لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي
آيا تاسو پوهېږئ، چي د اسلام د مقدس دين د بقا او خپراوي له پاره دعوت څومره زيات د اهميت وړ کار دئ ؟ آيا تاسو پوهېږئ، چي د دعوت په مقابل کي شيطان دکوم ډول دسيسو او چلونو څخه کار اخلي ؟
دا هغه موضوع ده، چي په دې ځاى کي به په لنډ ډول بحث پر کوو ترڅو د دعوت اهميت او د دعوت څانګي وپېژنو او هم د دعوت په وړاندي د شيطان او د هغه د لښکرو د چلونو او دسيسو څخه خبر واوسو .
د دعوت د اهميت له پاره فقط دومره وايو، چي هر هغه کار چي شيطان د هغه سره زيات حساسيت او نفرت لري همغه کار د اسلام د بقا او هم د شيطان د شرارتونو څخه د انسانانو د ژغورني اغېزمن کار ګڼل کيږي، ځکه هر شى د هغه په ضد پېژندل کيږي نو ځکه کوم کار چي شيطان زيات نفرت ځني کوي هغه د اسلام د خپراوي او د انسانانو د لارښوني له پاره زښت زيات اهميت لري د بېلګي په ډول به يې نمونه درته وښوو : پاک رسول صلی الله علیه وسلم فرمايلي : څه مهال چي مؤذن آذان ناري کړي نو شيطان په تېښته سي تر داسي حده فرار کوي تر څو د مؤذن آواز يې تر غوږ نسي او د تلو تلو په حالت کي يې د کښې لخوا آواز لرونکي بادونه هم وځي، د اذان څخه وروسته مخ راکوي خو څه مهال چي د اقامت آواز پورته سي نو بيا شيطان په تېښته سي ( و له ضراط ) يعني په بادو سي تر څو اقامت وا نه وري، د اقامت څخه وروسته بيا مخ راکوي او لمونځ کونکي ته په لمانځه کي وسوسې اچوي، هغه څه ور يادوي کوم چي د لمانځه دباندي يې ياد نه وه تر داسي اندازې چي د شيطان د وسوسو لکبله لمونځ کونکي ته نه معلوميږي، چي ده څو رکعتونه لمونځ ادا کړ .
وړونو ! ښه غور وکړئ د اذان او اقامت پر مهال د شيطان څخه ږغ لرونکي بادونه وځي او په تېښته کيږي خو د لمانځه پر مهال بيرته راځي او لمونځ کونکي ته وسوسې وراچوي .
آيا تاسو پوهيږئ، چي شيطان ولي د اذان او اقامت سره دونه زياته کرکه او نفرت کوي ؟ آن تر دې چي د اورېدلو توان يې لا هم نه لري او د مؤذن د آواز د اخلالولو له پاره د کښې لخوا ږغ لرونکي بادونو باسي، دا ځکه چي آذان او اقامت دعوت دئ، د دعوت د کار څخه شيطان او د هغه لښکري زياته کرکه او نفرت کوي او د کښې په بادونو د داعي آواز مخدوش او اخلالوي ، تاسو د آذان وروسته دعا ته ځېر سئ هلته پاک رسول صلی الله علیه وسلم اذان په الدعوة التامة يعني په بشپړ دعوت ياد کړى دئ لکه څنګه چي فرمايي : اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ وَالصَّلَاةِ الْقَائِمَةِ آتِ مُحَمَّدًا الْوَسِيلَةَ وَالْفَضِيلَةَ وَابْعَثْهُ مَقَامًا مَحْمُودًا الَّذِي وَعَدْتَهُ )
ژباړه : يا الله ! اې د دې کامل دعوت او تل پاتي لمانځه څښتنه ! محمد صلی الله علیه وسلم ته د وسيلې مقام او فضيلت ورکړه او د مقام محمود ستايل سوئ ځاى کوم چي وعده دي ورسره کړې ده ورکړه .
که د آذان کلماتو ته ځير سو نو راته ښکاره به سي چي واقعا آذان کامل دعوت دئ، ځکه د آذان په پيل کي الله اکبر ويل کېږي يعني الله جل جلاله تر هر شي لوى ذات دئ ترڅو ټول انسانان او پېرانان الله جل جلاله ته د بندګۍ سرونه ټيټ کړي، ورپسې (اشهد ان لا اله الا الله) يعني د الله جل جلاله د وحدانيت او يووالي اعلان کېږي ترڅو ټول انسانان او پېرانان يوازي او يوازي الله جل جلاله خپل معبود وګرځوي او بېله الله جل جلاله څخه د بل چا او د بل شي بنده ګي او عبادت و نه کړي، ورپسې ( اشهد ان محمدا رسول الله) د محمد صلی الله علیه وسلم رسالت اعلانېږي ترڅو ټول انسانان او پېرانان د الله جل جلاله عبادت د محمد صلی الله علیه وسلم پر طريقه وکړي او د هغه تګ لاره خپله کړي، ورپسې لمانځه ته بلنه ورکول کېږي او ورپسې خلکو ته ښوول کيږي، چي ستاسو د دنيا او آخرت کاميابي په لمانځه کي ده نو (حي علي الصلاة ) د جماعت لمانځه ته هڅه راوکړئ .
ښکاره خبره ده، چي د الله جل جلاله د کبريايي او وحدانيت آواز پورته کول د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم د رسالت اعلان او لمانځه او د کاميابۍ عمل ته بلنه او دعوت ورکول پر شيطان باندي ترغشو لا هم سخت واري دي، نو ځکه يې د اورېدلو توان لا هم نه لري بلکي تښتي او د داعي د آواز د ټيټولو له پاره يې نور څه خو په وسع کي نه دي بس په تلو تلو کي بادونونه باسي ترڅو په خپلو بادونو د خپلو غوږونو او د خپلو پيروانو د غوږونو شپېلۍ د حق له اورېدلو څخه کاڼه او دپ کړي .
لکه څه ډول چي شيطان د آذان څخه بد وړي او په بادونو يې اخلالوي دغه ډول د دين د هر ډول دعوت او بلني په وړاندي به کله هم شيطانان لاس تر زنه نه کښېني بلکي څومره چي وکولاى سي د اسلام د مقدس دين د خپراوي مخه به نيسي، د دعوت د مخنيوي له پاره تر هر څه وړاندي شيطانان خپل شيطاني غشي د داعي پر لور غورځوي او پر داعي باندي تهمت او تورونه لګوي ترڅو خلک يې پر خبرو باور و نه کړي، خلک د داعي د خبرو د اورېدلو څخه راګرځوي ترڅو د حق د اورېدلو څخه متاثره نسي که د تهمت او اخلالولو هڅي يې شنډي سي نو بيا واک لرونکي شيطانان د ګواښ او تهديد لاره هم خپلوي، همدا د شيطان او د هغه د لښکرو د دعوت سره د مقابلې مورثي تګ لاره ده.
تاسو وګورئ تر ټولو ستر داعيان او بلونکي انبياء او رسولان علیهم السلام دي. په قرآن پاک کي الله جل جلاله د شيطان او د هغه د لښکرو يعني کافرانو هغه چلونه او دسيسې يادي کړي دي کوم چي د انبياوو او رسولانو د دعوت د مخنيوي له پاره يې کار ترې اخيستئ. هر کافر قوم خپل نبي او رسول د تور او تهمت په غشو ويشتئ هغوئ ته به يې کله ليوني ، کله کاهن، کله شاعر او کله جادوګر وايه پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندي هم کافرانو دا ډول تورونه لګول لکه څنګه چي الله جل جلاله فرمايي :
وَيَقُولُونَ أَئِنَّا لَتَارِكُوا آَلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَجْنُونٍ (٣٦ الصافات )
ژباړه : او دوئ وايي ايا موږ به د شاعر او ليوني د وينا له کبله خپل خدايان پرېږدو ؟
يعني کله هم د محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم په وينا د خپلو بتانو عبادت نه پرېږدو، کافرانو پر محمد صلی الله علیه وسلم باندي د شاعر او ليوني او دې ته ورته تورونه او تهمتونه، ځکه لګول ترڅو خلک پر بې باوره کړي او و خبرو ته يې غوږ و نه نيسي همدا ډول د کافرانو د مشرانو بله دسيسه د محمدي دعوت په وړاندي دا وه، چي خپل اتباع او پيروان يې د قرآن د اورېدلو څخه منع کول لکه څنګه چي يې الله جل جلاله حکايت کوي : وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآَنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ (سورت فصلت ايت ٢٦)
ژباړه : او هغو کسانو چي کفر يې کاوه ويل : تاسو و دې قرآن ته غوږ مه نيسئ او د قرآن د تلاوت پر مهال لغو ويناوي کوئ ښايي تاسو به غالب سئ .
مسلمانانو وړونو ! د اسلام دښمنان او د هغوئ اجيران به هيڅکله هم د اسلامي دعوت په وړاندي چپه خوله پاتي نيسي او د دعوت د مخنيوي له پاره به هرومرو د هغو اوزارو څخه کار اخلي کوم چي د مخکنيو څخه په ميراث ور پاته سوي دي .
د پورتنيو کرښو څخه د دعوت په وړاندي د شيطان او د هغه د پيروانو ځيني هغه چلونه او دسيسې هم راته معلومي سوې، کوم چي په هغو سره د دعوت مخه نيسي خو پوښتنه دا ده چي موږ او تاسو به د شيطاني چلونو په وړاندي څه کوو ؟ ايا د هغو ادارو او اشخاصو ملاتړ او تائيد به کوو کوم چي د اسلام د مقدس دين د خپراوي له پاره يې د همت او مړاني ليڅي رانغښتي دي او د اسلام د مقدس دين د دعوت او خپراوي ستره دنده چي څوک يې په يوه شکل او څوک يې په بل شکل مخ په وړاندي بيايي ؟ او که به د دعوت په وړاندي د شيطاني چلونو په لومي کي ښکاريږو ؟
معاذ الله ! عقلمن مؤمن به هيڅکله هم د دعوت په وړاندي د شيطان او د هغه د لښکرو و غولونکو تبليغاتو ته غوږ نيسي او نه به د هغوئ پر شيطاني رنګول سوو پرپاګنډو باور اواعتماد وکړي بلکي تل به د هغو ادارو او اشخاصو ملاتړ او تائيد کوي ،کوم چي د الله جل جلاله سپېڅلى دين، د الله جل جلاله کلام او د الله د رسول ويناوي او ارشادات تر نورو رسوي آن تر دې چي عقلمن او بااحساسه مؤمن تل داعي اوسيږي او په هره سيمه او په هر مهال کي به د اسلامي دعوت مل وي او د دعوت د هري څانګي ملا تړ او تائيد به کوي .
درنو لوستونکو ! د دعوت د څانګو څخه يوه څانګه د تعليم الاسلام راډيو ده الحمد لله دا هغه اداره ده چي نن ورځ يې د دعوت آواز نه يوازي د کندهار په سيمه کي بلکي (www.taleemulislam-radio.com) ويب پاڼي څخه يې د نيټ د لاري د نړۍ تر ګوټ ګوټ آواز رسيږي او دا هغه منل سوې او د اعتماد وړ اداره ده، چي د نرو او ښځو ، ځوانانو او مشرانو ، علماوو او عوامو په زړونو کي يې د محبوبيت کچه دومره زياته او هم پر زياتېدو ده، چي موږ د هغوئ د دې الحب في الله څخه د منني تعبير کولاى نه سو خو د هغوئ په مننه کي دومره ويلاى سو، چي الله جل جلاله دي دوئ خوښ او محبوب وګرځوي، چي د هغه د دين له کبله دوئ د همدې ادارې سره محبت او مينه لري .
د تعليم الاسلام راډيو ، د تعليم الاسلام ويب پاڼه او د تعليم الاسلام مهالنۍ مجله د دعوت په ډګر کي ډېر ستر وسايل دي، د همدې وسايلو د لاري الحمد لله نن ورځ د کندهار په سيمه کي هر نارينه او ښځينه، لوئ او کوچنى په هر ځاى کي کولاى سي چي ديني زده کړه وکړي، د علماء کرامو وعظونه او ويناوي واوري او هم ور پېښ سوي مسايل وپوښتي، همدا رنګه د نړۍ په ګوټ ګوټ کي هغوئ کولاى سي، چي د نيټ د لاري د همدې ادارې د تعليمي پروګرامونو څخه برخمن سي .
د تعليم الاسلام راډيو د هر عالم او داعي پر مخ خلاصه او پرانيستې ده، هر عالم او داعي کولاى سي چي د همدې ادارې د اعلاميه وسايلو څخه په استفاده کولو په ږغيز او ليکنيز ډول ښکلي اسلامي مطالب او مضامين تر نورو مسلمانانو ورسوي او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د مسئوليت درانه بارونه د همدې لاري څخه هم څه اندازه سپک کړي او د دې تر څنګ د اسلامي دعوت په ښکلي او لوړ آواز نور هم د دعوت په وړاندي شيطاني چلونه شنډ او د اسلامي دعوت چاري نوري هم پياوړي او ګړندئ سي . و بالله التوفيق .
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۰ ګڼه