د دنیا سړي په غرور سره وویل: دا دومره شتمني مې پخپله پوهه سره ترلاسه کړې ده، پایله یې دا شوه چې له خپل کور سره الله په ځمکه دننه کړ، (فخسفنا به وبداره الأرض!).
او د آخرت سړي په عاجزي سره په زانګو کې دا وویل: زه د الله جل جلاله بنده یم،( قَال اني عبد الله) ، نو الله اسمانونو ته پورته کړ. دا واقعه عبد الرحمان بابا له دنیا سره د میني او نه میني یعني غرور او عاجزي په عام تعبیر سره داسي بیان کړې ده:
د دنیا په دښمني کي عیسی وخوت و اسمــــــان ته
په دوستي کې یې لا ځي تحت ثری ته قارون هسي
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۶ ګڼه