تازه سرليکونه
د (مطمئن ژوند) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د ناکامۍ څخه د خلاصون نهه چاري
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 23, 2018
  0

که له ناکامۍ ډار لرئ، دا نهه ځانګړنې غوره کړئ؛ بریالي به شئ

ژباړه: حضرت عثمان نوري  / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


     که تاسې له ناکامۍ کرکه لرئ او دا مو نه خوښیږي چې پاتې راشئ؛ باید هغه عادتونه خپل کړئ چې بریالي اشخاص ترې برخمن دي. انسان نیمګړی دی او تېروتنه ترې کیږي، خو دا چې تېروتنه د لومړي ځل لپاره وشي، که د بیا ځل لپاره تکرار نه شي، انساني کار دی، خو که پرلپسې څو واره تکراري شي؛ بیا د ډير کمزوري کار بلل کیږي. دلته موږ هغه نهه لارښوونې ستاسو مخ ته ږدو، که تاسې یې عملي کړئ، له ناکامۍ ژغورل کیدای شئ او خپل راتلونکی مو له خوښېو ډکولای شئ.


     لومړی: صادقه اوسئ
    ریښتني خلک تل باور ساتي، له همدې آمله دوی هېڅکله خپل باور نه بایلي، چې شخصیت یې خام نه شي، پوهان وايي: هر شی چې خام شي، پخیږي، خو انسان چې خام شي؛ بیا نه پخيږي، که تاسې له ملګرو، کورنۍ او ګاونډیانو سره صادقانه چال چلند کوئ، هېڅکله به په کوم ځای کې بند پاتې نه شئ.


    دوهم: ځان مو پوره وګڼئ
    ځان ته ارزښت ورکول د شخصیت لوړونې مهم اصل بلل کیږي، ددې لپاره چې تاسې خپل هدف په اسانۍ ترلاسه کړئ، ښه ده چې لومړی پر ځان باور وکړئ.


    دریم: سخت کار ته سینه ورکړئ
     که تاسې اسانه کارونه کوئ، دا کوم نوښت او کمال نه دی، بلکې کمال او هنر دا دی چې تاسې سخت کارونه وکړئ؛ څکه اسانه کارونه خو هر څوک کولای شي.


     څلورم: ښه چال، چلند کوئ
     د غوره ملګرتیا او ګاوڼډیتوب یو مهم اصل ښه سلوک کول دی، هڅه وکړئ چې اخلاق مو ښه کړئ.


    پینځم: هغه څه چې کوئ، په لېوالتیا یې وکړئ
     که کوم کار ته مو ډډه نه لګېده او زړه نا زړه وئ، نو د لږ وخت لپاره دمه وکړئ، بیرون تازه هوا واخلئ او واپس د یوې غښتلې ارادې سره کار ته سینه ورکړئ او په لېوالتیا ورته د پای ټکی کېږدئ.


    شپږم: له استثناوو تېر شئ
     زیات خلک شته؛ ددې پر ځای چې د کار مثبت نقاط بیان کړي، لومړی یې منفیات بیانوي او ددې هڅه هم کوي چې له ځانه پکې نور منفیات هم ور اضافه کړي، د کار مثبت اړخ بیا، بیا وسنجوئ او له استثناوو تېر شئ؛ ځکه استثناوې لټول مو د هدف په لاره کې نږدې واټن غځوي.


     اووم: تر هغه مبارزې ته دوام ورکړئ، څو موخې ته ورسېږئ
     باوري اشخاص د کار تر پېلېدا وړاندې له ځان سره ژمنه کوي چې تر هغه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي؛ څو خپلې موخې ترلاسه کړي، د همدې لپاره تاسې هم تر هغه وخته په دوام کې اوسئ، څو موخې ترلاسه کړئ.


     اتم: سخي توب غوره کړئ
     سخي توب او خلاص لاسي اوسئ، که نغدي پېسې مو لرلې او چا درڅخه څه وغوښتل، نو بېنوا یې مه پرېږدئ، بلکې د خپل وس مطابق یو څه ورکړئ. که د یو کار لپاره درڅخه چا وخت وغوښت، نو بخیلتوب مه کوئ، بلکې وخت ورکړئ، چې څه غواړي او هیله یې څه ده؟ که د استعداد (وړتیاوو) غوښتنه درڅخه چا وکړه، او غوښتل یې له تاسو زده کړه وکړي، نو څه مو چې زده وي؛ ور زده یې کړئ. که چا در څخه نظر وغوښت، نو تاسې د پراخه فکر او نظر خاوندان یاست، خپل ښکلی نظر مو ورکړئ.


    نهم: خپل خوی مو ښه کړئ
    بریالي اشخاص ښه خویونه لري، اخلاق یې ښه وي، مینه ناک او پاک زړي وي، ددې لپاره چې تاسې د نورو خلکو زړونه وګټئ؛ نو لومړی باید خپل خوی ښه کړئ، منفیات وشړئ او د نېکو خلکو سره ناسته پاسته پېل کړئ.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته