تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مردار دانه یا (Impetigo)
 
  October 15, 2015
  0

 جلدي نارو‌غي Skin Condition

 راليږونکې  :  قابله بي بي اسیه سحر 
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه

امپيتګو ( مردار دانه ) Impetigo ) 

تشريح:
يوه ډيره ساري ، سطحي جلدي انتان دي چي زياتره د ستر پتو کوکونو او ستافيلو کوکونو له امله  پيدا کيږي ، دا ناروغي په ماشومانو کي معمول ده او کيداى سي په لويانو کي هم پيښه سي ، امپيتګو کيداى سي له مخکې موجود خارښ لرونکي درماتوزونو ( لکه اکزيما ، lice ، کووي  او تبخال ) د اختلاط په پايله کى مينځ ته راسي .د امپيتګو کم اختلاط عبارت دي له : ابسي ، پيو ډرمي ، دلمفاوي غدو التهاب ، سيپتيسيما او د سترپتوکوکال د انتاناتو څخه وروسته حادګلوميرولو نفريت.
 
تشخيص
 
خيږ لرونکي کوچني شړيدلي زخمونه معمولا په زيړ طلايي رنګ.
ويزيکولونه له زيړ رنګه مايع او يا له خفيفي تيره مايع سره .
د مخ لومړ‌نۍ اخته کيدنه چې بيا غاړې ، مټو او پښو ته خپريرږي .
ځينې وخت د خارښت شتون.
درد لرونکي ټپونه.
ټپونه کيداى سي د ورځو يا او نيو پوري دوام وکړي.
 
درملنه 
له درملو پرته درملنه 
 
هر جلدي ټپ بايد پاک وساتل سي.
جلدي ټپونه له اوبو او صابون سره ومينځئ او وچ کړئ. د موضعي درملنې له تطبيق وړاندې په ورو توګه خيږ لري کړئ .
لاسونه بايد په منظمه توګه  له صابون سره ومينځئ.

د درملو په وسيله درملنه 
 
د موضعي امپيتيګو لپاره په ورځ کې دوه ځله موضعي درملنه پرټپونو او د پوزي د سوريو په وروستيو برخو کې تطبيق کړئ.
gentian violet ٠.٥  سلنه .


او يا 
Neomycin sulfate    مرحم.
او يا
Bacitracin Neomycin + .
د پراخ امپيتيګو لپاره د ميکروب ضد سيستميک درملنې څخه ګټه واخلئ ( لکه له درې ټپونو څخه زيات ، د عضويت د څو ناحيو اخته کيدل، بولوز ناروغئ ابسي او يا تبه ).
د لومړئ کرښې درمل Penicillin  دي .
ناروغ ته دې –V Penicillin  د خولې له لارې ورکړل سي (يعنې د خولي له لاري Penicillin- Phenoxymethyl )  ) د اوو ورځو لپاره . د کوچنيانو او لويانو لپاره د معياري دوز استعمالول.
او يا 
Penicillin Benzyl Procaine  ژور عضلي زرق د اوو ورځو لپاره.
له ٣٠ کيلو ګرامه څخه کم وزنه ماشومان ٦٠٠٠٠٠ يونيټه.
له ٣٠ کيلوګرامو زيات وزن لرونکي ماشومان :١.٢  Million  يونيټه.
او يا
د دويمي کرښې درمل : د خولي د لاري   Cloxacillin
ماشومان: ١٥-١٠ mg/kg/dos هر شپږ ساعته وروسته د اوو ورځو لپاره .
لويان ٢٥٠-٥٠٠ ميلي ګرامه هر شپږ ساعته وروسته د اوو ورځو لپاره .
او يا

  د هغو ناروغانو لپاره چه د Penicillin  سره حساسيت لري : Erythromycin Ethyl succinate   دې د اوو ورځو لپاره تجويز سي.
ماشومان: معيارى دوز .
لويان : ٨٠٠ ميلي ګرامه ( دوه ټابليټه  ٤٠٠ ميلي ګرامه ) هر شپږ ساعته وروسته .
 
مخنيوى
د هر جلدي انتان پاکول په پاکو اوبو صابون سره .
د ګوتو د نوکانو لنډول او  پاک ساتل ، د ګرولو څخه ډډه کول.
د پاکو او بو او صابون په وسيله هر ورځ د روغتيا ساتني پاملرنه .
پر ټپونو د مرحم يا کريم له تطبيق څخه وروسته د لاسونو مينځل.

ماخذ :  د درملنې ملي معياري لارښود د لومړنيو روغتيايي خدمتونو مرکزونو لپاره
 
یادونه: دا لیکنه صرف د طبي ډاکټرانو لپاره لارښووني دي.
 
 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته