تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
جرم پیژندنه / دوهمه برخه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 29, 2024
  0

ترتیب کوونکي: مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 جرم پیژندنه 
(۲) 


د شخصیت اختلالات 


په هره ټولنه کي داسي وګړي شته چي په غیر ارادې ډول نه شي کولای چي د ټولنیزو قواعدو سره توافق وکړي، د هغوی کړه وړه پخپله هغوی او ټولني ته ضرر رسوي او دا ډول اشخاص د ټولني تر ټولو زیات مجرمین وي. 


دا ډول اشخاص د شخصیت په ناروغۍ اخته وي او نه شي کولای چي د ټولني سره ځان عیار کړي. د ځان په مقابل کي د خطر احساس کوي، د هغوی کړه وړه پخپله د هغه او همدارنګه د نورو لپاره هم ستونزي او تشویش پیدا کولای شي، غیر نور مال شخصیت اصلاً رواني اختلالات لري. لکه: مثلاً خفګان د عادي اشخاصو په نسبت هغه اشخاص چي د مختلفو دلائلو له امله د خفګان لاندي وي ، د جرائمو کچه یې لوړه وي، او په نتیجه کي دا فرضیه چي د خفګان اختلالاتو او جرم تر منځ مثبته اړیکه وجود لري، په ثبوت رسیږي. 


د شخصیت په پرمختګ او بشپړوالي کي او په شخصیت تاثیر لرونکي عوامل


د انسانانوشخصیت د پیدایښت د ورځي نه تر مرګ نېټې  پوري د تغییر او بشپړتیا په حالت کي دی، د افرادو په شخصیت باندي مختلف عوامل تاثیر لري، مثلاً شغل ، تربیت ، مسکن ، او ناروغي او یا هم نفسي خواهشات؛ خو شخصیت د جرم د ارتکاب په اړه یواځینی عامل نه دئ، که چیرته نور عوامل ورسره یو ځای شي بیا شخص د جرم کولو خوا ته سوق کوي، له همدې امله کامل او نور مال انسانان هم ځيني وخت چي د خارجي عواملو تر تاثیر لاندي راځي په نتیجه کي د جرائمو مرتکب ګرځي .

 
دلته یوه نقطه د پاملرنې وړ ده چي هر یو فرد ته د خپلو والدینو او اجدادو خصوصیات په ارثي شکل انتقالیږي، مثلاً هوش، حافظه، د پوستکي رنګ، حساسیت، د بدن او هډوکو جوړښت د درک او زده کړې قوه، خو د یو تعداد اشخاصو شخصیت د طبیعي او ځيني نور د ټولنیزو عواملو د تاثیر لاندي راغلي وي، خو مهمه خبره داده چي د هر شخص شخصیت د ټولو عواملو د یو ځایوالي او همکارۍ نتیجه ده، له همدې امله کولای شو، د شخصیت په رشد او بشپړتیا کي موثر او په شخصیت تاثیر لرونکي عوامل په دوو برخو تقسیم کړو، لومړی بیروني یا خارجي عوامل، دوهم داخلي عوامل. 


لومړی بیروني یا خارجي عوامل 


انسان یوازینی موجود دی، چي د آزادي  ارادې او اختیار لرونکی دئ، او هر کله چي د یوې موضوع سره مخامخ شي، د عقل د قوت په واسطه تصمیم نیسي او سمه لاره ټاکي، لیکن همېشه همداسي نه ده ، ډیر زیات عقل لرونکي انسانان چي کله د ژوند د خارجي شرائطو او داسې فشار لاندي راشی، چي د جرم د ترسره کیدو نه بغیر بله لار نه لري، نو بیا په دغسي حالاتو کي ممکن هر انسان د جرم مرتکب شي، څرنګه چي انسان دایماً د خپل ژوند په اوږدو کي د خپل محیط سره سر وکار لري، نو نه شي کولی چي د محیط د نامساعدو شرائطو او ګډوډیو نه ځان خلاص کړي او د ځان نه په ناخبره توګه محیط په هغه باندي تاثیر کوي، په ټولو انسانانو د بیروني محیط تاثیر یو ډول نه دئ،  ډیر زیات افراد چي د مشابه شرائطو لاندي راشي، نو هر یو د ځان څخه متفاوت غبرګون ښکاره کوي، چي دا موضوع اصولو او ارزښتونو ته په پابندي، د تربیې ډول، محیط، فردي او اجتماعي خصوصیاتو پورې اړه لري، دغه عوامل ډیر زیات دي، چي په لاندي یو څو عواملو اکتفاء کوو.


۱ : اعتیاد: اعتیاد که له یوې خوا د داخلي عواملو پوري اړه لري، له بلي خوا نه د بیروني محیط پوري هم اړه لري، ځکه همدا بیروني محیط دئ، چي شخص په کي معتادیږي او بالاخره اعتیاد د شخص داخلي یا فردي اکتسابي عامل ګرځي.


۲: الکول: نن ورځ د جرائمو په ارتکاب کي چي پر شخصیت باندي تاثیر کوي، الکول مهم نقش لري او د جرم یو عمده لامل ګرځيدلي، لکه قتل، د ماشومانو سره ناسم چلند،جنسي جرائم، ترافیکي جرائم؛ ځکه هغوي د نېشې په حالت کي هیڅ اخلاقي او ټولنیز  معیارونه نه مراعتوياو د نېشې په حالت کي ډیر خطرناک وي. 


۳ : بې ځای توب: بي ځاي توب د یو ځای څخه بل ځای ته د کډه کولو څخه عبارت دي، چي دا هم یو خارجي عامل دئ، چي د شخصیت په اختلالاتو کي مهمه برخه لري.


۴ : مور: مور لومړنۍ هغه څوک ده چي ماشوم ورسره په لومړي ځل په نړۍ کي اشنا کیږي او د ماشوم د محبت او امنیت اړتیاو ته ځواب وايي او د خپل بدن شیدې خپل ماشوم ته ورکوي، د مور  هر نوعه عاطفي کمښت د ماشوم  د شخصیتي، اخلاقي او رواني اختلالاتو د منځ ته راتګ باعث کیږي او په دې ترتیب د هغه غیر نور مال کیدو لامل ګرځي، چي په نتیجه کي د ټولني ضد یو شخص ورڅخه جوړیږي. 


۵  : پلار: پلار هم د مور په شان د ماشوم په شخصیت جوړونه کي مهم اهمیت لري. 


په هغه کورنیو کي چي د مور او پلار ترمنځ اتحاد او اتفاق مینه او محبت موجود وي او د مطلوبه لارو څخه د ماشومانو غوښتني منل کیږي، نو دا به د ماشومانو  په شخصیت کي ډیر ښه تاثیر ولري او که برعکس په کورنۍ کي د مور او پلار ترمنځ اختلافات  او د ماشومانو له تربیت څخه بې خبري د دې لامل کیږي چي په داسي کورنۍ کي ماشوم د سالم شخصیت لرونکی نه وي. 


یو لیکوال د شخصیت په رشد او تکامل کي د کورنۍ د وضعي تاثیرات په دې ډول بیانوي.


که ماشوم د انتقاد لاندي ژوند او تکامل کوي، نو یوازي اعتراض او محکوم کول زده کوي.


که چیري ماشوم د تاوتریخوالي سره ژوند تیروي؛ نو یوازي جنګ او جګړې زده کوي. 


که چیري ماشوم په ویره کي ژوند وکړي، ډاریدل زده کوي. 


که چیري ماشوم د تحمل او صبر سره ژوند وکړي؛ نو صبر او زغم زده کوي. 


که چیرې ماشوم  د شرم تر تاثیر لاندي ژوند وکړي؛ نو بیا حتي له خپل ځان نه هم شرمیږي.


او که چیرې ماشوم په استهزاء کي ژوند کوي، نو بیا هغه دا زده کوي، چي کم زړه وي. 


او که چیرې ماشوم د هڅوني او جرات سره ژوند وکړي نو هغه دا زده کوي چي مطمئن وي. 


که چیري ماشوم ډیر نازولی ژوند وکړي دا زده کوي چي باید ډیر قدردان واوسي. 


که چیري ماشوم د پیژندګلوي راوبطو سره ژوند وکړي، نو دا زده کوي، تر څو یو ټاکلې موخه ولري. 


او که چیري ماشوم په انصاف ژوند وکړي، نو زده کوي چي عدالت ته باید ارزښت ورکړي.


نو د کورنۍ ټول کړه وړه پر ماشوم باندي تاثیر لري، لکه تشویق ، تنبیه، تحقیر او داسي نور ....


۶ : مکتب یا مدرسه : دوهم ځای دئ، چي ماشوم هلته تحقیر شي او د ماشوم په شخصیت جوړونه کي مهم رول لري.


۷ : ټولنه: د کورنۍ او مکتب نه بغیر ټولنه هم پر شخص باندي تاثیر لري.


او نور هم زیات بیروني او خارجي عوامل دي چي د انسان پر شخصیت باندي تاثیر لري. موږ یواځي په همدې باندي اکتفاء وکړه.
دوهم داخلي عوامل :


داخلي عوامل په شخصیت باندي په لاندي ډول دي. 


۱ : وراثت 


وراثت د شاوخوا چاپیریال ټول عوامل په بر کي نیسي، چي له والدینو څخه د جنسي حجرو په وسیله د ماشوم د جوړښت لپاره انتقالیږي او همدارنګه هر کس په کم یا زیاته اندازه د مور او پلار د فطري صفاتو لرونکی وي، د شخصیت او وراثت اړیکو په اړه ډیر مطالعات او تحقیقات سرته رسیدلي په ټولو کي د وراثت او شخصیت ترمنځ رابطه واضح کیږي. 


۲ : هوش او رواني اختلالات 


متوسط هوش او سالم رواني وضعیت د لازمو شرائطو موجودیت په صورت کي د شخص سره مرسته کوي، تر څو ځان د ټولني سره عیار کړي، مګر کله چي د هوش اندازه لوړه او یا ټيټه شي، نو د ټولني سره توافق او ځان عیارول ورته ستونزمن شي، چي دا  پخپله د ماشوم په شخصیت جوړولو کي منفي اغیز لري. 

 

په جرائمو کي تر جرم کولو وروسته د شخصیت تاثیر  


د جرم کولو څخه وروسته باید د مجرم شخصیت په پوره توګه په نظر کي ونیول شي او د هغه مکمل تشخیص وشي، چي د کومو عواملو په سبب نوموړی شخص جرم ترسره کړی او د شخصیت د ښه تشخیص څخه وروسته په هغه باندي د جزا فیصله وشي، که چیرته د مجرم د شخصیت تشخیص ونه شي او همداسې بې تحقیقه پر هغه باندي فیصله وشي، نو دا به د مجرم په حق کي بې عدالته وي. ممکن هغه لیونی وي، یا ماشوم وي یا هغه اشخاص وي چي شریعت او قانون هغوي ته جزا ورکول معاف کړي وي. نو په همدې اساس د جزا په برخه کي د شخصیت تاثیر او تحقیق زیات مهم دی. یعني باید د مجرم شخصیت په نظر کي ونیول شي او بیا قاضي حکم صادر کړي .

 

سرچینې: 

قرانکریم 
سنن ابي داود
المعجم الوسیط
د کریمنولوژي له نطره د جرم او مجرم څیړنه  د پوهنمل هجرت الله صافي
کریمنولوژي ( جرم او مجرم پیژندنه ) لیکوال ډاکتر تاج زمان دانش ، ژباړن : سمیع الله مجاهد  

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته