ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د يزيد له زوى سائب رضي الله عنه څخه روايت دی:
- (ذَهَبَتْ بِي خَالَتِي إِلَى النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فَقَالَتْ يَا رَسُولَ اللهِ إِنَّ ابْنَ أُخْتِي وَجِعٌ فَمَسَحَ رَأْسِي وَدَعَا لِي بِالْبَرَكَةِ ثُمَّ تَوَضَّأَ فَشَرِبْتُ مِنْ وَضُوئِهِ ، ثمَّ قُمْتُ خَلْفَ ظَهْرِهِ فَنَظَرْتُ إِلَى خَاتَمِ النُّبُوَّةِ بَيْنَ كَتِفَيْهِ مِثْلِ زِرِّ الْحَجَلَةِ.) (صحيح بخاري: ج۱، ص۵۹)
چې زما خاله زه رسول الله ﷺ ته وروستلم ويې ويل: د الله تعالی رسوله! زما خوريى ناروغه دى نو هغه زما پر سر لاس تېر كړ د بركت دعا يې راته وكړه بيا يې اودس وكړی ما يې د اودس اوبه وڅښلې بيا يې تر شا و درېدم د نبوت هغه مهر مي و ليدى چې د ولو تر منځ موجود وو، د زرکې د هګۍ په څېر و.
- د نبوت مهر د انبياوو عليهم السلام د صفاتو څخه دی او د اهل کتابو لپاره هم يو دليل دی ځکه نو د روم مشهور پاچا هرقل د نبي کريم ﷺ ددغه مهر په اړه معلومات غوښتی وو چي هغه ته په دې اړه خبر ورکول سو.
- همدا ډول بحيرا راهب هم د نبي کريم ﷺ د شام د سفر پر وخت د هغه تصديق کړی وو او ويلي يې وه چي نبي د مهر په وجه پېژنم، چي ان شاءالله وروسته به يې تفصيل راسي.
- حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه ته د اسلام د مخه يوه عيسوي راهب د مرګ په وخت کې توصيه کړې وه چي اوس د يوه نبي د راتلو وخت دی چي پر ابراهيمي دين باندي به مبعوث سي، د عربو په مځکي کې پيدا کيږي، يوې بلي مځکې ته به مهاجر سي او ښکاره علامې به لري، هديه به خوري خو صدقه به نه خوري، د اوږو ترمنځ به يې د نبوت مهر وي که دي توان وي چي دغو ښارو ته ولاړ سې نو ورسه...
حضرت سلمان رضي الله عنه چي د ډيره وخته د حق په لټه وو کله چي راغلی نو نبي کريم ﷺ ته يې صدقه وړاندي کړه، نبي کريم ﷺ صحابه وو ته ورکړه، سلمان رضي الله عنه فرمايي چي ما د ځان سره وويل چي دا خو اوله نښه سوه چي صدقه نه خوري، بيا يې هديه ورته وړاندي کړه رسول الله ﷺ هغه وخوړل او صحابه وو ته يې هم ورکړل، سلمان رضي الله عنه وايي چي ما وويل دا يې دوهمه نښه.
بيا يې په يوه جنازه کې د رسول الله ﷺ د نبوت مهر هم وليدی بالاخره هغه ټولي وړاندويني يې پوره وليدې او ايمان يې قبول کړي.( مسند احمد بن حنبل: ج۵، ۴۴۱)
د رسول الله ﷺ په مبارک بدن کې داسي ډير صفات وه چي د نبوت او رسالت د خاوند پرته د بل چا په شان کې ناشوني دي، په دې اړه علماوو د نبوت د دلايلو په کتابونو کې ډير زيات روايات نقل کړي دي.
د مهر نبوت یو حکمت همدا دی چي دا د مخکنیو امتونو لپاره دا د راتلونکي اخر زمان نبي نښه وه.