تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر: د کوره د ښځي وتل (۲۸)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 25, 2018
  0

د نر او د ښځې توپیر په اسلام او ساینس کي (۲۸)


لیکنه او څېړنه: استاد عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

۸:سوال:  ولي ښځه بايد په کور کي کښيني؟

 

په قرآن کريم کي راځي:
(
وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَىٰ ۖ وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّـهَ وَرَسُولَهُ ۚ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّـهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا) (سورت الاحزاب: ۳۳)
ژباړه: او پخپلو کورونو کي پاته شئ او د جاهليت د وخت غوندي خپل سينګار مه ښکاره کوئ او لمونځ وکړئ او زکات ورکړئ او د الله او د هغه د رسول پيروي وکړئ بې شکه الله غواړي له تاسي اهل بيتو څخه ناپاکي ليري کړي او تاسي په سپېڅلتيا سره ښه پاکې کړي.

 

ښځه دي بې له شرعي ضرورته د کوره څخه نه وځي لکه په جهالت کي چي وه، په جهالت کي ښځه بې پردې د نر په شان ګرځېدله، او که چيري ضرورت وي نو بيا دي په حجاب کي وځي او خپل زينت دي و نورو ته نه ښکاره کوي ، په دې ايات کي و دې ته اشاره ده چي مطلق وتل د ښځې ممنوع نه دي بلکې خپل زينت دي نه ښکاره کوي، او په حديث شريف کي د ضرورت ځايونه ورڅخه مستثني سوي دي لکه په مسلم شريف کي چي راځي:

 

(إِنَّهُ قَدْ أُذِنَ لَكُنَّ أَنْ تَخْرُجْنَ لِحَاجَتِكُنَّ)
ژباړه: تاسو ته ددې اجازه سته چي د خپل ضرورت د پاره د کوره ووځئ.

 

پاکي بيبياني به د حج او عمرې لپاره تللې، د مور، پلار او خپلوانو د ملاقات لپاره به تللې، و غزاګانوته به د نبي کريم صلی الله علیه وسلم سره تللې، د ناروغه د پوښتنې لپاره به هم تللې، د نبي کريم صلی الله علیه وسلم په وخت کي به ښځې و جماتونو ته د لمانځه لپاره هم تللې. (۱)

 

ښځه په دې په کور کي ده چي د کور ټوله واک ددې په لاس کي دئ د کور کارونه، د اولاد روزنه، او د خاوند نيکبختي دا ټول د ښځې په واک کي ده، دا کولای سي چي په حجاب کي د دين او د کور د کارونو لپاره ووځي، ښځه همدارنګه د خپلو دوستانو او والدينو د زيارت لپاره ووځي، ښځه کولای سي چي په ادب سره له کوره ووځي دا د اسلام د دښمنانو يو شعار دئ چي وايي ښځه اسلام په محبس کي کښېنولې ده او اجازه نه ورکوي چي له کوره راووځي بلکې د شرعي کارونو لپاره کولای سي ووځي خو داسي به نه وځي لکه په جهالت او په اوسني وخت کي په کفري نړۍ کي چي وځي چي د نر او د ښځې توپير نسته کله چي د نر او د ښځې وظيفه سره ګډه سول نو د بشريت د ښې ګڼي تناوونه له منځه ولاړل. (۲)

 

د مور غيږ د ماشوم لومړی مکتب او مدرسه ده

 

ښځه ځکه په کورکي ښه ده چي د ماشوم روزنه ددې دنده ده.

 

په انساني ژوند کي د ښځې يوه دنده دا ده چي د خپلو ماشومانو روزنه په ښه ډول سره وکړي، د ماشوم په روزنه کي هغه صلاحيت چي په مور کي شتون لري پلار ئې نسي کولای،  د ماشوم سره بايد په مينه او لورينه سره خبري وسي، ماشوم بايد و نه وهل سي. د ماشوم د احساساتو او غوښتنو د پوره کولو احترام بايد وسي، و ماشوم ته بايد خپله مور شيدې ورکړي که څه هم هيڅ شيدې ونلري بيا هم د مور تی رودل د ډېرو ناروغيو مخنيوی کوي، چي خپله شيدې ورکول د مور د ښه صحت ضمانت کوي، يعني په شيدو ورکولو کي د مور ډېري ناروغۍ له منځه ځي، د وخت په تېرېدو سره بايد مور و ماشوم ته ډول ډول خواړه چي ورسره مناسب وي اماده کړي ، و ماشومانو ته بايد مور بيره القاح نکړي، دا ماشوم چي کله غټ هم سي هغه به بيريږي، دا ټول هغه څه دي چي مور ئې کولای سي او پلار ئې نسي کولای. (۳)

 

نور بیا...

------------------------------------

۱: (تفسيرمعارف القرآن  ټوک:۸ پاڼه: ۸، ۹/ ليکوال: علامه مفتي محمد شفيع رحمة الله عليه)
۲: (المرأة في ظلال الاسلام : پاڼه: ۱۰۰- ۱۰۳/ ليکنه: السيدة مريم نورالدين فضل الله/ خپرونکي: دارالزهراء للطباعة والنشروالتوزيع لبنان- بيروت)
۳: (Psychology Vol2. pp: 231/ woman & man/the child needs mother)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته