تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حکیم الامت رحمه الله څخه یوه پوښتنه
 
  September 13, 2013
  0

ژباړه: نويد احمد

يوه شخص د حکيم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله عليه څخه پوښتنه وکړه: علماء کرام وايې چي د قيامت په ورځ به د انسان پښې ، لاسونه او نور اندامونه د ژبي په څير خبري وکړي، د ګناهکار انسان غړي او اندامونه به دده خلاف شاهدي اداء کړي او الله جل جلاله ته به ووايي چي ده فلانکى فلانکى ګناه په موږ وکړه، ايا دا حقيقت لري؟

مولانا حکيم الامت رحمة الله عليه ورته وويل: هو همداسي ده.

پوښتونکى: د انسان غړي او اندامونه به بېله ژبي څنګه خبري وکړي؟ دوى خو ژبه نه لري؟

حضرت حکيم الامت اشرف علي تهانوي رحمة الله عليه ورته وويل: ماته ښه غوږ ونيسه. لمړى موږ بايد د الله تعالي او رسول اکرم صل الله عليه وسلم پر هره وينا پوره يقين ولرو، که موږ هغه حقيقت درک کولاى سو او که يې نه سو درک کولاى.

دوهم: د خبري کولو وړتيا نه د ژبي کيفيت دى او نه د ژبي خاصيت دى، بلکه دا د الله تعالي  ورکړل سوې تحفه ده. همدغه وجه ده چي حيوانات ژبي لري خو بيا هم خبري نه سي کولاى. او همدا ډول ځيني انسان ژبي هم لري خو د خبرو کولو توان نه لري بلکه ګونګيان وي (ځکه الله تعالی د خبري کولو استعداد نه وي ورکړی).

که څوک پوښتنه وکړي چي د انسان غړي او اندامونه به څنګه بېله ژبي خبري وکړي؟ موږ به جواب ورکړو: کله چي ژبه بېله ژبي خبري کولاى سي نو دا نور غړي او اندامونه هم بېله ژبي خبري کولاى سي ځکه ژبه هم لکه دا نورغړي د غوښو يوه ټوټه ده.

د ټول کايناتو پيدا کونکى او پالونکى چي ژبي ته د خبرو کولو توان ورکړئ دئ نورو غړو او اندامو ته به هم د خبري کولو توان او طاقت ورکړي. دا ښکاره خبره ده چي د خبري کولو خاصيت د الله تعالي له طرفه دى د ژبي خاصيت نه دى. که خبري کول د ژبي خاصيت واى نو حيواناتو به هم خبري کولاى. حکيم الامت مولانا اشرف علي تهانوي (رحمة الله عليه) وپوښتل: تاسو يو وخت راډيو يا ټيپ ليدلى دى؟ پوښتونکي وويل: هو ولي نه!

حکيم الامت رحمة الله عليه ځني وپوښتل: راډيو او ټيپ څنګه بېله ژبي خبري کوي؟

پوښتونکي وويل: نه

مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله عليه وپوښتل: راډيو او ټيپ څنګه بېله ژبي خبري کوي؟ که حالت داسي وي نو د انسان غړي او اندامونه به خامخا د قيامت په ورځ خبري وکړي. چي د انسان په لاس جوړسوي اسباب (راډيو، ټيپ...) خبري کولاى سي نو د الله تعالي  پيداکړي اندامونه خو به په ډېره آسانى سره خبري وکړي.

پوښتونکى قانع سو او د حکيم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله عليه څخه يې مننه وکړه چي دده د ذهن څخه يې شک ليري کړ.

الْيَوْمَ نَخْتِمُ عَلَى أَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَا أَيْدِيهِمْ وَتَشْهَدُ أَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ
سورة يس الاية -٦٥
ژباړه: نن ورځ به د دوی پر خولو مهر ووهو او د دوی لاسونه به زموږ سره خبری ورکړي او د دوی پښې به د هغو کارونو شاهدي اداء کړي چي دوی به (په دنیا کي) کول.

(حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي رحمة الله علیه د دارالعلوم دیوبند د نړیوالي مدرسې د ډیرو مشهورو علماؤ د جملې څخه دی چي ویل کیږي ۱۰۰۰ نژدې کتابونه يې تالیف کړي دي.)

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته