تازه سرليکونه
د (د نبوت دلايل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبوت دلائل: اسلامي شریعت ترټولو بهتر قانون
  تعلیم الاسلام
  October 2, 2017
  0

ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

۸ دليل: کامل او شامل شريعت


په درسته نړۍ کي داسي قانون وجود نلري چي په احکامو او تنظيم کي دي د رسول الله ﷺ د راوړي شريعت په مثل وي، د رسول الله ﷺ راوړی شريعت ددې لپاره راغلی دی چي د انسان د ژوند د ټولو اړخونو حاجات ورپوري کړي، او د انسان ژوند د ولادت څخه تر مرګه منظم کړي، دا شريعت د مسلمان سره څنګ په څنګ ځي، په فردي، ټولنيز، سياسي او اقتصادي اړخ کي د انسان ساتنه، پالنه، لارښوونه او اصلاح کوي، خپل منځي اړيکي او د حقوقو اداينه ورښيي. 

 

موږ وينو چي نبي کريم ﷺ يو امي شخصیت وو او په يوه جاهله ټولنه کي يې ژوند تير کړی دی چي هلته نه مکتب وو او نه مدون کتاب خو دا ډول جامع نظام يې راوړی دی چي هيڅ کمی پکښي نسته، په عملي ډول ثابته سوې ده چي دا ډول نظام هيڅوک بېله الله  تعالی څخه نسي جوړولای، په دې حقيقت د شرق او غرب لوی لوی پوهانو او مفکرينو اعتراف کړی دی نو ايا يوازي همدغه دليل کافي نه دی چي دا امين او صادق شخصيت د الله رسول دی؟

 

داسي شريعت چي په عقايدو، عباداتو، معاملاتو، سياست، آدابو او حکمتونو مشتمل دی، دې ته په کتو سره څوک په قطعي توګه ويلای سي چي دا بېله الهي او سماوي وحي بل شی نسي کېدلای او ددې دين مبعوث حقيقي نبي دی.

 

داسي کامل شريعت دی چي په دې کي نرمي، اساني او د انساني عقل موافقت سته (۱) چي هر څوک يې پيروي وکړي هغه به نيکمرغه، خوشحاله او عزتمند وي او دا شريعت د هري زمانې، ځاي او ملت لپاره مساعد او د عمل وړ دی. په احکامو کي د خلګو ترمنځ تميز نه کوي، عدل يې اساس دی او حکمت يې څراغ دی. 

 


 

اسلامي شريعت داسي ځانګړتياوي لري چي وضعي قوانين يې نلري:


۱: د مرجع له حيثه: مرجع يې الله عزوجل دی او د وضعي قوانينو مرجع انسان دی چي تر معلوماتو يې مجهولات ډير دي او په قليل ما تعلمون، ظلوماً جهولاً نومول سوی دی. 

 

۲:  زمان او مکان: شريعت پخوا نازل سوی او تر اوسه قابل تطبيق دی، د زمانې سره نه بدليږي، په ځای پوره اړه نلري هر ځاي تطبيقيږي، خو وضعي قوانين په يوه خاصه محدوده کي تطبيقيږي. د يوه هيواد قانون بل هيواد ته د منلو وړ نه دی. احکام او قواعد يې بدليږي، یو د هغه بل پر قانون او قاعده رد کوي، باطل یې بولي، استقرار او ثبات نلري، خو د شريعت قوانين استقرار لري.

 

۳: د احترام له حيثه: څوک چي دين اسلام قبول کړي نو شريعت د الله عزوجل د لوري قانون بولي، پوره احترام يې کوي، نو ځکه د اصولو په رعايت کي دا عقيده ډيره اثر لري ځکه من عند الله دی او خلګ يې د احترام او عقيدت په وجه عملي کوي خو وضعي قانون د هغو څو کسانو لخوا جوړ دی چي فعلاً چارواکي دي، يا د خاص حزب خلګ وي، بله ډله چي راسي دا قوانين بدلوي، دا لړۍ همداسي شروع وي، ځکه نو د چارواکو ترمنځ اکثره وخت شخړي وي، پاڅونونه وي څوک يې قوانينو عملي کېدو ته احترام نلري او قوانين يې موقتي وي.

 

۳: د اشتباه او خاليګا څخه پاکوالی: شريعت د اشتباه او خاليګا څخه پاک دی خو وضعي پاک نه دی، يوازي په افغانستان کي تر اوسه ۱۱ اساسي قوانين بدل سوي دي، د مخکنيو نظامونو قوانين اوس نه منل کيږي، ځکه د تطبيق وړ يې نه بولي، وضعي قوانين په خپله محدوده کي لا ثبات نلری! د امريکا د متحده ایالاتو و قوانينو ته تر ۲۰۰۰ د زياتو تغيرات غوښتنه سوې ده چي سلګونه يې منل سوي دي.

 

۴: د عقوباتو له حيثه: شريعت دنيوي او اخروي اړخ لري: څوک چي بې ګناه مسلمان قتل کړي جهنم ته به ځي خو وضعي اخروي جنبه نلري.

 

۵: د محتوياتو له حيثه: وضعي قوانينو خپله د شريعت فوقيت منلی دی او دا صراحتاً ذکر کوي که چيري په دې اړه د قانون ماده نه وي حنفي فقهي ته دي مراجعه وسي. اوس هم په کفري نړۍ کي ډير پوهان د شريعت عقوبات او احکام د حل لاره بولي.

 

۶: د اصلاح يا اخلاقو له حيثه: شريعت فاضله اخلاقو ته اعتبار ورکوي ځکه ټولنه پر همدغه ولاړه ده، اسلام د ښو اخلاقو پر تحقق ټينګار کوي دومره ټينګار چي هر هغه فعل چي اخلاقي جرم وي سزا ورکوي. خو وضعي په دې اړه پوره سستي کوي، تر هغو چي افرادو ته مستقيماً يا ټولني ته ضرر ونه رسيږي نه يې منع کوي. لکه زنا، شراب وغيره....خو ددې کرغېړنو جرايمو زيانونه هر چا ته ښه معلوم دي چي انسانیت یې څومره زیانمن کړی دی...

 

۷: د نتيجې له حيثه: دا د شريعت يو ډير ستر امتياز او ځانګړتيا ده چي د شريعت په پلي کولو سره په ټولنه کي د جرايمو، اختلافاتو او نورو مشکلاتو مخه نيول کيږي، په ټولنه کي امن او ثبات راځي لکه څنګه چي په هغو اسلامي هيوادونو کي عملاً ليدل سوي چي هلته شريعت تر یو حده پلی کيږي، مګر موږ ګورو چي په پرمختللې نړۍ او د هغو تر لاس لاندي هیوادو کي د قوانينو د ښه پلي کولو سربيره بيا هم هلته جرايم ورځ تر بلي ډيريږي.

 

په نړۍ کي بېله اسلامي شريعت څخه بل داسي هيڅ قانون شتون نلري چي د ژوند په هره برخه کي د انسان خدمت او رهبري وکړي.


 
په اقتصادي برخه کي اشتراکيت او پانګوال نظام رامنځ ته سو چي لومړي نظام د انسان ابتکار ووژی، فعال او غيرفعال، هڅاند او بې پروا، ذهين او احمق يې سره برابر کړل او دوهم نظام خلګ په طبقو وويشل چي بعضي طبقې يې داسي شاته فلج پاته کړې چي د يوې ورځي توښه نلري او بعضي يې د دنيا د ټولو نعمتونو څخه پرېمانه خوند اخلي او پر دغو شتمنو باندي د هغو غريبو هيڅ حق لازم نه بولي.

 

په سياسي برخه کي ډيموکراسي او ديکتاتوري رامنځ ته سوه چي لومړي يې انسان ته بې عنوانه او بې قيده ازادي ورکړه او خلګ يې هر ډول غيرانساني او غيرمذهبي کړونو ته وهڅول لکه زنا، شراب، لواطت، خواهش پرستي، بربنډتوب، وحشت، د هر څخه څخه ناراضتوب، عدم قناعت.... او د اختلافاتو دروازې يې پر راخلاصي کړې او دوهم ډول يې حکم يوازي تر يوه شخص پوري محدود کړی او نور يې محروم کړل که څه هم نور ډير مستحق او د علم او عقل څښتنان موجود وي.

 

دا قوانين چي ډير وضع کوونکي، تصحيح کوونکي او کتنپلاوي هم لري خو بيا هم ورځ په ورځ بدليږي، چا چي وضع کړی هغه خپله ورڅخه راضي نه دی نور لا څه کوې.


دا ټول قوانين، مفکورې او مذاهب يوازي د انسان د جسم او بدن د پاره يو خاص اصول لري خو د روح د پاره څه نلري، د دوی اخري څه چي خلګو ته يې ورکوي دا دي چي: 

 

 " په تاسو کي دي هر يو ځان ته په خپله خوښه دين وټاکي، يقيناً موږ نه پوهيږو چي روح څنګه خوشحاله کيږي."

 


دا عقلونه ونه توانېدل چي داسي همېشنی کامل قانون انسان ته ورکړي چي د ژوند ټولو اړخونو ته شامل وي لکه څنګه چي په محمدي شريعت کي سته همدا د رسول الله ﷺ د نبوت د رښتنولی يو ستر دليل دی. څومره ډير پوهان او عقلاء د نړۍ په تاريخ کي تېر سوه او اوس هم ژوندي دي خو داسي یو جامع قانون نسي رامنځ ته کولای، ثابته سوه چي بشر پر دې قادر نه دی او حتی  يو نبي هم پر دې قادر نه دی بلکي دا شريعت د عزيز، حميد او حکيم ذات الله عزوجل لخوا نازل سوی دی.

