رالېږونکی: احمد جنید مبارز / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
علامه ابوالمعالي ' رحمة الله علیه ' د قران الکریم ( ۵۵ ) نومونه بیان کړي دي او ځینو مشایخو د قران الکریم نومونه تر لس کم سلو پوري بیان کړي دي، لیکن حقیقت دا دی چي هغوی د قران الکریم صفتونه لکه مجید، کریم، حکیم، او داسي نور... نومونه بللي دي او دا مذکوري شمېرې ته یې رسولي دي، که نه په صحیح معنا د قران الکریم نومونه پنځه دي :
۱_ القرآن
۲_ الفرقان
۳_ الذکر
۴_ الکتاب
۵_ التنزیل
پخپله په قران الکریم کي د عَلم په توګه دغه پنځه نومونه ورته استعمال سوي دي او په دې کي ډېر زیات مشهور " القرآن " دی، ځکه الله تعالی لږ تر لږ په ۶۱ ځایو کي خپل کلام په دې نوم سره یاد کړی دی .
[مقدمه / ص ۱/ شیخ الاسلام محمدتقي عثماني ]