بسم الله الرحمن الرحیم
د اولاد په تربیه او روزنه کي د والدینو پاملرنه او بې غوري
د. صلاح البدیر، ژباړه: جمشید حقیار- ۱/ ۴/ ۱۴۳۸ هـ
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
لومړۍ خطبه
الحمدُ لله مُفيض الخيرِ والجودِ والإحسان، أحمدُه بالجنانِ والأركانِ واللسان، وأشهدُ أن لا إله إلا اللهُ وحدَه لا شريكَ له شهادةً نرجو بها الفوزَ بالرضوانِ والجِنان، وأشهدُ أن نبيَّنا وسيِّدنا محمدًا عبدُه ورسولُه، المُصطفى من خُلاصة مَعدٍّ ولُباب عدنان، صلَّى الله وسلَّم عليه وعلى آلِه وأصحابِه الذين حارَبُوا الباطلَ بسِنانِ اللسانِ، ولسانِ السِّنان، أما بعدُ!
اې مسلمانانو!
له الله تعالی څخه و وېرېږئ، د هغه د رضایت او خوښۍ د ګټلو هڅه او کوښښ وکړئ، او د هغه له نافرمانۍ څخه ځانونه لیري وساتئ، الله تعالی فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ حَقَّ تُقَاتِهِ وَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَأَنْتُمْ مُسْلِمُونَ [آل عمران: ۱۰۲]
ژباړه: اې مومنانو! له الله تعالی څخه په رښتني ډول و وېرېږئ، او په داسي حالت کي ځانونه مرګ ته وسپارئ، چي تاسي مسلمانان او غاړه اېښودونکي یاست.
اې مسلمانانو!
د کوچنیانو، او نوي نسل اصلاح او سمېدل تر ټولو لویه ذخیره او ګټه ده، لارښوونه او روزنه د ټولني د غوره والي او لوړوالي وسیله ده، کوچنیان، او نوي ځوانان همېشه لږ تجربه لري، ادراک، پوهه، فکر او عقل یې ناقص او کمزوری وي، ژر د بل چا تر تاثیر لاندي رازي، او تل د بل چا سره مشابهت کوي، غالبا کوچنیان او ځوانان هغه وخت د خپل ژوند له سختیو او ستونزو پښه اړولای سي، چي کله د لویانو، هوښیارانو او پوهانو له نصیحت، لارښووني او مرستي څخه برخمن وي.
او کله چي یو نوی ځوان یا پېغله یو څوک خوښ کړي، هغه ته یې میلان پیدا کېږي، خپل کړه وړه له هغه څخه اخلي، ځان د هغه په څېر برابروي، مشابهت ورسره کوي، د هغه نوم ډېر یادوي، د هغه لیدل یې خوښېږي، د هغه خبري پر ژبه راوړي، خپل شکل، هیئت، طریقه، حرکات، جامې او هر څخه له هغه سره برابروي، او بالآخره د هغه پر فکر او لاره تګ کوي.
ماشومتوب، کوچنیوالۍ او لږ عمر د انسان د پاکۍ، ژر تېروتلو، بې عقلۍ، ناپوهۍ او لږ تجربې نښه ده، او کله چي ماشوم د دې سر بېره له داسي شخص تر لاس لاندي و روزل سي، چي مینه، عقیده، امانتداري او دینداري یې د باور وړ نه وي، نو هغه به په پوره ناپوهۍ سره د خپل باطل فکر او غلطي عقیدې ښکار کړي، خپل زهرجن فکر به په بې شعورۍ کي ور انتقال کړي، او بالآخره به یې د خپل دین، خپل وطن، خپلي کورنۍ او دوستانو په وړاندي را ولاړ کړي، خو دی به په ځان نه پوهېږي.
په خلګو کي ډېر ځناور، او حیوان طبیعته اشخاص اوسېږي،هغوی د دې انتظار باسي، چي له ماشومانو څخه خپل اولیاء او تربیه ورکونکي والدین لیري سي، تر څو د دوی د شومو او بدو اهدافو ښکار وګرځي.
چا چي خپل اولاد د لیوانو په شېله کي له وږو ځناورو او د ظلم په تیاره کي یوازي پرېښود، په حقیقت کي یې هغه له لاسه ورکړ، او خرڅ یې کړ، او هغه یې د شریرو خلګو د بدو او ناپاکو اهدافو ښکار وګرځاوه.
او چا چي خپل ماشومان پرېښودل، چي هغوی په خپله خوښه په ګناهونو او بې فایدې کارونو کي ځانونه ډوبوي، په فتنه لرونکو ځایونو او فتنه را پورته کونکو شیانو ځانونه اخته کوي، له هر چا سره چي وغواړي اوسېږي، او له هر چا سره چي وغواړي ملګرتیا کوي، بېله کومي پناهګاه د کور دباندي شپې تېروي، او بېله کومي پوښتني له کوره لیري ژوند اختیاروي، نو ده په حقیقت کي پر خپل اولاد ظلم وکړ، او د هغه حق یې تر پښو لاندي کړ.
او دا ډېره بده او د شرم خبره ده، چي خپل خوږ اولاد د والدینو له لاسه وځي، او د شیطانانو د وروڼو، د افراطیانو د بیاناتو، د باطل پرستو او سخت دریځو د کتابونو، د پټو ګوندونو، د تکفیري ټولیو، حزبي کړیو، او د الحادي او جنسي غریزو د را پارونکو څپو او خپرونو د باطل دعوت او هلاکونکي بلني ښکار ګرځي، دا هغه څوک دي، چي زموږ د حاکمانو، علماوو، هیوادونو، او زموږ د دین په وړاندي زموږ د تازه ګلانو او نوي ځوانانو په زړونو کي کینه او دښمني غورځوي، او د جنګ او فتنو اور ته لمن وهي.
اې نوی ځوانه!
پام کوه! چي خطا نه وځي، د فتنې را پورته کونکو خبرو ته غوږ مه ایږده، له ځان سره ډېر احتیاط کوه، پام! چي څوک دي له خپلي کورنۍ، خپل وطنه، خپل دین، شرف او اخلاقو ګوښه نه کړي.
اې هغه انسانه! چي په وچ او پراخه دښت کي بېله کومي توښې او اوبو اوږده مسافه وهې، بس کړه! فکر وکړه، له تېرو څخه عبرت واخله، عقل او سوچ دي په کار واچوه، خپل مولی ته وګرځه، له خپلو ګناهونو څخه توبه ورته وباسه، او نور ګناهونه او بدۍ پرېږده، او له ګناه څخه توبه ایستونکی داسي دی، لکه هیڅ ګناه چي یې نه وي کړې.
اې د ماشومانو والدینو او سرپرستانو!
عبرت او نصیحت واخلئ، تاسي د خپلو ماشومانو ښه ساتونکي سئ، د هغوی ښه پاملرنه وکړئ، تل ويښ او بیداره اوسئ، له هغه دښمن څخه ووېرېږئ، چي ستاسي کورونو ته در نژدې سوی دی، له هغه خطا ایستونکي او مکار څخه خپل ځانونه او اولادونه لیري وساتئ، څوک چي حیرانونکي بدۍ خپروي، ماشومان خطاباسي، فکرونه یې ور ورانوي، او د خپلو بدو او ناوړو اهدافو لپاره یې کاروي.
کله چي ماشوم لویوالي او بالغوالي ته نژدې سي، نو تر پخوا یې باید زیاته پاملرنه وسي، ستا زوی تر هغه وخته پوري ستا زوی دی، تر څو پوري چي ته له هغه سره محبت او مینه کوې، ملګرتیا یې کوې، نرمي ورسره کوې، په مینه کي یې پټوې، په مهربانۍ او شفقت سره نصیحت ورته کوې، او په هدیه او ډالۍ یې نازوې، خو کله چي دي هغه له ځانه لیري کړ، د هغه توهین او سپکاوی دي وکړ، هغه دي کوچنی وباله، نو بیا ستا زوی ستا لپاره نه بلکي ستا د دښمن لپاره دی، نو تل د هغه خبري اوره، کله چي ستا څخه علم غواړي، نو علم ور زده کړه، کله چي درسره ناسته او مجلس غواړي، نو ورسره کښېنه، او کله چي در څخه مشوره غواړي، نو د خپل ژوند تجربې او حالات ورسره شریک کړه.
داسي مه کېږه، چي کله پوښتنه در څخه وسي، نو سمدلاسه دي غضب او قهر واخلي، احتیاط وکړه، د تېز باد او زلزلې په څېر رویه مه کوه، له غضب، قهر او غوصې څخه لاس واخله، د میني او حکمت خبره او له عقل څخه کار اخیستل ډېر اثر لري، او الله تعالی به خامخا له خپل بنده څخه د ورکړي امانت په اړه پوښتنه کوي، که یې اداء کړی وي، او که نه.
له انس رضي الله عنه څخه روایت دی، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (الله تعالی له هر مسئول او سرپرست څخه د ور سپارل سوي امانت او دندي په اړه پوښتنه کوي، که یې ساتلي وي، او که یې ضایع کړی وي، تر دې چي د خپلي کورنۍ په اړه هم پوښتنه ځیني کوي.) ابن حبان دا حدیث روایت کړی دی.
اې ښوونکو او استاذانو!
هیڅکله به زموږ ټولنه له درد او بې ګټي دواء سره مخامخ نسي، تر څو پوري چي تاسي محترم استاذان او غوره روزونکي خپله دنده په ښه او پوره ډول تر سره کوی، د الله تعالی لپاره، زموږ د ماشومانو په روزنه کي کوښښ وکړئ. له هر خارجي فکر او بد خوی څخه زموږ د ځوانانو، اولادونو، او زموږ د ټولني په ساتنه کي پوره زیار وباسئ.
الله تعالی دي ما او تاسي په هغه چا کي راولي، چي په وعده وفا کوي، او پر خبره ثابت ولاړ وي، الله تعالی فرمايي:
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ عَلَيْهَا مَلَائِكَةٌ غِلَاظٌ شِدَادٌ لَّا يَعْصُونَ اللَّهَ مَا أَمَرَهُمْ وَيَفْعَلُونَ مَا يُؤْمَرُونَ﴾ [التحريم: ۶]
ژباړه: اې مومنانو! خپل ځانونه او خپلي کورنۍ له هغه اور څخه وژغورئ، چي خس او خشاک یې خلګ او ډبري دي، پر دې اور سختي او زوروري ملائکي ولاړي دي، (دا ملائکي) د الله تعالی د هیڅ امر نافرماني نه کوي، او (یوازي) هغه څه کوي، چي (الله تعالی) امر ورته کړی وي.
زما وینا همدومره وه، زه له الله تعالی څخه د خپلو ګناهونو بخښنه غواړم، تاسي هم له هغه څخه د خپلو ګناهونو بخښنه وغواړئ، یقینا الله تعالی د رجوع کوونکو او پر ګناه د پښېمانو انسانانو لپاره زیات بخښونکی دی.