تازه سرليکونه
د (ماشوم روزنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
معصوم صفته ماشوم ولي شیطان صفته سي؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 25, 2021
  0
لیکنه: اصیل زارع / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

موږ عموماً د ماشومانو په اړه داسي وايو:
 
۱–ماشوم معصوم وي.
۲–ماشوم صادقه وي
۳–ماشوم مؤمن وي.
 
سوال دا دی، چي له همدې معصوم صفته ماشوم څخه څوک شیطان صفته انسان جوړوي؟
 
د ماشوم دماغ داسي مثال لري لکه يو سپينه ورقه، که تاسو وغواړی همدا ورقه په هر څه سره ډکولای سی. په دې پاڼه کي هيڅ توپير د (ځای له نسبته) نه ليدل کيږي که چيري هغه پاڼه په رنګ سره ککړه سي او يا هم په قلم سره يو څه معنا لرونکي جملې پر وليکل سي.
 
فرق په هغه ځای کي ليدل کيږي چي کله نور خلک دا ورقه وويني؛ که چيري هغه په رنګ سره ککړه وي نو په عامه اصطلاح تر اور يې لاندي کوي، خو برعکس که چيري ښې جملې پر ليکل سوي وي نو د ځان سره يې ساتي.
 
ماشوم په کُلي توګه ډير ژر د خپل ټولني تر تاثير لاندي راځي.
 
اوس راځم د سوال جواب ته: په لومړی قدم کي د هم هغه معصوم صفته ماشوم څخه شيطان صفته انسان سسته عقيده جوړوي او په دوهم قدم کي هغه خراب چاپيريال دی کوم چي په هغه چاپيريال کي جاهل او شيطان مثاله انسانان اوسيږي، هغه خراب افکار چي پر هره دروازه د ماشوم دماغ ته را داخليږي، هغه خراب اذهان چي په رګ رګ کي يې وحشت وي او د ماشوم دماغ ته همدا خپل خراب ذهن نقل کوي، هغه بې وجدانه بدنونه چي د انسان خطاب ورته کول د انسانيت سپکاوی ګڼل کيږي.
 
حل لاره څه ده؟
 
۱–خپلو ماشومانو ته د اسلامي عقيدې درس ورکړئ، که ئې چيري تاسو نسی کولای نو يو داسي مولوي او عالم ته يې ولېږی ( هو داسي مولوي؛ لکه څنګه چي تاسو په ډاکټرانو کي د ځان لپاره يو ښه ډاکټر انتخاب کوی همداسي يو ښه معتبر عالم د خپل اولاد لپاره انتخاب کړئ) تر څو په اسلامي طريقه سره ورته د عقيدې درس تدريس کړي، په دې سره به ستاسو د ماشوم عقيده د اسلام پر روښانه او محفوظه لاره ټينګه سي.
 
۲–تل خپل ماشومان په خپله تربيه راپورته کړئ. د ډرامو، ناولونو لیدونکو او د بې باکه والدینو د ماشومانو دماغونه د شيطاني افکارو څخه ډک کوي.
 
۳–ماشوم مثبت فکره اموخته کړئ، د دې تر مخه چي هغه ماشوم د يوڅه په اړه منفي فکر وکړي، هغه ته وښوئ چي څنګه د يو څه په اړه مثبت فکر وکړو‌.
 
۴–هغوی ته وښوئ، چي څنګه بايد د هر منفي او مثبت عمل څخه مثبته ګټه پورته کړي؟
 
د هغوی دماغ داسي وبولئ، لکه تاسو ته چي يو سپينه پاڼه په لاس کي درغلې وي او تاسو غواړی په ښه توګه يې محافظت وکړی.
 
۵–هيڅګله ماشوم ته د درواغجن خطاب مه کوئ، ځکه په اول قدم کي ماشوم درواغ پېژني هم نه چي درواغ څه دي؟
 
ماشوم چي د درواغو سره بلد کيږي هغه هم زموږ د خپل لاسه، ځکه ماشوم ته چي موږ هر ځلي وايو چي درواغ مه وايه او درواغ مه وايه، په دې سره ماشوم ته فکر پيدا کيږي چي درواغ معنا څه او دا څنګه عمل دئ چي ما دومره په تحقيروي؟
 
هم هغه معصوم صفته ماشوم هم هغسي معصوم صفته، مومن او صادق جوړ کړئ ځکه دا ډول ماشومان په کور، ټولنه او نړۍ کي مثبت بدلون او اصلاح راولي.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته