ملا عزیز الرحمن ایاس/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
غــــــــزل
ارام نه کړي په انګړ کي د سینې زړه
له ما وړی دی د حسن سرچینې زړه
ډېر غمجن وم هغې وړی روح را پرېښود
پر ما وسوځېد د مرګ د پریشتې زړه
ستا په هجر کي دی دومره دردېدلی
لاس نیولی په سینه کي پر سینې زړه
چي په دې ځای کي هم ته رانه هېر نه شې
ما کړ رسم د جومات پر دروازې زړه
یوه ملاله درست لښکر ته روحیه ور کړي
یو ډارن کاږي له درستې قافیلې زړه
ړنګ قدم ورسره اخلم پر اوږو وړي
د شهیدو ارمانونو جنازې زړه
(ایاس جانه مُلا) ته ملامت نه یې
حسن وړي له چا بيخي بې ارادې زړه
www.taleemulislam.net