هغه عملونه چي د الله پاک ډېر خوښيږي
لیکنه :-مولوي نورالحق مظهري/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
عَنْ أَبِي شَرِيكٍ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : مِنْ أَحَبِّ الأَعْمَالِ إِلَى اللهِ إِدْخَالُ السُّرُورِ عَلَى الْمُسْلِمِ ، أَوْ أَنْ تُفَرِّجَ عَنْهُ غَمًّا ، أَوْ تَقْضِيَ عَنْهُ دَيْنًا ، أَوْ تُطْعِمَهُ مِنْ جُوعٍ .[الزهد لإبن مبارک684]
ژباړه :- د ابو شريک څخه روايت دی چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: الله پاک ته تر ټولو خوښ عمل دا دی چي پر مسلمان باندي سړی خوشالي راولي، د مسلمان څخه غم ليري کړې، پور يې ورڅخه آداء کړې او د لوږي څخه يې موړ کړې.
يعني :- مسلمان خوشاله کول، د مسلمان څخه غم ليري کول، د مسلمان څخه پور آداء کول او مسلمان د لوږي څخه ساتل ټوله هغه عملونه دي چي د الله پاک ډېر خوښيږي.
ماخذ : اسلامي مقالي
www.taleemulislam.net