبَتِ الرُّومُ (۲) فِي أَدْنَى الْأَرْضِ وَهُمْ مِنْ بَعْدِ غَلَبِهِمْ سَيَغْلِبُونَ (۳) فِي بِضْعِ سِنِينَ لِلَّهِ الْأَمْرُ مِنْ قَبْلُ وَمِنْ بَعْدُ وَيَوْمَئِذٍ يَفْرَحُ الْمُؤْمِنُونَ.) ( سورة الروم: ۱-۴)
 
په دې مبارکو ايتونو کي يوه ډيره حيرانوونکې وړاندوينه ذکر ده، دا ايتونه د هجرت مخکي په مکه کي نازل سوي دي. واقعه په دې ډول وه چي د هغه وخت د روميانو او ايرانيانو ترمنځ جنګ واقع سو، ايرانيان پر روميانو غالبه سول نو د مکې مشرکان ډير خوشحاله سول او مسلمانانو ته يې پېغور ورکوی چي ايرانيان چي زموږ په ډول مشرکان دي پر اهل کتابو غالبه سول او دا زموږ لپاره يو نېک شګون دی چي يوه ورځ به موږ هم پر تاسو مسلمانانو چي تاسو هم اهل کتاب ياست دغه ډول غالبه کيږو. مسلمانان په دې سره غمګين سول، پر دې موضوع باندي الله  تعالی  دا ايتونه نازل کړل او حقيقي وړاندوينه يې وکړه چي روميان که څه هم اوس مغلوبه سول خو د لسو کلونو په دننه مده کي به روميان بیرته  پر فارسيانو غالبه کيږي. ابوبکر صديق رضی الله عنه د کفارو سره په دې اړه شرط ولګاوه. بالاخره اووه کلونه لا نه وه تېر سوي چي د  قرانکريم دا وړاندوينه پوره سوه او روميان پر ايرانيانو غالب سول!
 
 دا الهي وعده د حديبې د صلحي په وخت کي پوره سوه.(۱)
 
۶: د اسلام د غلبې وړاندوينه
(هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا.) ( سورة الفتح: ۲۸)
دغه ( الله ) هغه ذات دى چې راليږلى يې دى رسول خپل په ( ښوونه د) سمې لارې او حق دين سره ( چې د اسلام دين دى) لپاره ددې چې غلبه وركړې ( پورته كړى هغه دين ) پر ټولو دينو باندې  او كافي دى الله ښه شاهد ( حق ثابت كوونكى ).
 
الحمدلله! د الله  تعالی  دا وعده پوره سوه او اسلام پر ټولو باطلو اديانو او مفکورو لکه يهوديت، نصرانيت، مجوسيت، بت پرستۍ او دهريت باندي غالبه سو او په هيڅ مذهب کي دا توان نه وو او نه هم اوس سته چي په دلايلو او براهينو د اسلام مقابله وکړي.
 
اوس هم الحمدلله د اسلام وړانګي د نړۍ ګوټ ګوټ ته رسېدلي او بې شمیره کسان اسلام په خوښۍ سره قبلوي. ليري خبره نه ده چي ژر به اسلام يو ځل بيا د خپل مخکني شان او شوکت سره راپورته سي او د نړۍ رهبري به پيل کړي ان شاءالله.
 
۷: د راشده خلافت وړاندوينه
(وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا ...) ( سورة النور: ۵۵)
 وعده كړې ده الله له هغو كسانوسره چې ايمان يې راوړى دى له تاسې او كړي يې دي ښه ( عملونه) چې قسم دى خامخا به خليفګان كړي ( الله ) دوى په ځمكه كې لكه چې خليفګان كړي ووهغه كسان چې پخواوو له دوى نه او خامخا ثابت ، قوي به وګرځوي هرومرو د دوى لپاره ، دين د دوى هغه ( دين د اسلام ) چې غوره كړى دى ( الله) دوى ته او خامخابدل به وركړي هرومرو دوى ته ورسته له ويرې د دوى له دښمنانو نه امن ( او اطمينان )، عبادت به كوي دوى زما، شريك به نه پيداكوي له ماسره هيڅ شى.
 
په دې ايت کي الله عزوجل د نبي کريم ﷺ او صالحو مؤمنانو يعني صحابه کرامو سره درې وعدې وفرمايلي:
 
• تاسو ته به خلافت او عظيم سلطنت عطاء کړم لکه په بني اسرائلو کي چي مي حضرت داود او حضرت سليمان علیهما السلام ته عطاء کړی وو.
 
• په دې خلافت کي به د اسلام دين ته داسي تمکين او استحکام حاصل سي چي د نړۍ پر ټولو مذاهبو به غالب سي.
 
• ستاسو د زړونو څخه به د کفارو بېره بالکل ايسته سي او بېله خوف او خطرې به په پوره اطمنان او ډير امن سره د الله پاک عبادت کوی.
 
په معارف القران تفسير کي د قرطبي په حواله ليکي چي رسول الله ﷺ د وحيو تر نزول او د نبوت تر اعلان وروسته لس کاله په مکي دور کي داسي تېر کړل چي هر وخت به د کفارو او مشرکينو څخه په خطره کي اوسېدی، کله چي د مدينې د هجرت حکم وسو نو دلته هم د مشرکانو د حملو څخه هر وخت په خطره کي وه، يوه شخص د نبي کريم ﷺ څخه پوښتنه وکړه چي يا رسول الله! ايا يو وخت به پر موږ داسي هم راسي چي موږ سلاح ايسته کړې وي او په امن او اطمنان سره واوسو؟! رسول الله اکرم ﷺ وفرمايل چي داسي وخت ډير ژر راتلونکی دی. پر دې باندي دغه ايت نازل سو.
 
الله  تعالی  دا وعده داسي پوره کړل چي خپله د نبي کريم ﷺ په مبارکه زمانه کي مکه، خيبر، بحرين، ټوله جزيرة العرب او ټول يمن د نبي کريم ﷺ په ذريعه فتح سوه او د هجر د مجوسيانو او د شام د بعضو اطرافو څخه يې جزيه ترلاسه کړل او د روم پاچا هرقل او د مصر او اسکندريې پاچا مقوقس او د عمان شاهانو او د حبشې نجاشي پاچا او نورو نبي اکرم ﷺ ته تحفې ولېږلې او دده مبارک تعظيم او تکريم يې وکړی.(۲)
 
د رسول الله ﷺ تر وفات وروسته د خلفاء راشدينو په زمانو کي د اسلام فتوحات ډير زيات پراخ سول، د کسری او قيصر خزانې د  هغوی په قبضه کي راغلې او د نړۍ دغه دوې ستري امپراطورۍ يې فتح کړې... توحيد او حق دين يې بلنده کړی او د کفر، شرک، ظلم او فساد ټغر يې ټول کړی او نړۍ يې د عدل او انصاف څخه ډکه کړل. رضي الله عنهم ورضوا عنه
 
ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل
 
-------------------------------------------------
۱: الکلام المبين في آيات رحمة للعالمين: ۷۹
۲: معارف القران: ج۶، ص۴۳۹
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته