تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۴)
  تعلیم الاسلام
  November 6, 2016
  0

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د نر او د ښځې د دماغ اندازه:
 
اوسني ساينس دا ثابته کړېده چي نارينه نسبت و ښځو ته په دماغي لحاظ سره تېز دی، په ۱۸۷۰ ميلادي کال کي په پاريس کي پروفيسر پال بروساني د انسانانو د سر په ډېرو کوپړو باندي ازموينې وکړې، چي د نارينه و او د ښځو ماغزه ئې پرتله کړل په پايله کي ېې وويل چي په اوسط ډول سره د نارينه و ماغزه نسبت و ښځو ته ۱۴٪ زيات دي، له همدې کبله اوسني ساينس پوهان په دې آند دي چي د نارينه و عقل، ذهانت او پوهه نسبت و ښځو ته اضافه او زياته ده، د نارينه د دماغ او ماغزو اضافه والي پر همدې باندي دلالت کوي.
 
د سرپوهنې (Carniclogy) ماهرين په دې آند دي چي د ذهانت اصلي ځاي د تندي و لور ته پروت دئ، دا د ذهانت ځای په (Lobe) کي دئ، همدا ماهرين په دې آند دي چي کله موږ د سر جراحي کوو او يا مو کړېده نو د نارينه و دا د ذهانت ځای نسبت و ښځو ته غټ او اضافه دی، دوی دا هم زياتوي چي نر په عمومي ډول سره تر ښځې په ذهانت او جنسي توان کي زيات دئ. 
 
د لندن يو څېړنېز مرکز ددې په هکله وايي:
 
نوي ساينسي څېړنو دا ثابته کړېده چي د ښځې او د نر د دماغ تر منځ ژور توپير شته، هغه توپير دا دئ چي د نر د دماغ د اړيکو او احکامو لړۍ د سر د مخ له لوري څخه و شاته ځي او د دماغ د شبکو تارونه او مزي ئې همداسي غزېدلي دي خو بل لور ته د ښځې د دماغ مزي د سر د یوه بغل څخه و بل بغل ته صورت نيسي چي د دماغ همدا جوړښت په نر او ښځه کي د بلوغ څخه ورسته ښه معلوم ښکاري، همدا علت دئ چي د ښځې او د نر د بدن په مختلفو هارمونونو (Hormones)  کي توپير او بدلون صورت نيسي. له دې څخه علاوه همدا د دماغ توپير پر زکاوت، حافظې او ذهنيت باندي ژورې اغيزي لري.
 
هارومون (Hormone)څه شي ته وايي؟
 
يو ډول کيمياوي ماده ده چي په بدن کي جوړيږي او د بدن په غړو او د حجرو په خاصو ډلو ځانګړې کنترولي اغيزې لري. 
 
پروفيسر ورما چي پر۹۴۹ کسانو باندي ئې څېړنه وکړل او په دې کي ۵۱۲ ښځې او ۴۲۸ نارينه وه او عمرونه ئې د ۸- ۲۲ کلونو پوري وه د څېړنو په پاي کي ئې داسي زياته کړه:
 
په ښځو کي د دماغ احکام د سر د راسته بغل څخه و راسته بغل ته  صورت نيسي او حال دا چي په نارينه و کي بيا داسي نه ده بلکې د سر د  مخ له لوري څخه و شاته احکام صورت نيسي، چي له همدې کبله موږ ويلای سو چي نارينه په فضايي وظيفو کي لکه موټر چلول، نقشه استعمالول، طياره چلول او نورو دندو کي له ښځو څخه مخکي او مهارت لري، و بل لور ته بيا ښځه په داسي کارونو کي چي يادیږي تر نر ښه ده، لکه د تورو يادول، او داسي نور... 
 
ان شاءالله نور بیا...
 
مخکنۍ برخي:
د نر او ښځي توپیر اسلام او ساینس کي
 
 
------------------------------------------------------
پایلیکونه: 
 
(رساله اردو ډايجسټ دسمبر۱۹۶۳ميلادي)
Dorland*s Illustrated Medical Dictionary- 32th Edition Printed in USA- 2012, pp. 870
 
Ragini Verma, professor of radiology at the University of Pennsylvania in Philadelphia.
 
University College London
 
National Academy of Sciences,
 
Rubin Gur of Pennsylvania University
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته