رالېږونکی: مطیع الله عابد
زبیده بي بي یوه نیکه شهزاده ګۍ وه، د ” نهر زبیده " په جوړولو سره یې د الله تعالی مخلوق ته ډیره فایده وروسول.
تر خپل وفات وروسته هغه یو چا په خوب کي ولیده هغه ترې پوښتنه وکړه چي اې بي بي ستا سره څه معامله وسوه؟ زبیدې بي بي جواب ورکړ چي الله تعالی بخښنه راته وکړه. خوب لیدونکی ورته وویل چي تا نهر زبیده په جوړولو سره د الله تعالی مخلوق ته ګټه وروسوله ستا بخښنه خوبه خامخا کېدله.
زبیدې بي بي ورته وویل چي نه نه هیڅکله هم د ’’نهر زبیده ’’عمل پېش نه دی، ما ته دا وښایه چي تا زما له پاره کوم عمل کړي؟ زبیدې وویل چي زه خو ویریدم چي اوس به څه کیږي خو الله تعالی پر ما مهرباني وکړل ماته وویل سو چي ستا یو عمل ماته خوښ سو، یو ځلي ته د لوږي په حالت کي پر سترخوان ناسته وې خوراک دي کاوه چي په دې کي تا د الله اکبر په الفاظو سره د اذان ږغ واوریدی ستا په لاس کي ګوله وه او له سر څخه دي پوړنۍ ښویدلي و تا ګوله بیرته کښیښوده اول دي پوړنۍ صحیح کړ بیا دي ګوله وخوړله تا په ګوله خوړولو کي وروسته والي زما د نامه د ادب په وجه وکړ ځه ما ستا مغفرت وکړی.
مولانا احمد علي لاهوري رحمه الله به فرمایل چي انسان کله د اذان ږغ واوري نو د ادب په وجه دي چپ سي د اذان جواب دي ورکړي اوپه اخر کي دي مسنون دعا ولولي زما تجربه ده چي د اذان د ادب په وجه به هغه ته د مرګ په وخت د کلمې ویلو توفیق نصیب کیږي. (پاشلي ملغلري، ج۲: ص۱۱۸)
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه