تازه سرليکونه
د (د نر او ښځي توپير) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نر او ښځي توپیر په اسلام او ساینس کي (۶)
  تعلیم الاسلام
  November 24, 2016
  0
لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
د نر او د ښځې تر منځ نور توپيرونه:
 
۱: ارثي (Genetics):
په ارثي علم کي نر او ښځه توپير لري د نر هره ژونکه (حجره) په دماغ کي د واي کروموسوم (Y- Chromosome) لري، چي دا پخپله ډير ژور فزيکي ځانګړتياوې لري چي دائې په ډي اين اې DNA کي توپير دئ.
 
۲: د درد اغيزه (Pain Sensation):
په عموي ډول سره د نر دماغ د درد د زغملو توان نسبت و ښځې ته زيات لري، چي دا يو ثابت حقيقت دئ.
 
۳: ځانګړيتوب (Specialization):
څېړنو دا ثابته کړېده چي د نر دماغ تل يرغل کونکی دئ، حاکم دئ، قبضه کونکي دئ او وژونکی دئ، و بل لور ته بيا ښځه سوله غوښتونکې او ستونزې تېرونکې ده.
 
۴:فعاليت (Activity):
نر په عمومي ډول سره تر ښځې ښه فعال دئ ، چي همدا خبره ډيان هالپم وکړه. 
د نر يوه ښېګڼه داده چي په پرېکړه کي تر ښځې جدي او هوډ من دئ، چي همدا د بيولوژيکي څېړنو په پايلو کي و موږ ته ثابته سوه، د نر فيصله او پرېکړه رغنده او قاطع ده.
 
۵: د نر فکري توان:
د نر فکري توان له ښځې څخه زيات دئ، شعوري توان ئې هم له ښځې څخه اضافه دئ، له همدې کبله که موږ۱۰۰ ساينس پوهان لرو په دې کي به ۹۸ نارينه وي او۲ به ښځينه وي. 
 
۶:د ښځې حافظه:
داچي د ښځې حافظه ښه ده له همدې کبله د کور په سمبالښت ، د شيانو په ترتيب او نظم کي ښځه له نر څخه غوره ده، هر شی چي يو ځای کښېږدي هغه ئې په ياد وي د هغه نظم ورته اسانه وي.
 
۷:د ښځې ارثي هارمونونه:
د ښځې هغه ارثي هارمونونه چي لري ئې يوه ځانګړتيا ئې داده چي رنګونه له نر څخه ښه پېژني، توپير ئې کولای سي، د يوه رنګ له بل څخه ښه بېلولای سي چي دا هم د ښځې د دماغ په جوړښت پوري اړه لري. که يوه ښځه او يو نر پرتله کړو او دواړه د۵۰ کلونو وي نو په دغه عمر کي هغه رنګونه چي د ښځې دماغ ئې ادراک کولای سي هغه نر نسي کولای. 
 
۷:د ښځې خوب:
په عمومي ډول سره د ښځې خوب له نر څخه زيات دئ چي همدا څيړنې د ډيوک پوهنتون تر سره کړيدي- په ځانګړي ډول سره کله چي و بلوغ ته ورسيږي او بيا تر۴۰ کلونو واوړي. 
 
۸:د نر وړتيا:
 
څېړنو دا هم ثابته کړېده چي نر تر ښځې په دې کي هم مهارت او وړتيا لري چي په يوه ان کي څو کاره کولای سي، لکه يو څوک هم تليفون کوي، هم په کمپيوټر کار کوي او هم بل کار کوي چي په عمومي ډول د ښځو د دماغ جوړښت داسي دئ چي څو کاره په يوه وخت کي نسي کولای. 
 
۹: نر تر ښځې په وفادارۍ کي غوره دئ:
ساينسي څېړنو دا ثابته کړېده چي نارينه په دماغي لحاظ سره په وفا او قصد کي له ښځو څخه غوره دي، ښځه پوخ هوډ نلري کله چي وعده وکړي دماغي جوړښت ئې داسي دئ چي وفا يې يا کمزورې وي او يا صفر وي. 
 
۱۰:نر تر ښځې ذهين دئ:
داچي د نر دماغ د ښځې تر دماغ غټ دئ، او همدارنګه د نر په دماغ کي خاکي مواد(Grey Matter)  شتون لري او بل لور ته د ښځې دماغ سپينه ماده (White Matter) لري نو ځکه نر تر ښځې ذهين او زکاوت ئې ډېر دئ. 
 
۱۱: ښځه تر نر معمره وي:
يعني عمر ئې اوږد وي، د هرې ښځې په اوسط ډول سره تر نر پنځه کال او درې مياشتي (5.3) عمر اوږد دئ، خو بل لور ته د نر جنسي توان تر ښځې زيات دئ، او تر ډېره ورسره مل وي. 
 
۱۲: د ښځې حافظه:
د ښځې حافظه (Explicit Memory) د نر څخه اضافه ده، دا هغه حافظه ده چي کله يو انسان د يو شي مخ ته دريږي له دې څخه کار اخیستل کيږي، لکه مختلف ډول احساسات او داسي نور... له همدې کبله ښځه له نر څخه ډېره حساسه ده چي دا حافظه ئې له نرڅخه قوي ده. له همدې کبله ښځه په غم، بيره، خفګان، ژړا او خندا کي له نر څخه مخته ده، د همدې حافظې يوه بله ځانګړتيا دا ده چي عکس العمل ژر صورت نيسي، ددې حافظې بله ځانګړتيا داده چي د تورو او حروفو ياداښت ښه کولای سي، لکه د نومانو يادول او داسي نور... په کورني ژوند کي ښځه نسبت و نر ته د ډېرو شيانو نومونه يادوي چي دا د همدې حافظې له کبله صورت نيسي.
 
۱۳:ښځه لږ جنسي توان لري:
له همدې حافظې په قوت سره ښځه په فطري ډول سره د لږ جنسي توان درلودونکې ده، و بل لور ته د نر جنسي توان له ښځې څخه زيات دئ، تر ډېره وخته ورسره وي دا جنسي توان، او خواهش ئې کيږي چي له مخالف جنس (ښځې) سره له يوې څخه له زياتو سره نکاح وکړي.
 
۱۴: د ښځې لنډ مهاله حافظه د نر څخه قوي ده:
د ښځې لنډ مهاله حافظه (Short-Term Memory) يعني د کار کولو حافظه د نر څخه طاقتوره ده، که موږ و نر او ښځې ته يو څه وايو ددې مطلب دا دئ چي که چيري موږ هم نر ته او ښځې ته يو څه وايو نو ښځه ډېر شان تر نر په حافظه کي ساتلای سي.
 
۱۵: د ښځې حافظه نست و نر ته ژر ختميږي:
د ښځې حافظه نسبت د نر و حافظې ته ژر رخصتيږي او ختميږي، اوسنيو ساينسي څېړنو دا ثابته کړېده چي ښځه نسبت و نر ته ډير ژر په (Alzheimer*s Diseases ) اخته کيږي، دا ناروغي په عمر پوري کار نلري، دا د عمر په هر وخت کي صورت نيسي.
 
کله چي د ښځې په دماغ کي واستروژنو ته انرژي و نه رسيږي له همدې کبله د دماغ په حجرو کي فعاليت کم سي، کله له کاره و غورځي له همدې کبله حافظه کار پرېږدي، نارينه هم ددې ناروغۍ ښکار کيږي خو په زياته اندازه سره ښځې له دې سره تړاو لري.
 
ان شاءالله نور بیا....
 
-------------------------
 
ددې لړۍ مخکنۍ لیکني دلته کلیک کړئ: د نر او ښځي توپیر په اسلام سانیس کي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته