تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دامام اعظم ابوحنیفة(رحمه الله) پوهه او ځیراکتیا
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 27, 2021
  0



امام مالک (رحمه الله) دخپلو ملګرو سره ناست وو نو امام صاحب (رحمه الله) ورداخل سوو کله چي امام صاحب ووتی  نو امام مالک صاحب وخپلو ملګرو ته وویل: تاسو داکس وپیژندۍ داڅوک وو؟


هغو ورته وویل: چي یا موږ یي نه پیژنو.


نو امام مالک صاحب ورته وویل: دانعمان بن ثابت دی دا داسي کس دی که چیري دی دغه دمسجد ستن(میل) وښیي چي داد دسروزرو دی نو خامخا به یي ثابته کړي ځکه چي دلیل ورسره دی.


امام مالک (رحمه الله) دامام صاحب (رحمه الله) په وصف کي مبالغه کونکی نه وو ځکه چي قوي دلایل او تیزوالی دذهن دامام صاحب سره  ورسره وو.


یوکیسه راځي چي یو سړی دکوفي  چي الله تعالی ګمراه کړی وو ده به  ویل چي عثمان بن عفان (رضي الله عنه) په اصل کي یهودي وو .
کله چي داخبره امام صاحب مبارک واوریدل نو هغه کس ته ورغلی او ورته وویل: زه ستا دلور په مرکه راغلی یم دیوصحابي لپاره یي غواړم  نو هغه کس ورته وویل:


 ښه راغلاست ستاسو په مثل چي څوک وي دهغه حاجت نه ردیږي خو لکن هغه کس راوښیه چي دچا لپاره زما لور ته غواړي؟


امام صاحب (رحمه الله) ورته وویل:


هغه داسي کس دی چي په خپل قوم کي په عزت او اوسخا سره نامداره دی سخي طبیعته دی، مهربانه دی،دقرانکریم حافظ دی،دشپي دتهجد لمونځ کوي، دالله تعالی دبیري څخه ډېر ژاړي.


نو هغه سړي ورته وویل: چي ددغسي صفاتو والا سړی دامیر المؤمنین دلور کفو( سیال) دی.


امام صاحب (رحمه الله) ورته وویل:


په هغه کي یو خوی سته چي په هغه به هم ځان خبروي.


هغه ورته وویل چي کوم خوی پکښي دی؟


امام صاحب (رحمه الله) ورته وویل: چي هغه یهودي دی.


نو هغه سړي انکار وکړ او وویل:


ایا ستا اراده ده چي زما لور زه یهودي ته په نکاح ورکم ای ابوحنیفه؟


قسم په الله که زما لور زه په نکاح ورکم چي دمخکنیو او وروستنیو خلګو ټول صفات پکښي وي.


نو امام صاحب (رحمه الله) وویل: 


ته ددې څخه انکار کوي چي خپله لور یهودي ته په نکاح ورکړي او انکار دي هم شدید(سخت) دی او ته خلګو ته داپه ګمان کي ورکوي چي نبي (صلی الله عليه وسلم) خپلي دواړي لوڼي یهودي ته په نکاح ورکړي ځکه حضرت عثمان ( رضي الله عنه) دنبي (صلی الله عليه وسلم)  زوم و.


نو بالاخره هغه کس وشرمیدی او وویل: دالله (جل جلاله) څخه بخښنه غوړم پر دابدو خبرو کولوباندي او الله (جل جلاله) ته توب باسم دخپلي باطلي خبري څخه چي ما دځانه جوړه کړي وه.

ماخذ: صور من حیاة التابعین

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته