تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د منافقانو عملونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 7, 2020
  0

سیرت نبوي (۲۰۸برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د بني مصطلق تر غزاء د مخه د منافقانو عملونه

موږ مخ کي په تکرار سره ويلي دي چي عبدالله بن اُبى منافق د اسلام او مسلمانانو سره حسد او عناد درلودى خاصتاً دغه حسد او عناد يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ډېر زيات ؤ ځکه د أوس او خزرج قبيلو داسي اتفاق کړى ؤ چي دئ د دغو قبيلو پاچا وګرځوي حتّْی د ده د پاچهۍ د تاج دپاره يې ملغلري او مرياني سره یو ځای کړي وې،

 

خو په دغه وخت کي مدينې منورې ته اسلام راغلى او اسلام دغه دوې قبیلې د دې څخه را وګرځولې چي د اُبى د زوى متابعت دي وکړي، يا دي دئ د ځان پاچا وګرځوي، نو د اُبى زوى دا فکر کاوه چي د ده پاچهي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ځني واخستل، د ده دغه عناد او حسد د هجرت د شروع څخه معلوم او ښکاره ؤ، د مخه تر دې  د ده عناد ښکاره ؤ چي دئ په اسلام سره تظاهر او ښکاره والى وکړي او پسله هغه ښکاره ؤ چي دئ په ظاهره مسلمان سو، يوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر يوه بوده سپور ؤ غوښتل يې چي د سعد بن عُباده رضی الله عنه  چي مريض ؤ پوښتني ته ورسي، په لار کي پر يوه داسي مجلس ورغلى چي هلته د اُبى زوى هم ناست ؤ، د اُبى زوى پزه ونيول او ويل: پر موږ دوړي مه کوى او بيا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دغه مجلس ته قرآن مجيد تلاوت کړی د اُبى زوى و ويل: په کور کي دي کښېنه زموږ مجلسو ته مه راځه. [رواه البخاري ومسلم]

 


د اُبى د زوى دغه عمل د مخه تر هغه ؤ چي په اسلام سره تظاهر وکړي او کوم وخت چي پسله بدره يې په اسلام سره تظاهر وکړی، بيا هم د همېش دپاره د الله او رسول الله او مسلمانانو لوى دښمن ؤ، ټول هَم او غَم، ټول چرت او فکر يې دا ؤ چي اسلامي ټولنه څنګه سره وپاشي، مسلمانان څنګه سره متفرق او جلا کړي او د اسلام کلمه څنګه کښته او ذليله کړي، د اسلام د دښمنانو سره يې دوستۍ کولې، تاسي و ليدی چي د بني قينقاع د يهودو په مسئله کي يې څنګه مداخله وکړه؟

 

تاسي و ليدى چي د اُحُد په غزاء کي يې څومره غدر او خيانت وکړی، مسلمانان يې په خپل منځ کي سره متفرق کول او غوښتل يې چي په دوى کي بېره او ګډ وډي راولي، د مسلمانانو د خطايستلو دپاره د دغه منافق د مَکرو او چمو څخه يو دا ؤ: 


پسله هغه څخه چي ده په اسلام سره تظاهُر کاوه د هري جمعې په ورځ چي به رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خُطبې ويلو دپاره کښېنستى اول به د اُبى زوى ولاړسو او ويل به يې: دغه ستاسي په منځ کي رسول الله  دى، الله جل جلاله  په ده سره مکرمه او معززه کړاست مرسته او نصرت يې کوى، خبري يې اورى او اطاعت يې کوى او بيا به کښېنستى، وروسته به رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خطبې ويلو دپاره ولاړ سو. 


خو د ده و بې شرمۍ او سپين سترګۍ ته وګورى! په هغه جمعه چي پسله اُحُده وه سره د دې چي ده هغه لوى غدر او خيانت هم کړى ؤ، بيا ولاړ سو غواړي چي هغه خپله پخوانۍ خبره وکړي، خو مسلمانانو ترکالو ونيوى او ويل: اې د الله دښمنه! کښېنه تا هغه کارونه وکړه چي و دي کړه، ته د دغو خبرو لائق نه يې، د اُبى زوى د خلکو تر اوږو اوښتى او د مسجده څخه وزي، د ځانه سره وايي: کومه د شَر خبره خو به مي نه وي کړې؟ ما د ده د ملاتړ خبري کولې، د مسجد په دروازه کي د انصارو يو سړئ په مخه ورغلى د اُبى زوى ته يې و ويل: وَيلک! ورسه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مغفرت طلب درته وکړي، ده ويل: والله نه غواړم چي ما ته د مغفرت دعاء وکړي. 


دغه رنګه د اُبى زوى د مسلمانانو پر ضد د بني النضير د يهودو سره اتصالات او ارتباطات درلودل، دئ ؤ چي هغو ته يې ويل: ټينګ او ثابت و درېږى که تاسي د مدينې منورې څخه وايستل سواست مـوږ هم در سره وزو او که ستاسي سره مسلمانانو جنګ کاوه مـوږ ستاسي مرسته کوو، ستاسي په باره کي د هيچا خبري نه اورو او نه يې پروا لرو.


د احزابو په غزاءکي ده او د ده ملګرو داسي کارونه کول چي د مسلمانانو په زړو کي بېره او وارخطايي پيدا کړي، هغه چي الله جل جلاله  د سورة الاحزاب په (12) نمبر آيات کي د دوى د نفاق حالات بيانوي او فرمايي: 


وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ مَّا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلَّا غُرُورًا ﴿١٢﴾
يعني: هغه وخت در په ياد کړه چي منافقانو او هغو کسانو چي د دوى په زړو کي د نفاق مرض ؤ ويل:الله او د الله رسول زموږ سره د روم، فارس او يمن د فتحه کېدلو وعده نه ده کړې مګر په غرور او خطايستلو سره. چي پوره ترجمه او قصه يې د خندق په غزاءکي درته بيان سوه، تر څو چي الله جل جلاله  پسي فرمايي:

 

يَحْسَبُونَ الْأَحْزَابَ لَمْ يَذْهَبُوا وَإِن يَأْتِ الْأَحْزَابُ يَوَدُّوا لَوْ أَنَّهُم بَادُونَ فِي الْأَعْرَابِ يَسْأَلُونَ عَنْ أَنبَائِكُمْ وَلَوْ كَانُوا فِيكُم مَّا قَاتَلُوا إِلَّا قَلِيلًا ﴿الأحزاب: ٢٠﴾
يعني: دغه منافقان دکفارو پر لښکرو ګمان کوي چي په ماته او شکست سره نه دي تللي او که چيري بيا دکفارو لښکر دوهم وار د جنګ دپاره راسي نو د دغو منافقانو دا خوښه ده چي دوى د ښاره څخه ليري د صحرايي عربو په کلو کي و اوسيږي او هلته يا د هغه ځايه څخه ستاسي د حال او احوال پوښتنه کوي او که چيري دغه منافقان په تاسي کي واى نو جنګ به يې نه واى کړى مګر ډير لږ، هغه هم د ريا دپاره، الله جل جلاله  د منافقانو د زړو حال ښکاره کوي او فرمايي:

 

دغه دکفارو لښکري خو د خندق د غزاء څخه ناکامه ولاړې، مګر دغه بېرېدونکي منافقان لا تر اوسه هم پر دې یقین نه لري چي کفارو ماته و خوړل او ولاړل اوکه فرضاً دکفارو لښکري بيرته راسي او پر مسلمانانو حمله وکړي، نو د منافقانو دا آرزو او تمنا ده چي د جنګ تر ختمېدلو پوري بالکل د ښاره څخه ووزي او يوه ليري کلي ته ولاړ سي او د هغه ځايه څخه د تلونکو او راتلونکو خلکو څخه د جنګ د حالاتو معلومات کوي، چي د مسلمانانو څه حال دى او جنګ وکوم ځاى ته ورسېدى؟ دغه منافقان د خولې په خبرو او په ښکاره سره ستاسي خير غوښتونکي دي، خو په جنګ او د خندق په کندلو کي ډير کار نه کوي صرف د مجبوريت په سبب او د ريا دپاره په جنګ کي لږ حصه اخلي. 


وروڼو! دکفارو او منافقانو دغه راتلونکو دسيسو ته ښه متوجه سى د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د زمانې څخه تر اوسه پوري د اسلام د دښمنانو او منافقانو د طرفه څخه دغسي رويې او طريقې عملي کيږي:  


د اسلام دښمنان که يهود وه، که منافقان وه،که مشرکان وه، په دې ښه پوهېدل او نن ورځ هم ښه پوهيږي چي د اسلام کاميابي د اقتصاد په قوت سره نه ده، د اسلحې او د لښکرو د ډېر والي په سبب سره نه ده، بلکه د دوى کاميابي د دوى د دين، د دوى د اخلاقو، د دوى د هغو قوانينو په سبب ده چي اسلامي ټولنه او افراد يې لري، کفار پوهيدل او پوهيږي چي د دغه فيض او نور، د دغه کاميابۍ او سر لوړۍ منبع رسول الله صلی الله علیه وسلم  دى او هغه صلی الله علیه وسلم  د دغو صفاتو دپاره مثل اعلْى دى، نو کفارو ته پسله دغه پنځو کلو او اوږدو جنګو څخه دا معلومه سوه چي د اسلام پر دين او مسلمانانو د اسلحې په استعمالولو سره نه سو کاميابه کېدلاى، نو يې پرخپلو ځانو دا لازمه کړه چي د دغه دين پر ضد به په اعلامي او تبليغاتي جنګ جنګيږو،

 

د دغه دين اخلاق او احکام به غندو او د ټولو په مقدمه کي به زموږ د تبليغاتو اول هدف د رسول الله صلی الله علیه وسلم  شخصيت وي، څرنګه چي منافقان د مسلمانانو په صفو کي درېيم صف ؤ او بل دا چي دوى په مدينه منوره کي اوسېدل او دوى وه چي همېشه د مسلمانانو سره په تماس کي وه نو دوى کولاى سواى چي په هر وخت کي د مسلمانانو مشاعر او احساساتو ته په خپلو تبليغاتو سره حرکت او تغير ورکړي، نو ځکه دغه تبليغاتي وظيفه د مدينې منورې منافقانو پر غاړه اخستې وه، چي د دوى په سر او مقدمه کي د اُبى زوى ؤ او د دوى دغه تبليغاتي جنبه د احزابو تر غزاء وروسته په روښانه شکل سره ښکاره سوه او دا هغه وخت ؤ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اُم المؤمنين زينب بنت جحش رضی الله عنها  سره پسله هغه څخه واده وکړی چي زيد بن الحارثه رضی الله عنه  طلاقه کړه. 

 


وروڼو! په جاهليت کي د عربو تقليدي قانون دا ؤ: هر هغه څوک چي دوى به په زوى والي سره ونيوى هغه به داسي سو لکه د دوى د مَلا او نسل زوى، د دوى په تقليدي قانون د دغه زوى ښځه پر هغه چا حرامه وه چي دئ يې په زوى والي سره نيولى ؤ، نو کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د زينب رضی الله عنها  سره نکاح وکړه، منافقانو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر ضد د شر پارولو دپاره! د دوى په باطل ګمان دوه اعتراضه پيداسوه، اول دا چي دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پنځمه زوجه وه او دوى به ويل: قرآن مجيد تر څلورو ښځو زيات اجازه نه ده کړې نو دا کار څنګه و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته صحي او جائز  دى؟ 


دوهم: زينب رضی الله عنها   د هغه چا ښځه وه چي ده صلی الله علیه وسلم  په زوى والي سره نيولى ؤ، نو د خپل زوى د ښځي سره نکاح کول اکبرالکباير ګناه ده، البته  دا د عربو د جاهليت په تقليدي قانون کي، نو يې په دغو موضوعاتو کي تبليغاتو ته زور ورکړى او په دغه باره کي يې قصې او نقلونه جوړ کړه او دغه جوړ سوي تبليغات يې په دومره جوش او شور سره نشر کړه چي متأسفانه نن ورځ هم د هغو آثار په ځينو منحرفه کتابو او ځینو جاهلو خلکو کي پاته دي او دغو تبليغاتو د ضعيف الإيمانه مسلمانانو په زړو کي قوي اثر وکړی، تر څو چي په دې باره کي د قرآن مجيد ښکاره او روښانه آياتونه نازل سوه چي په هغو آیاتو کي د دغه قلبي امراضو علاج موجود ؤ. 


او د دغو تبليغاتو پر پراخوالي او ډير والي دا دلالت کوي چي الله جل جلاله  د سورة الأحزاب په شروع کي څو آياته د دغو تبليغاتو د رَدولو دپاره نازل کړه او رب عزوجل  د سورة الأحزاب شروع په دغه الْهي قول سره وکړه چي فرمايي:


يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللَّهَ وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿الأحزاب: ١﴾
يعني: اې نبي محمّده!  صلی الله علیه وسلم  يواځي د الله جل جلاله  څخه بېرېږه دکافرانو او منافقانو حکم مه منه، بېشکه چي الله جل جلاله  ډېر عالم دى او د ښه حکمت خاوند دى. 


وروڼو! نن ورځ هم د اُبى د زوى غوندي منافقان، د اسلام دښمنان او ضعيف الإيمانه مسلمانان سته چي عيناً هغه د اُبى د زوى خبري تکراروي او بيانوي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر مبارک ذات قسم قسم ناوړه تورونه لګوي، آيا د اُبى د زوى دغه خبرو د اسلام مخه ونيول؟ او که په ټول تاريخ  کي د منافقانو او د اسلام د دښمنانو خبرو د اسلام مخه نيولې ده؟ خو افسوس د هغو کم عقله او ضعيف الإيمانه مسلمانانو پر حال دى چي د دغو خبرو تر تاثير لاندي کيږي او خپل آخرت ته بېله کومي دنيوې فايدې تاوان رسوي او ځان د دوږخ وکندو ته ور اچوي، هـو! هلته داسي کسان سته چي د دغو خبرو په بيانولو سره په مليونو مليونو ډالره اخلي لکه سلمان رُشدي، يا د ډنمارک احمقان، يا نور د دوى امثال. 


هغه خو اصلاً کافران دي، د اُبى د زوى اولاده ده او د پيسو د ګټلو دپاره يې دغه لار اختيار کړې ده، خو د مسلمانانو يې پرڅه؟ چي خپلي عقيدې په خپله خرابوي او د دوږخ پر طرف په خپله خوښه ورځغلي. 


وروڼو! دا د منافقانو و هغه رول او عمل ته يوه اشاره وه چي دوى د بني مصطلق تر غزاء د مخه لوباوه او عملي کاوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه د دوى عمل په صبر، نرمي او تلطُف سره زغامه او پرځان تېراوه، عامو مسلمانانو د  دوى د شره څخه ځانونه ساتل يا يې د دوى آزارونه په صبر سره زغمل، ځکه مسلمانانو! منافقان د هغو په رسوا او بې شرمه عمل سره پېژندلي وه، د منافقانو څخه به هر وار داسي عمل پېښ سو چي په هغه سره به رسوا او شرمنده سول، لکه الله جل جلاله  چي د سورة التوبه په(126) نمبر آيات کي فرمايي:

 


أَوَلَا يَرَوْنَ أَنَّهُمْ يُفْتَنُونَ فِي كُلِّ عَامٍ مَّرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ لَا يَتُوبُونَ وَلَا هُمْ يَذَّكَّرُونَ ﴿التوبة: ١٢٦﴾
يعني: آيا دغه منافقان نه ګوري او فکر نه کوي چي دوى په هرکال کي يو يا دوه واره په قسم قسم مصېبتو مبتلا کيږي، خو دوى د خپله نفاقه څخه نه توبه کاږي او نه دوى په دغه ابتلاء سره پند اخلي. 


دغه ذکر سوي او د دې په مثل نور کارونه منافقانو د بني مصطلق تر غزاء د مخه کړي وه او کول يې، خو اوس هغه کارو ته متوجه سي چي دغه منافقانو د بني مصطلِق په غزاء کي وکړه.


اوس چي د بني مصطلق د غزاءدپاره مسلمانان وزي او د اول وار دپاره منافقان د مسلمانانو سره په دغه غزاءکي و وتل، نو منافقانو د الله جل جلاله  د هغه قول مصداق ښکاره کړى چي د سورة التوبه په (47) نمبر آيات کي فرمايي: 


(لَوْ خَرَجُوا فِيكُم مَّا زَادُوكُمْ إِلَّا خَبَالًا وَلَأَوْضَعُوا خِلَالَكُمْ يَبْغُونَكُمُ الْفِتْنَةَ وَفِيكُمْ سَمَّاعُونَ لَهُمْ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ ﴿التوبة: ٤٧﴾  )
يعني: که دغه منافقان ستاسي سره په لښکر کي ووزي، نو تاسي ته به هيڅ شئ نه کي در زيات بېله فساده، خرابيه او چُغليه څخه او خامخا به دوى ستاسي په منځ کي چابکي وکړي په چُغليو او نورو بديو سره، حال دا چي دوى به ستاسي دپاره فتنه او بدي غواړي. 

 


نو منافقانو د بني مصطلق په غزاءکي دوه واره د خپلي شريري نقشې د عملي کولو دپاره موقع پيدا کړه چي د مسلمانانو په منځ کي يې لويه پرېشاني په وجود را وړل او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر ضـد يې بد تبليغات شروع کړه او اوس به د دغو واقعاتو حالات په لږ تفصيل سره درته بيان سي: 


اول:کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بني مصطلق د غزاء څخه فارغه سو او د مُرَيسِيع پر اوبو يې اړولي وه، د حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  سره يو نوکر  ور سره ؤ چي جَهجاه الغِفاري ورته ويل کېده، دغه جهجاه راغلى غواړي چي د څا څخه اوبه واخلي، په دغه وخت کي يو بل نفر چي سِنان بن وَبَر الجُهني نومېدى او په انصارو کي د خزرج د قبيلې حليف ؤ دا هم راغلى د څا څخه او به اخلي، د دغو دوو نفرو په منځ کي اختلاف پېښ سو څو خبره يې و جنګ او حملو ته ورسېدل.


سِنان ناري کړه: يا معشر الانصار! يعني: اې د انصارو ډلي مه را ګورى، 
او جهجاه ناري کړه: يا معشر المهاجرين! يعني: اې مهاجرينو مرسته، 
هر يو د خپله طرفه څخه مرسته غواړي، رشتيا هم دې نارو تاثير وکړی مهاجرين د جهجاه پرطرف را ټوليږي او انصار د سِنان پر طرف را ټوليږي، قريبه ده چي د انصارو او مهاجرينو په منځ کي جنګ او لويه فتنه جوړه سي، دا خبر و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورسېدى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په قهر او تلوار سره راغلى، وې ليدل چي نژدې ده خلک په جنګ سره اخته سي، نو يې  په قهر سره و فرمايل:«اَبِدَعوَةِ الجاهليّةِ واَنا بَينَ اَظهُرِکُم؟ دَعُوها فَإنّـهَا مُنـتِنَـةً» يعني: زه په تاسي کي موجود يم او تاسي هغه د جاهليت کارونه کوى؟ دغه د جاهليت کار پرېږدى دا بد بويه کار دى.


 وروڼو! دا چي يو څوک خپل قوم د خپل باطل کومک او باطلي مرستي دپاره را غواړي دا جاهليت دى او که قوم هم د هغه مرسته په ناحقه او باطلو کارو کي کوي دا هم جاهليت دى، دا چي نن ورځ يو څوک د تميز، فخر او تفرقې دپاره وايي: زه د فلاني ځاى يا د فلاني قوم څخه يم دا هم د جاهليت دکارو څخه يو کار دى، عزت او شرف په اسلام کي دى، عزت او شرف په علم او تقوْى کي دى، په نسب او قوميت کي عزت نسته. 


شرافة الإنسان بالعلم والادب     #     لا بـالمـال والنـسب
يعني: د انسان شرف په علم او ادب سره دى نه په مال او نسب سره، يو څوک به خود مهاجر يا انصاري وي، يو څوک به خود د يوې منطقې او د يوه قومه څخه وي، خو دا شيان د دې دپاره ذکر کيږي چي انسان په و پېژندل سي، نه د انسان د عزت او شرف دپاره، د مسلمانانو اصلي عزت په اسلام او تقوْى سره دى نه په وطن او قوميت سره. 


خو سبحان الله! شيطان ؤ چي په دغه لحظه کي يې پر دوى دغه تاثير وکړی او رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: «دَعُوها فَاِنّـها مُنتِنة» پرېږدى دغه د جاهليت کار پرېږدى دا بد بويه کار دى نتيجه يې بده ده، دغه قوميت او قوم پرستي پرېږدى، دا چي يو هغه بل د قوميت په نامه په ناروا او باطلو کارو کي ځان ته ور نژدې کوي دا کار مه کوى، بلکه مسلمانان ټول سره وروڼه دي، نو مسلمانان آرام سوه او هر يو پر خپل طرف رهي سو. 


څرنګه چي عبدالله بن اُبى رئيس المنافقين هم دغه د بني مصطلق په غزاء کي  د مسلمانانو په لښکر کي موجود ؤ او دئ په داسي يوه موضوع پسي ګرځېدى چي د هغې په واسطه د مسلمانانو په منځ کي اختلاف او تفرقه جوړه کړي. 


مګر په دغه وخت کي چي د جهجاه او سِنان په منځ کي اختلاف پېښ سو د اُبى زوى نه ؤ موجود، او بيا په وروسته کي دغه خبر ده ته و ويل سو: چي داسي او داسي پېښه سوه، نو د اُبى بن سلول زوى و هغو کسانو ته چي د ده سره موجود وه او ټول هم منافقان وه يوه خبره وکړه، که څه هم په دغه وخت کي چي ده دغه خبره کول ټول موجود کسان منافقان وه، خو بيا هم هلته يو ځوان هلک ناست ؤ چي عمر يې (16) کاله يا تر دغه هم کم ؤ، دغه ځوان: زيد بن أرقم نومېدى او واقعي مسلمان ؤ، په دغه مجلس کي فقط دغه يو نفر واقعي مسلمان ؤ او نور ټول موجود کسان منافقان او د اُبى د زوى ډله وه. 


کوم وخت چي عبدالله منافق ته دغه د جهجاه او سنان د مخالفت او جګړې خبر و ويل سو ده يوه ډيره بده خبره وکړه، ويل: آيا مهاجرينو داسي وکړه؟ موږ يې په خپل وطن کي و شړلو او پر موږ غالبه سوه؟ زموږ په ملک او ښار کي يې زموږ څخه بد راځي؟ زموږ پر احسانو يې سترګي پټي کړې؟ په والله زموږ او د دغو وږو قريشو مثال داسي دى لکه هغه پخوا چي ويل سوي دي او وايي:


 (سپئ دي چاغ که چي و دي داړي) دا ډير بد مثال ؤ او بيا يې نور هم پسي و ويل: په والله که موږ بيرته مدينې ته ولاړو هغه عزتمن خلك به هغه ذليل خلک ځني وباسي، چي د دغي خبري مقصد او معنْی یې دا ده: موږ اهل مدينه چي د عزت خاوندان يو او دغه مهاجرين چي ذليله قوم دی، کوم وخت چي مدينې منورې ته بيرته ولاړسو نو به دوى د مدينې منورې څخه وباسو.


 بيا يې و هغو ناستو کسانو ته وکتل او ويل: تاسي ياست چي په خپلو ځانو مو دغه وکړه تاسي په خپل وطن کي ځاى ورکړی تاسي خپل مالونه ور سره تقسيم کړه، په والله که تاسي دغه خپله مرسته د دوى څخه منعه کړی دغه مهاجرين به وږي او فقيران سي او زموږ ملک به پرېږدي، د عبدالله بن اُبى منافق مقصد دا ؤ: چي تاسي د مهاجرينو سره هيڅ مرسته مه کوى، مه مالونه ورکوى مه کارونه، مهاجرين به وږي سي او مدينه منوره به پرېږدي، لکه څرنګه چي د مخه مو درته و ويل: په دغه مجلس کي يو نفر موجود ؤ چي هغه زيد بن أرقم ؤ او واقعي مسلمان ؤ، د ده ايمان دغه قسم خبري نه قبلولې چي پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  او مسلمانانو دي وسي، نو يې خپل اکا ته دغه بيان وکړی او اکا يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته دغه حال ورساوه.

 


 په دغه وخت کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته دغه حال ویل کېدی حضرت عمر فاروق رضی الله عنه  هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ناست ؤ او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې و ويل: يا رسولَ الله! عُباد بن بشر امرکه چي د اُبى زوى و وژني دا منافق دى. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا عمر! آيا دا ستا خوښه ده چي خلک بيا خبري کوي او وايي: محمّد خپل اصحاب وژني؟ مګر د کوچ کولو ږغ وکه، يعني: خلک په بارېدلو سره امر که، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته دغه د اُبى د زوى د خبرو حال په داسي وخت کي ورسېدى چي هغه وخت د لښکر د بارَوُلو او کوچ کولو وخت نه ؤ شپه وه، خو بيا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم  امر وکړی چي در بار سى، دا ځکه که خلک دلته پاته وي دغه د اُبى د زوى خبري نشريږي او د مسلمانانو تر غوږو ور رسيږي، نو خود په نتيجه کي لويه فتنه جوړيږي، مګر که خلک په بل کار مشغوله سي او ستړي سي دا خبره پټه پاته کيږي او فتنه خاموشه کيږي، نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  په کوچ او بارېدلو سره امر وکړی،

 

لښکر هم دبارېدلو په کار مشغوله سو او حرکت يې وکړی، څرنګه چي  دغه وخت د بارېدلو وخت نه ؤ او د مسلمانانو هم دا عادت نه ؤ چي په دغسي وخت کي بار سي خو نن داسي بې وخته بار سوه او رهي سوه. نو اُسيد بن حُضير رضی الله عنه  چي د انصارو د مشرانو څخه ؤ په تعجب کي سو چي دا وخت او بارېدل؟ پوه سو چي يوه موضوع سته، چابک سو او په لښکر کي يې ځان و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورساوه، ويل: يا رسولَ الله! موږ داسي وخت رابار سوو چي تر دې د مخه پر دغسي وخت نه بارېدلو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: آيا تا ته هغه خبره نه ده در رسېدلې چي عبدالله بن اُبى کړې ده؟ اُسيد رضی الله عنه  و ويل: يا! يا رسولَ الله! هغه څه ويلي دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د هغه داسي إراده ده چي مدينې منورې ته ولاړ سي هغه عزتمن خلک به د مدينې منورې څخه هغه ذليله خلک باسي.


 اُسيد رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! که دي خوښه وي ته هغه څوک يې چي دئ به باسې په والله دئ ذليله دى او ته عزتمن او بيا اُسيد رضی الله عنه  و ويل: يا رسولَ الله! د ده سره نرمي کوه په والله!ّ الله جل جلاله  ته په داسي وخت کي موږته را وستلې چي د ده قوم د ده د تاج دپاره مَرياني سره يو ځاى کولې او دئ داسي فکر کوي چي د ده پاچهي تا ځني واخستل. 


اوس خو لښکر تګ کوي مګر بيا هم هغه د اُبى د زوى خبر کرار کرار په مسلمانانو کي نشرېدى او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دې دپاره چي په خلکو کي فتنه جوړه نه سي امر وکړی چي و تګ ته دوام ورکړی، دغه ټوله ورځ يې تر ماښامه په لښکر تګ وکړی بېله لمانځه بل د هيڅ شي دپاره نه دريږي، شپه يې هم تر سهاره په تګ پر تېره کړه، په دغه سبا ورځ هم پسي رهي دي ترڅو چي لمر ډېر په عذاب کړه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د لښکر په اړولو امر وکړی يعني: اوس د استراحت دپاره واړوى.


خلک مځکي ته لا نه وه رسېدلي چي د ډيري ستړيا په سبب ټول بيده سوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم  دا کار د دې دپاره وکړی چي خلک د ستړيا او د خوب په سبب د خبرو کولو دپاره وخت نه کړي پيدا. 


اوس چي د اُبى زوى منافق په دې خبر سو چي زيد بن أرقم و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د ده خبري رسولي دي نو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او په الله سره قسمونه يادوي چي ما هيڅکله دغه خبري چي تا  ته ويلي سوي دي نه دي کړي او ځيني انصار چي هلته حاضر وه هغو هم و ويل: يا رسولَ الله! ښايي دغه هلک په خبرو کي خطا وتلى وي او هغه خبري يې نه وي په ياد کومي چي عبدالله بن اُبى کړي دي، يعني: ممکن دغه زيد بن أرقم درواغ ويلي وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د منافق عبدالله خبري او قسمونه و منل.


 زيد بن أرقم رضی الله عنه  وايي: زه دومره غمجن سوم چي د دغه په مثل هيڅ وخت نه وم غمجن سوى، ځکه د مسلمانانو په منځ کي په درواغو سره معرفي سو نو وايي: د خپله ځايه او خېمې څخه نه را وتلم، تر څو چي الله عزوجل  د المنافقون په سورة کي ډير آياتونه نازل کړه او دغه منافقان يې رسوا کړه، الله جل جلاله  د سورة المنافقون په (7 ، 8) نمبر آياتو کي فرمايي:


هُمُ الَّذِينَ يَقُولُونَ لَا تُنفِقُوا عَلَى مَنْ عِندَ رَسُولِ اللَّهِ حَتَّى يَنفَضُّوا ﴾.
 يعني: دغه منافقان هغه کسان دي چي خپلو ملګرو ته وايي: نفقه او خپل مالونه و هغو کسانو ته مه ورکوى چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره دي (چي هغه! هغه غريب مهاجرين دي) دا د دې دپاره چي دغه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  ملګري سره متفرق سي، سره وپاشل سي، يوې او بلي خوا ته ولاړ سي.   مګر الله جل جلاله  پسي فرمايي:

 


وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٨﴾
خو د آسمانو او مځکي خزانې خاص الله لره دي مګر منافقان د الله په رزاقيت نه پوهيږي.


دغه احمق او ناپوه منافقان په دغه هم نه پوهيږي چي د ټولو مځکو او آسمانو خزانې د الله جل جلاله  په اختيارکي دي او الله جل جلاله  يې مالک دى، رزاق او رازِق دئ عزوجل  دى، دا چي هر څوک مال لري هغه ته الله جل جلاله  ور کړى دى خو غريبان يې هم وږي نه دي پرې اېښي.


يَقُولُونَ لَئِن رَّجَعْنَا إِلَى الْمَدِينَةِ لَيُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ مِنْهَا الْأَذَلَّ
منافقان وايي: که چيري موږ بيرته مدينې منورې ته ولاړسو نو خامخا به هغه ډېر عزتمن خلک (چي کافران او منافقان دي) د دوى په قول! دغه ډير خوار او ذليله خلک (چي مومنان او مهاجرین دي) د مدينې څخه باسو، مګر الله جل جلاله  فرمايي: 


وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ ﴿٨﴾
يعني: عزت خاص الله لره دى او رسول الله لره دى او مومنانو لره دى مګر منافقان د رب العزت په عزت نه پوهيږي. 


زيد بن أرقم رضی الله عنه  وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  ما ته يو څوک را ولېږى، زه چي ورغلم دغه آياتونه يې را ته تلاوت کړه او وې فرمايل: الله جل جلاله  ستا تصديق وکړی او رسول الله صلی الله علیه وسلم  د نورو مسلمانانو په حضور د زيد بن أرقم رضی الله عنه  غوږ ونيوى او وې فرمايل: دا هغه څوک دى چي الله جل جلاله  د ده غوږ او د ده  اورېدل سوي خبري تصديق کړې، يعني: دئ درواغ نه وايي رب عزوجل  يې تصديق وکړی، دغه خبر  عبدالله بن عبدالله بن اُبى ته ورسېدى. 


وروڼو! دغه رئيس المنافقين عبدالله بن اُبى يو زوى درلودى چي د هغه نوم هم عبدالله ؤ، دغه عبدالله رضی الله عنه  چي د منافق عبدالله زوى ؤ صالح او صادقه مسلمان ؤ او 
د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د جليل القدره اصحابو څخه ؤ، بلکه د هغو کسانو څخه ؤ چي وحيِ يې ليكلې، دئ رضی الله عنه  د پلار د دغو  ټولو کارو څخه بري او بېزاره ؤ. دغه عبدالله چي په دغه واقعه خبر سو نو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ورغلى او ويل: يا رسولَ الله! زه خبر سوم چي تا زما د پلار د وژلو إراده کړې ده، که ته دا کار کوې پر ما امر وکه په والله سر به يې  درته را وړم، زه پر دې بېرېږم چي ته به بيله ما څخه بل څوک په دغه کار امر کړې او بيا به ما نفس او شيطان نه پرېږدي چي د پلار قاتل مي دي د خلکو په منځ کي ژوندﺉ ګرځي او بيا به زما څخه هغه زما د پلار قاتل و وژل سي، نو به مي مسلمان د کافر په عوض کي وژلى وي او اور ته به داخل سم، نو که ته غواړې چي دئ و وژنې د ده په وژلو سره ما امرکه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا! وژنم يې نه! بلکه نرمي او مهرباني ور سره کوم ترڅو پوري چي زموږ سره پاته وي ښه ملګر تيا ور سره کوم او بيا دغه عبدالله رضی الله عنه  د خپل منافق پلار عبدالله بن اُبى په لارکي و درېدى او د هغه پر ځيګر يې توره ورکښېښوول ويل: والله وژنم دي ته به مدينې ته نه سې را څخه داخل او نه به دي مدينې ته پرېږدم ترڅو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  اجازه نه وي درته کړې او دا اقرار و نه کړې چي ته ذليل يې او محمّد صلی الله علیه وسلم  عزيز او عزتمن دى. 


كله چي منافق عبدالله وليدل چي زوى يې جِدّي دى دغه خبره په رشتيا ورته کوي او د ده د وژلو قصد يې کړى دى نو ځاى پر ځاى و درېدى او حرکت نه کوي څو رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته خبر و رسېدى چي عبدالله خپل پلار نه پرېږدي چي ستا بې اجازې د مدينې منورې پر طرف ولاړ سي، بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  حال ور ولېږى چي ما و عبدالله بن اُبى ته اجازه کړې ده چي مدينې منورې ته داخل سي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه امر او اجازې په سبب عبدالله رضی الله عنه  خپل منافق پلار عبدالله بن اُبى پرېښاوه  چي د مدينې منورې و طرف ته د لښکره سره رهي وي او دغه خبر په ټول لښکر کي نشر سو چي منافق عبدالله بن اُبى دغسي ويلي وه او بيا خپل زوى نه پرېښاوه چي مدينې ته داخل سي، نو خود  د دغه منافق حِقد او حسد، عناد او عداوت نور هم ډير او زيات سوه چي د هغه په سبب يې يوه بله خطرناکه واقعه او حادثه په وجود راوړل چي هغه د (اِفک) يا د لويو درواغو خطرناکه واقعه ده، د (اِفک) واقعه چي عبدالله بن ابی منافق یې مؤسِس او جوړوونکی ؤ په داسي ډول سره وه:


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته