سیرت نبوي (۱۴۹برخه)
لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
پر ابولهب د جنګ د شکست تاثير
ابولهب چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم اکا ؤ او د بدر جنګ ته نه ؤ تللى دالته په مکه مکرمه کي پاته ؤ دغه د مشرکانو د ماتي خبر يې څنګه واورېدى او څه تاثير يې پر وکړی؟ دا قصه به وابو رافع رضی الله عنه (مولْى رسول الله صلی الله علیه وسلم ) ته پريږدو ځکه هغه په خپله د دغي قصې يو جُز دى، ابو رافع رضی الله عنه وايي: زه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اکا عباس رضی الله عنه مريئ وم او اسلام زموږ کورنۍ يعني: د عباس کورنۍ ته را داخل سوى ؤ، عباس مسلمان سو، ام الفضل چي د عباس ښځه وه هغه مسلمانه سوه او زه مسلمان سوم خو عباس خپل اسلام پټاوه، ابولهب چي جنګ ته نه ؤ تللى کوم وخت چي د مشرکانو د شکست او ماتي خبر ورته راغلى الله جل جلاله کښته او ذليله کړى او موږ مسلمانانو په خپلو ځانو کي قوت او عزت حِس کړى.
ابو رافع وايي: زه ضعيفه سړئ وم او غشي مي جوړول، نو د عباس په کور کي په هغه خپله کوټه يا خونه کي ناست يم خپل غشي جوړوم، ام الفضل چي د عباس ښځه ده هغه هم راته ناسته ده او په دغه خبر چي مسلمانان کاميابه سوه او کفارو شکست وخوړى ډېر خوشاله يو که ګورو ابولهب چي د شر علامې پر ښکاره دي راغلى او دلته په دغه کوټه کي داسي کښېنستى چي شا يې زما و طرف ته ده، دئ غواړي چي د اُم الفضل څخه معلومات وکړي او د جنګ په باره کي خبري ور سره وکړي، په دغه وخت کي د خلکو ږغ او نارې سوې چي هغه دى ابوسفيان بن الحارث بن عبدالمطلب د جنګه څخه راغلى، دغه ابوسفيان د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اکا زوى د ابولهب وراره او مشرک ؤ، ابولهب ورته و ويل: دلته راسه قسم دى چي ستا سره به د جنګ خبرونه در سره وي، ابوسفيان و ابولهب ته کښېنستى او خلک شا وخوا ورته ولاړ دي، ابولهب ورته وايي: اې وراره بيان را ته وکه خلکو ته څه پېښه سوه؟
ابوسفيان و ويل: موږ چي د قوم سره مخامخ سوو بل څه نه وه بس ځانونه مو ور تسليم کړه څنګه چي د دوى خوښه وه هغسي يې وژلو او هغسي يې بنديانولو، ابولهب ورته وايي: په جنګ کي چا ډېر تکليف درکړى؟ ابوسفيان و ويل: هغه چي موږ ته يې ډېر تکليف راکړی هغه يو نفر ؤ چي د نُعامې بڼکي یې پر ځيګر ايښي وې هغه سړي ډېر نفر را پکښي مړه او زخميان کړه، هغه داسي کارونه را وکړه چي چا په چا نه دي کړي، ابولهب وايي دغه نفر څوک ؤ؟ ابوسفيان و ويل: موږ چي بيا وروسته پوښتنه وکړه هغه حمزه بن عبدالمطلب ؤ، ابولهب و ويل: نو ماته او شکست مو ولي وخوړى تاسي خو ډېر واست او پوره اسلحه در سره وه؟ ابوسفيان و ويل: زه خلک نه ملامتوم ځکه هلته نور داسي خلک راغله چي سپين کالي يې اغوستي وه او پر ابلكو یا برګو آسانو سپاره وه په والله هيڅوک يې مخ ته نه سواى درېدلاى او چا يې طاقت نه درلودى،
ابورافع وايي: ما سر را پورته کړی او و مي ويل: والله هغه ملائکې وې، ابولهب مخ را واړاوه يوه ټينګه چپلاخه يې پر مخ را سره کړه او ويل: ته هم د هغو ملګرى يې؟ ابو رافع وايي: ما هم ور حمله کړه خو څرنګه چي زه ضعيفه وم ده پورته کړم او د مځکي يې و وهلم او پر ځيګر مي کښېنستى وهي مي، ام الفضل ابولهب را څخه کشوي خو دئ مي نه ايله کوي په وينو يې ولړلم، ام الفضل مجبوره سوه يو لرګئ يې واخستى ابولهب يې پر سر په و واهه، د ابولهب سر يې ور مات کړی او ويل: ضعيفه دي وليدى او خاوند يې هم نسته، ابولهب چي تر سر يې ويني بهېدلې ذليله ولاړ سو او زه يې پرېښوولم.
ابو رافع وايي: په والله ابولهب تر اووه ورځي زيات نور ژوند و نه کړى. اوس چي ابولهب خپل کور ته زخمي او غمجن ولاړى هلته يې نور هم مرض پسي زيات سو، پر ابولهب چي هغه غم او دغه مريضي سره يو ځاى سوه نو يو بل نوى مرض يې وزېږاوه چي په عربي کي (ذاتُ الجنب) ورته وايي او څوک وايي د عدسه په مرض اخته سو چي دغه دواړه مرضونه هلاکونکي وه او عربو هم ډېر بد ځني وړل، ساري مرضونه يې بلل، نو خلک هم د مرض د بيري نه ور نژدې کېدل، حتّْی خپلو اولادو هم پرېښاوه نه ورتله، ځکه د مرض د اخستلو څخه بېرېدل، څوک وايي: تر بدر دوې ورځي وروسته مړ سو او څوک وايي: تر بدر يوه هفته وروسته مړ سو، نو ابولهب په داسي مريضي مړ سو چي خلک يې پوښتني ته هم نه ورتله، حتّْی پسله مرګه يې اولادونه د ښخولو دپاره نه ور نژدې کېږي، په هغه خونه کي پروت ؤ څو و پړسېدى او بوى يې وکړی، خلکو د هغه و زامنو ته پېغورونه ورکول چي پلار مو بېله ښخېدلو پرې ايښى دى، زامنو يې ويل: موږ د مرض د بيري څخه نه سو ور نژدې کېدلاى، خلکو ويل: که څه هم داسي وي خو پلار دغسي نه سى پرېښوولاى، څو زامن يې مجبوره سوه هلته په هغه خونه کي يې يو غار وکِندى او دئ يې په اوږدو لرګيو ور پوري واهه او د ليري يې ډبري پر وروغورځولې، دئ يې په هغه خونه کي په ډبرو پټ کړى، دا د ابولهب مرګ ؤ. ظالمان او د اسلام دښمنان په دغسي مرګو مړه کيږي يا وژل کيږي،د عقل خاوندانو ته عبرت او توجه په کار دي، پر خپل ځان يې مه امتحانوى.
ان شاءالله نور بیا....
ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
www.taleemulislam.net