ليکوال: مولوي عنایت الله علمي /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په دغه وختو کي چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم او د ده و اصحابو ته تکليفونه او آزارونه ورکول کيږي نور هم د مسلمانانو هجرت و حبشې ته زياتېدي، د مسلمانانو ډير نفر و حبشې ته تله او د نجاشي په پاچهي کي يې ژوند کاوه ترڅو چي يوه کوچنۍ واقعه پېښه سوه او په حبشه کي يې د مهاجر مسلمانانو پر ژوند تاثير وکړی، هغه واقعه داسي وه: په مکه مکرمه کي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د سورة النجم آخري آياتونه نازل سوه،
نو دغه د بعثت د پنځم کال د روژې په مياشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم و حرم شريف ته را ووتي او هلته د قريشو ډيره لويه ډله ناسته وه چي په دوي کي د قريشو مشران او سرداران هم وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته و درېدي او د سورة النجم په ويلو يې شروع وکړه، کفارو چي کلام الله تر دغه د مخه په صحي شکل نه ؤ اورېدلى ځکه د قريشو پرله پسې کوښښ دا ؤ چي څوک قرآن کريم وا نه وري او همېشه به ځينو و ځينو نورو ته ويل: قرآن مه اورئ بلکه د محمّد صلی الله علیه وسلم د قرآن ويلو په وخت کي غالمغال ښور ماښور جوړوئ، چي نه يې تاسي واوري او نه يې بل څوک واوري، لکه څرنګه چي الله( د سورة حْمۤ السجده يا فصلت په (26) نمبر آيات کي فرمايي:
وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَسْمَعُوا لِهَذَا الْقُرْآنِ وَالْغَوْا فِيهِ لَعَلَّكُمْ تَغْلِبُونَ (26)
يعني: هغه کسان چي کافران سوي دي وايي:کوم وخت چي محمّد صلی الله علیه وسلم قرآن وايي غوږ مه ورته نيسئ اوغالمغال ښور ماښور جوړوئ، ښايي چي په دغه طريقه سره تاسي پر محمّد غالبه سي.
اوس چي کفارو الْهي کلام د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکي خولې څخه واورېدي هغه خپله دښمني يې هېره سوه د ځانه څخه بې خبره دي، هر يوه په دقت غوږ ورته نيولى دى او رسول الله صلی الله علیه وسلم د سورة النجم آخرني آياتونه ورته تلاوتوي:
أعوذُ بالله من الشيطْن الرّجيم ط بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ (1)وَأَنَّهُ هُوَ أَضْحَكَ وَأَبْكَى (43) وَأَنَّهُ هُوَ أَمَاتَ وَأَحْيَا (44) وَأَنَّهُ خَلَقَ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالْأُنْثَى (45) مِنْ نُطْفَةٍ إِذَا تُمْنَى (46) وَأَنَّ عَلَيْهِ النَّشْأَةَ الْأُخْرَى (47) وَأَنَّهُ هُوَ أَغْنَى وَأَقْنَى (48) وَأَنَّهُ هُوَ رَبُّ الشِّعْرَى (49) وَأَنَّهُ أَهْلَكَ عَادًا الْأُولَى (50) وَثَمُودَ فَمَا أَبْقَى (51) وَقَوْمَ نُوحٍ مِنْ قَبْلُ إِنَّهُمْ كَانُوا هُمْ أَظْلَمَ وَأَطْغَى (52) وَالْمُؤْتَفِكَةَ أَهْوَى (53) فَغَشَّاهَا مَا غَشَّى (54) فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكَ تَتَمَارَى (55) هَذَا نَذِيرٌ مِنَ النُّذُرِ الْأُولَى (56) أَزِفَتِ الْآزِفَةُ (57) لَيْسَ لَهَا مِنْ دُونِ اللَّهِ كَاشِفَةٌ (58) أَفَمِنْ هَذَا الْحَدِيثِ تَعْجَبُونَ (59) وَتَضْحَكُونَ وَلَا تَبْكُونَ (60) وَأَنْتُمْ سَامِدُونَ (61) فَاسْجُدُوا لِلَّهِ وَاعْبُدُوا (62)
د دغه آخري آيات چي د سجدې آيات دى تر ويلو وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم سجده وکړه، کفار چي د دغو آياتو تر تاثير لاندي راغلي وه د ټولو څخه بېله اختياره سجده وسوه، کفار د دغو آياتو د عظمت او بلاغت تر تاثير لاندي سوه، حق او بليغ کلام الله يې واورېدى نو د قريشو ټول سرداران او اهلِ مکه چي دلته حاضر وه ټولو سجده وکړه، بېله يوه ضعيفه، سپين ږيري او بد بخته سړي څخه چي هغه سجده و نه کړه فقط د مځکي څخه يې خاوري را پورته کړې پر سر يې واچولې يا يې په تندي پوري ومښلې او ويل: ما لره دغه بس او کافي دي، مګر د قريشو سردارانو سجده وکړه، هغه کارځني پېښ سو چي دوى د هغه د منعه کولو دپاره په کلو کلو ډير کوښښونه کړي وه.
کوم وخت چي قريشو وليدل چي د محمّد صلی الله علیه وسلم خبري دومره تاثير لري چي حتّْی دوى هم د هغه تر تاثير لاندي راغله او خبره تر داسي ځايه ورسېدل چي دوى هم سجده وکړه، دا کار پر قريشو ډير دروند سو تر اوسه دوى خلك منعه کول چي د محمّد صلی الله علیه وسلم د خبرو تر تاثير لاندي نه سي او اوس په خپله دوى سجده وکړه! قريش ډير غمجن وه.
ماخذ: د سرور کائنات ﷺ ژوند