ژباړه او ټولونه: نوید احمد صدیقي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
الله تعالی د خپل وروستي او اخري نبي حضرت محمد ﷺ د نبوت اثبات د ځينو نباتاتو په وسيله هم ښکاره کړی دی. لکه څنګه چي د حضرت داود عليه السلام په اړه په قراني قصه کي راځي:
(وَسَخَّرْنَا مَعَ دَاوُدَ الْجِبَالَ يُسَبِّحْنَ وَالطَّيْرَ وَكُنَّا فَاعِلِينَ.) (۱)
او مونږ له داؤد سره غرونه تابع كړي وو چې تسبيح به يې ويلې او ( همداسې مونږ تابع كړي وو) مرغان هم ( چې تسبيح به يې ورسره ويلې) او وو مونږ كوونکي (د داسې كارونو) .
علامه شبير احمد عثماني رحمه الله د ( وَكُنَّا فَاعِلِينَ ) په تفسير کي ليکي:
يعنې تعجب مه كوه چې تيږي او مرغان به څرنګه تهليل او تسبيح وايي دغه ټول كارونه مونږ لا پخوا كړي وو، ښه زمونږ د لامحدود قدرت له مخې آيا دغه خبرې څه مشكلې او مستعدې ګڼلې كيداى شي؟ بلكه نه نشي كيداى.(۲)
ددغي ستري معجزې په شان الله تعالی د خپل نبي محمد مصطفي ﷺ تائيد هم کړی دی، دده مبارک په حضور کي جماداتو د الله تعالی تسبيحات ويلي دي او دده د رسالت او نبوت شاهدي يې اداء کړې ده او صحابه کرامو رضي الله عنهم دا واقعات ليدلي او رانقل کړي دي چي يو څو يې په دې ډول دي:
د خرما ښاخله يې پيروي کوي
يو صحرايي و نبي کريم ﷺ ته راغلی او دا پوښتنه يې وکړه چي زه څنګه پوه سم چي ته نبي يې؟ ده مبارک وويل چي که زه د خرما ددې درختي دغه ښاخله راوغواړم نو ايا ته شاهدي اداء کوې چي زه د الله رسول يم؟ نو رسول اکرم ﷺ هغه راوغوښتل، هغه ښاخله د درختي څخه پرې سوه او د رسول الله ﷺ مخي ته ولوېده او بيا يې ورته وفرمايل چي بيرته ولاړه سه نو هغه بيرته ولاړه او هغه اعرابي ددې معجزې په ليدلو مسلمان سو.(۳)
د خرما تنې ورپسي ژړل
حضرت ابن عمر رضي الله عنهما فرمايي:
(أَنَّ النَّبِىَّ صلی الله علیه وسلم كَانَ يَخْطُبُ إِلَى جِذْعٍ فَلَمَّا اتَّخَذَ النَّبِىُّ صلی الله علیه وسلم الْمِنْبَرَ حَنَّ الْجِذْعُ حَتَّى أَتَاهُ فَالْتَزَمَهُ فَسَكَنَ.) (۴)
ژباړه: رسول الله د خرما د يوې تنې څنګه ته خطبه ويل، کله چي رسول الله ﷺ پر منبر باندي خطبه ويل پيل کړل نو دغه تنې به د شوقه ورپسي ژړل څو چي رسول الله ﷺ ورته راغلی او هغه يې په ځان پوري ونيول بالاخره هغه خاموشه سول.
دا واقعه ډيرو صحابه کرامو روايت کړې ده.
تعلیم الاسلام ویب پاڼه
----------------------------------
۱: سورة الانبياء: ۷۹
۲: کابلي تفسير: ج۲، ص۱۶۷
۳: سنن ترمذي: ج۵، ص۵۹۴
۴: مخکنی مصدر: ج۲، ص۳۷۹