ژباړه او ټولونه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
دا د الله تعالی عادت الهي دی چي کله خپل يو پيغمبر رالېږي او خپل کلام هغه ته نازلوي نو خلګو ته ددغه کلام د ثابتولو لپاره په دې کلام کي د راتلونکي واقعاتو خبر ورکوي. که څه هم وړاندويني خو نجومګران هم کوي ليکن اول خو هغه يقيني نه وي،
تر دې چي هيڅ نجومګر دا دعوه نه ده کړې چي دده هره وړاندوينه صحيح سوې او هيڅکله غلطه سوې نه ده. دوهم دا چي د الله تعالی سنت دا دی چي کله يو څوک د نبوت د درواغجني دعوې سره څه وړاندويني وکړي هغه نه پوره کوي.
قرانکريم په دې حيثت چي د الله تعالی کلام دی ډيري وړاندويني کړي دي او هغه ټولي بېله استثناء څخه صحيح ثابتي سوي دي چي ددې څخه انکار د اسلام يو لوی دښمن لا هم نه سي کولای. (۱)
دلته ټولي وړاندويني ليکل ممکن نه دي خو يو څو ذکر کوو:
۱: د نبي کريم ﷺ د حفاظت وړاندوينه
د بعثت په ابتدايي وختونو کي به صحابه کرامو رضی الله عنهم د رسول الله ﷺ حفاظت کاوه وروسته الله تعالی دا ايت نازل کړی:
(وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ...)
او الله تا د خلكو له ( شره) ساتي.
په دې ايت کي زيري ورکول سو چي د زرګونو مخالفتونو سره سره دښمن تا ته هيڅ زيان نه سي رسولای، ددې ايت د نزول ترمخه به ځينو صحابه کرام د نبي کريم ﷺ د حفاظت د پاره ورسره ملګري وه، په سفر او حضر کي به يې دده مبارک ساتنه کول، ددې ايت تر نزول وروسته رسول الله ﷺ دوی ټول رخصت کړل چي اوس د کومي پيرې او حافظت اړتيا نسته الله جل جلاله دا کار پر خپله ذمه اخيستی دی... او تر دې وروسته رسول الله ﷺ ته سکون او اطمنان حاصل سو.
(۲)د بعثت په ابتدا کي رسول الله ﷺ تنها او بې مددګاره وو، ټول عرب يې دښمانان وه خو الله عزوجل يې د حفاظت وعده وکړه، په مختلفو حالاتو کي الله تعالی دده حفاظت کړی دی لکه د هجرت پر وخت چي قريشو د قتل پوره قصد کړی وو. رسول الله ﷺ حضرت علي رضي الله عنه پر خپل مبارک بستر پرې ايستی او د سورت يس د څو ايتو په ويلو يې پر کفارو يو مټ خاوري واچولې او د هغوی په وړاندي ووتی. (۳)... او دا ايت نازل سو:
(وَإِذْ يَمْكُرُ بِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِيُثْبِتُوكَ أَوْ يَقْتُلُوكَ...) (۴)
او( ياد كړه اى محمده ! ) هغه وخت چې مكر فريب به كاوه له تاسره هغو كسانوچې كافران شوى وو لپاره ددې چې بندي كړي تا، يا ووژني تا...
مشرکانو د رسول الله ﷺ د شهيد کولو د پاره ډير زيات مصارف او کوښښونه کول خو بيا هم د رسول الله ﷺ د ژوند تر پايه دوی خپل دې خطرناک مقصد ته ونه رسېدل ځکه الله تعالی يې د حفاظت ذمه واخيستل
او په دې سره رسول الله ﷺ خپله ډير مطمئن سو.
په يوه بل ايت شريف کي هم د رسول الله ﷺ دفاع ذکر سوې ده:) إِنَّا كَفَيْنَاكَ الْمُسْتَهْزِئِينَ.) (۵)
کله چي دا مبارک ايت نازل سو، رسول الله ﷺ خپلو اصحابو ته وويل چي الله سبحانه وتعالی مي د دوی د شر او اذيت څخه ساتي. دغه ټوکماران د مکې يو څو نفره وه چي خلګ به يې د نبي کريم ﷺ څخه متنفره کول او رسول الله ﷺ ته يې تکليف رسوی چي وروسته دغه کفار په ډول ډول بلاوو او آفاتو مبتلا او مړه سوه، بالاخره د الله عزوجل نوم تام او ظهور يې کامل سو.(۶)
۲: د قرانکريم د حفاظت وړاندوينه
(إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ.) (۷)
بيشكه مونږ په خپله نازل كړى دى ( پند، قرآن ) او بيشكه چې مونږ دده خامخا ساتونكي يو ( له كمولو، زياتولو او نورو) .
ايا دا امکان سته چي يو څوک په قرانکريم کي يوه ډول کمی، زياتی، تحريف يا تبديل وکړی؟ هیڅکله نه! د الله عزوجل دا وعده پوره سوه، څوارلس سوه کاله تېر سوه خو بيا هم قرانکريم بېله کمي په هغه اصلي شکل کي موجود دی او هره ورځ په ټوله نړۍ کي تر ټولو کتابونو زيات تلاوت کيږي!
نن په نړۍ کي الحمدلله د قرانکريم تر ۱۰ ميليونه زيات حافظان وجود لري او دا تعداد ورځ تر بلي زياتېږي. يو عالم وايي که چيري د ټولي نړۍ کتابونه چي په هره ذريعه ثبت او ساتلي وي په سيند کي وغورځول سي او قران حکيم هم په کلي ډول له مځکي څخه ايسته سي نو هيڅ کتاب به بيرته موجود نه سي خو يو قران مجيد هغه کتاب دی،
چي په هر هيواد، ښار، ولايت او کلي کي حافظان لري چي په څو لحظو کي به بيرته هم هغه قران کريم د دنيا په هر کونج کي بيرته په اصلي شکل موجود سي. حتی د قران عظيم الشان د حفاظت او ساتني د پاره صرف يو حافظ لا هم کفايت کوي!!!
د قران کريم حفاظت په خپل اصلي شکل کي يو داسي حقيقت دی، چي حتی ځينو هغو کافرانو ، چي د اسلام پر خلاف به يې تبليغات کول هم منلی دی لکه مشهور عیسايي مستشرق ويليام موير (William Muir) چي وايي:
" په نړۍ کي داسي هيڅ کتاب نسته چي دوولس پېړۍ (اوس ۱۴ پېړۍ) په دومره اصلي او خالص حالت کي ساتل سوی وي لکه قرانکريم.(۸)
۳: د قرانکريم د حفظ د اسانۍ وړاندوينه
الله عزوجل د خپل اخرني معجز کتاب قران په اړه فرمايي:
(وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقُرْآنَ لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِنْ مُدَّكِرٍ.) (۹)
او خامخا په تحقيق مونږ قرآن آسان كړى دى د يادولو او پند اخيستلونو لپاره، ايا څوك يادوونكى پندا خيستونكى شته؟
لکه مخکي چي ذکر سوه، چي نړۍ د قرانکريم د حافظانو ډکه ده، يو ډير کوچنی ماشوم به تاسو ووينی چي دا دومره ستر اسماني معجز کتاب به يې په سينه کي ټول حفظ وي او عموماً د هر مسلمان څه ناڅه برخه د قرانکريم حفظ ده چي هره ورځ يې په لمانځه کي پنځه وخته تلاوت کوي. دا د متعال رب جل جلاله کړې وعده ده، چي دا دی موږ يې په سترګو مشاهده کوو.
همدارنګه الله عزوجل د خپل اخرني مقدس کتاب د تحريف څخه د ساتني وعده هم کړې ده، الله تعالی فرمايي:
)لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِنْ بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنْزِيلٌ مِنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ.) (۱۰)
دا وړاندوينه هم د مخکنيو وړاندوينو په څېر پوره سوې ده. د باطل څخه دلته مراد تحريف او تبديل دی.(۱۱)
۴: د قرانکريم د اعجاز وړاندوينه
(قُلْ لَئِنِ اجْتَمَعَتِ الْإِنْسُ وَالْجِنُّ عَلَى أَنْ يَأْتُوا بِمِثْلِ هَذَا الْقُرْآنِ لَا يَأْتُونَ بِمِثْلِهِ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِيرًا.) (۱۲)
ووايه ( ا ى محمده ! دوى ته ) خامخا كه يو ځاى ( راټول ) شي ( ټول ) انسانان او پيريان په دې چې راوړي په شان ددې قرآن ( په فصاحت او بلاغت كې ) نورا به نه وړي په شان ددې ( قرآن ) اګر كه وي ځينې د دوى د ځينو نورو سره ملاتړي
( او مرستيالان ) .
د سورت بقرې په ۲۴ ايت کي راځي چي دوی به هيڅکله ددې مثل رانه وړي:
( وَلَنْ تَفْعَلُوا...)
او له سره به يې ونه کړى شئ.
ماخذ: د رسول الله ﷺ د نبوت دلائل
--------------------------------------------
اخذ لیکونه:
۱: علوم القران: ص ۲۲۷
۲: معارف القران: ج۳، ص۱۹۵،
۳: الکلام المبين في آيات رحمة للعالمين: ص ۷۷
۴: سورة الانفال: ۳۰
۵: سورة الحجر: ۹۵
۶: اظهار الحق: ۸۰۶
۷: سورة الحجر: ۹
۸: Sir William Muir, The Life of Mohamet, Introduction, p.18
۹: سورة القمر: ۱۷
۱۰: سورة الفصلت: ۴۲
۱۱: بايبل سي قران تک: ج۲، ص۳۴۳.
۱۲: سورة بني اسرائيل: ۸۸