ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
قران کريم کې الله تعالی فرمايي:
( أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ.۴) (۱)
آيا نه ده فراخه كړې مونږ تا لره سينه ستا ( په نبوت او حكمت سره بلكې مونږ ستا سينه فراخه كړې ده! ) .
ددې ايت شريف په تفسير کې مفسرين فرمايي چي الله عزوجل د رسول الله ﷺ مبارکه سينه د معراج په شپه هم په ظاهري لحاظ چاک کړې او صفا کړې ده او هم يې په معنوي لحاظ صفاء کړې او د علم، حلم، نور، پراخۍ ، رحم او حکمت څخه يې ډکه کړې ده.(۲)
د رسول الله ﷺ سينه مبارکه درې واره په معجزانه شکل څيري سوې ده، چي واقعات او شواهد يې په لاندي ډول دي:
لومړي ځل: حضرت انس رضي الله عنه فرمايي چي د رسول الله ﷺ په ماشومتوب کي جبرائيل علیه السلام ورته حاضر سو او ده مبارک د ماشومانو سره لوبي کولې، جبرائيل عليه السلام هغه ونيوی او بې هوشه يې کړی، سينه يې ورڅيري کړه او زړه يې ور څخه راويستی او د هغه څخه يې د وينو يوه ټوټه راويستل او ورته وفرمايل چي دا د شيطان برخه ده (چي په هر انسان کې موجوده وي)، بيا يې زړه د سرو زرو په طشت کې د زَمزَم په اوبو پريولى او بيا يې بيرته د دهﷺ زړه په هغه خپل ځاى کې کښېښاوه اوسينه مبارکه يې ور وګنډل او کوچنيان د دهﷺ و مور يعني دايي (حليمې) ته په ځغستا ورغله چي محمّدﷺ ووژل سو، دوى ژر هلته ورغله او وې ليده چي د بيري څخه د ده مبارک د رنګ بڼه اوښتې ده، انس رضي الله عنه فرمايي چي ما دده مبارک د سينې د هغه ګنډلو نښه ليدلې ده.(۳)
علامه ابن حجر عسقلاني رحمه الله ليکې چي ددې واقعې حکمت دا دی څو د نبي کريم ﷺ عصمت په ماشومتوب کې لا هم وساتل سي او د شيطان د ضرر څخه په پوره ډول محفوظ را لوی سي. (۴)
دوهم ځل: د بعثت په وخت کې هم د سينې مبارکې څيري کېدل واقع سوي دي چي ددې حکمت دا بيان سوی دی چي په دې سره د نبي کريم ﷺ يو لوي اکرام ثابتيږي او ددې د پاره چي په پوره قوي زړه او د پاکۍ په اکملو احوالو سره وحي واخلي.(۵)
دريم ځل: چي کله رسول الله ﷺ د معراج په اسماني سفر روانيدی نو حضرت جبرائيل عليه السلام د هغه مبارک زړه راويستی او د سرو زرو په لوښي کې يې پرېولی، د ايمان او حکمت څخه يې ډک کړی او بيرته يې پر خپل ځای په عزت سره کښېښوی، څو الهي مناجات، راز ونياز او مخامخ وحيو ته اماده سي. (۶)
د رسول الله ﷺ سينه مبارکه الله تعالی د علومو، معارفو او ښايستو اخلاقو د پاره دومره پراخه کړې وه چي دده مبارک علم او حکمت لويو لويو عقلاوو هم ترلاسه نه کړی.(۷)
ددې معجزانه پيښي څخه دا خبره هم ښکاره کيږي چي د تيرو ۱۴۰۰ کلونو راهيسي مسلمانان د زړه د عمليات او فضاء ته د تګ په اړه خبر لري- د اوسنيو کفارو اسلافو او پلرونو په دې واقعاتو پسخند واهه خو مسلمانانو ته د حق دين په برکت دا ستري پيښي نابلده نه وې بل کې ډير مخ کې په دې قايل وه.
---------------------------
اخذلیکونه:
۱: سورة الشرح:
۲: تفسير ابن کثير: أبو الفداء إسماعيل بن عمر بن كثير القرشي الدمشقي، تحقيق: سامي بن محمد السلامة، ناشر: دارطيبة. جرء ۸، ص ۴۲۹،
۳: صحيح مسلم: ج۱، ص۱۰۱
۴: فتح الباري شرح صحيح بخاري: ج۷، ص۲۰۵
۵: مخکني مصدر: ج۷، ص۲۰۵
۶: صحيح بخاري: ج۵، ص۶۶
۷: معارف القران: علامه مفتي محمد شفيع عثماني. ناشر: معارف القران کراچي. ج۸، ص ۷۷۰