تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د سورة الفتح لنډه پېژندنه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 30, 2024
  0

لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د سورة الفتح لنډه پېژندنه


سورة الفتح - د مصحف او تلاوت په اعتبار ۴۸ سورة دئ، چي د هجرت څخه وروسته نازل سوی دئ، نو ځکه مديني سورة ور ته ويل کېږي.


سورة الفتح ۲۹ آية دئ او ۴ رکوع لري.


د دې سورة نوم د اول آية کريمې څخه اخستل سوی دئ چي الله (عزوجل) فرمايي: (إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُبِينًا)


ژباړه: يقيناً چي موږ تاسو ته ښکاره فتح (او کاميابي) درکړه.


«فتح» کاميابي او برلاسۍ ته ويل کېږي.


په سورة الفتح کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي


۱-  الله (رب العزة) و رسول الله ﷺ ته ښکاره د فتح خبر ورکوي.


۲-  د رسول الله ﷺ سره بيعت کول، د الله تعالی سره بيعت کول دي.


۳-  د آسمانونو او مځکي لښکر او فوج د الله دئ او مؤمينانو نارينه و ښځو ته الله تعالی ښه بدله ورکوي او کفارو ته به د جهنم عذاب وي.


۴-  الله تعالی رسول اکرم ﷺ د شاهد، زيری ورکونکی او بېرونکی په توګه را استولی دئ، تر څو انسانان ايمان پر راوړي او همايه ئې وکي، اکرام او عزت ئې وکي او شپه و ورځ د الله تعالی پاکي بيان کي.


۵-  د رسول الله ﷺ خوب چي په مکة معظمة کي حج کوي، هغه به رښتيا سي.


په ځينو نورو تفاسيرو کي د سورة الفتح په باب داسي راغلي دي چي الله (رب العزة) په سورة الفتح کي لاندي موضوعات ذکر کړي دي:


- الله (عزوجل) هغه ذات دئ چي د مؤمينانو پر زړونو ئې سکينه (يعني ډاډ) نازل کئ، تر څو ايمان ئې نور هم زيات سي. د آسمانونو او مځکي لښکر د الله تعالی په واک کي دي.


- الله تعالی به مؤمينان و جنت ته داخل کي، ګناهونه به ئې ور معاف کي.


- الله تعالی به مشرکين او منافقين په عذاب اخته کي.


- يقيناً (اې نبي) چي موږ ته شاهد، زېری ورکوونکی او بېرونکی را استولی ئې.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته