لیکنه: حامد افغان / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
یوه ورځ کار ته نه راغلی، په سبا ئې د کار څښتن ته عذر وکړ، هغه ته خو د ده اخلاص معلوم و؛ فکر ئې وکړ، شاید د معاش کمښت به وي، ورته وئې ویل: سل افغانۍ مي در زیاتي کړې، ده هيڅ ږغ ونه کړ، په کار بوخت سو. څو ورځي وروسته بیا له کاره پاته سو، بله ورځ چي کار ته راغی، د کار څښتن غوسه ورته وکړه، وئې ويل: معاش مې هم در زیات کړ، ته بیا هم کار ته ښه نه راځې، هغه سل افغاني مې بیرته کمي کړې، ده بیا هم څه ونه ویل په کار بوخت سو.
د کار څښتن ئې دې چلند ته هک پک پاته سو. له ځانه سره ئې وویل: چي معاش مي ور زیات کړ هیڅ ئې ونه ویل! اوس چي مي په غوسه د معاش کمولو ورته وویل، بیا ئې هم څه ونه ویل! خوا ته ئې ورغی او دا خبره ئې هغه ته وکړه، چې په دواړو حالاتو کې دي هیڅ هم ونه ویل؟! هغه ورته وویل: لومړی ځل ځکه کار ته نه را غلم، چي مېرمن مي ناروغه وه او زوی مي پیدا سو، چي راغلم تا معاش رازیات کړ ، ما وویل، چې د زوی روزي مي الله رازیاته کړه، دویم ځل له کاره ځکه پاته سوم، چي مور مي وفات سوې وه، چي راغلم او تا معاش بیرته کم کړ، ما وویل، چي د مور روزي مي بنده سوه!!
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۷ ګڼه