لیکنه: ویس احمد ابراهيم / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د سورة الحجر لنډه پېژندنه
سورة الحجر د مصحف او د تلاوت په اعتبار ۱۵ سورة دئ، د هجرت د مخه په مکة معظمة کي نازل سوی دئ، ۹۹ آية او ۶ رکوع لري.
د سورة الحجر نوم د دې مبارک سورة د ۸۰ آية مبارکې څخه اخستل سوی دئ، چي الله (رب العزة) فرمايي: (وَلَقَدْ كَذَّبَ أَصْحَابُ الْحِجْرِ الْمُرْسَلِينَ)
حجر ډبرې يا صخره ته وايي. هغه خلک او قوم چي په ډبرين ځای کي اوسېدل هغه ته اصحاب الحجر وايي.
د سورة الحجر موضوعات
کفارو به په رسول اکرم صلی الله علیه وسلم باندي استهزاء کول، او د الله تعالي د کلام تکذيب به ئې کوی، نو دلته الله (رب العزة) و خپل نبي ته دل آساي او تسکين ورکوي.
د انسان د پيدايښت بيان.
د پېريانو د پيدايښت بيان.
د آدم (عليه السلام) او د ملائکو قصه.
د شيطان مکر او فريب او د انسانو د ګمراه کولو وعده د الله تعالی سره.
د ابراهيم (عليه السلام) او د ملائکو قصه چي د اسحق (عليه السلام) زېری ئې هم ور ته راوړی.
د لوط (عليه السلام) د قوم د تباهي بيان.
د اصحاب ايکة د قوم بيان چي حضرت شعيب (عليه السلام) ور ته را استول سوی وو.
د حجر د خلکو بيان، حجر د مدينې منورې څخه د شمال و خوا ته واقع علاقه وه، چي د هغه خلګو لپاره الله (عزوجل) حضرت صالح (عليه السلام) د نبي په حيث ور واستوی تر څو د شرک او بت پرستی څخه ئې د يوه الله (واحد القهار) د عبادت و خوا ته متوجه کي.
د الله (تبارک و تعالی) د وحدانيت بيان، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په عبادت د مستحکم پاته کېدو امر.
په دې مبارک سورة کي لاندي موضوعات ذکر سوي دي
۱- قرآن کريم د الله تعالی له خوا را نازل سوی کتاب دئ.
۲- په ورځ د آخرت به کفار په دې پسې ارمان کوي چي کاشکي موږ ايمان راوړی وای.
۳- د قرآن مجيد حفاظت خپل الله (سبحان و تعالی) کوي.
۴- د سيدنا آدم (عليه السلام) د پيدايښت قصه او ملائکو ته د سجدې کولو امر او د شيطان نافرماني.
۵- سيدنا ابراهيم (عليه السلام) ته د زوی زېری هغه ملائکو راوړئ چي د حضرت لوط (عليه السلام) د قوم د تباه کېدلو له پاره را استول سوي وه.
۶- سورة الفاتحة هغه سورة دئ چي اووه آية لري او په وار وار سره تکراريږي، په دې مبارک سورة کي فقط اشاره ور ته سوې ده.
۷- رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د الله (تبارک و تعالی) له طرفه امر چي الهي اوامر په واضح ډول بيانوه او د مشرکينو څخه مخ اړوه.
www.taleemulislam.net