 

مشهور غربي ليکوال جورج برناردشا ليکي (۲): که د اسلام نبي محمد ﷺ نن ژوندی وای نو هغه کولای سوای چي د درستۍ نړۍ ټول مشکلات د يوې پيالي چاي په چيښلو حل کړي. يعني په دومر لږ وخت کي به د درستۍ نړۍ ټول مشکلات حل کړي. (۳)

ــــــــــــــــــــــ
یو څو نور امتیازات:
-    مساوات: شریعت ۱۴۰۰ کاله مخکي انسانانو ته د مساوات قانون نازل کړی مګر وضعي قوانینو دوې پیړۍ مخکي په قایل سو.

 

-    د فکر ازادي: اسلام د فکر ازادي رامنځ ته کړل ترڅو د انسان فکر د خرافاتو، بدو عاداتو، بدو رواجو او غلطو اوهامو څخه سالم وساتل سي او په مځکه او اسمانونو کي يې د فکر کولو امر ورته وکړی. مګر په وضعي قوانینو کي که انسان د هر ډول غلط فکر او وهم قایل وي پروا نکوي.

 

-    د عقیدې ازادي: اسلام د ټولو ادیانو پیروانو ته د عقیدې هغه ازادي ورکړل چي تاریخ یې ساری نلري، د اسلامي فتوحاتو په جریان کي دا ثابته سوې ده چي هیڅکله يې د نورو ادیانو پیروان په زور اسلام ته نه دي داخل کړي {لا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ} او په اسلامي هیوادونو کي اهل ذمه وینو چي څوک د مذهب لکبله ضرر نه ور رسوي او د پیړیو راهیسي په امن کي اوسیږي. مګر موږ د غرب دسیسه وینو چي یو طرف ته د عقیدې د ازادۍ خبره کوي مګر په عمل کي څنګه په یو او بل نامه د اسلام او مسلمانانو خلاف په نوي عنوانونو باندي جګړې او حملې ترسره کوي او غربي هیوادونو کي یې په مساجدو او بازارنو کي شهیدانوي.

 

-    د بیان ازادي:
شریعت د بیان د ازادۍ اجازت هم کړی دی او د هر انسان حق یې بللی دی بلکي د عامه مصلحت او ښو اخلاقو او بدو د مخنیوي په صورت کي یې ورباندي واجب کړی دی پدې شرط چي د فاضله اخلاقو او ادابو څخه خلاف نه وي او نه د شریعت د احکامو خلاف وي. (سورة الحج:۴۱) حدیث: من رأى منكم منكر فليغيره...» (رواه مسلم)

 

خو په وضعي قوانینو کي وینو چي د بیان د ازادۍ (چي نژدې پیړیو کي یې وپېژندل) داسي بې مهاره او بې شرط او قیده ازادي یې ورکړې ده چي هیڅ اخلاقي جنبه نه پکښي مراعتیږي بلکي ددغه بې شرط او قیده ازادۍ لکبله د انسانانو ترمنځ بغض، حسد، عداوت ، تفرقه، ګډوډي او پاڅونونه رامنځ ته کیږي. یا یې د حاکم په وړاندي د بیان د ازادۍ مخنیوی کوي چي بالاخره خبره استبداد ته رسیږي.

 

-    د اسلامي شوری حکم: اسلام د شوری د تقرر امر کړی دی {وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ} پدې سره شوری د امت او ولس مستوی لوړوي، د راتلونکي خطراتو څخه يې ساتي، پیچلي مسائل یې حلوي، د راتلونکي په اړه يې جدي اقدامات کوي، او پر حاکمانو باندي څارندوی اوسي. او دا شوری د ټولني د منل سو علماوو، مخورو او نامتو کسانو څخه تشکیلیږي. دا هم د ډیموکراسۍ او هم د دیکتاتورۍ لپاره بهترین علاج او بدیل دی.

 

او داسي نور بې شمیره امتیازات سته چي شریعت یې پر وضعي قوانینو لري.

 

ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل

-----------------------------------------
۱: په دې اړه د مولانا اشرف علي تهانوي  ګټور کتاب " د اسلام احکام د عقل په رڼا کي" په پښتو او په عربي کي يې " الاسلام والعقلانية " لوستلای سي.
۲: ادلة الجلية علي صدق خير البرية ﷺ: ۱۱۲
۳: د نبي کریم ﷺ په اړه د نړۍ د پوهانو شاهدۍ

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته