ژباړه: عبدالقدیر پوپل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
په ټوله نړۍ کې اسلامي امت د روژې مبارکه میاشت په حوصله او شوق سره نیسي. د مبارکی میاشتي دوهمه او وروستۍ عشره په داخلېدو ده، مسلمانان هڅه کوي ثوابونه او د دې مبارکي میاشتي امتیاز لاس ته راوړي او د الله جل جلاله په عباداتو کي په شوق سره ساعتونه ساعتونه تیر کړي او خپل روح پاک کړي.
روژه د روحاني او جسماني عبادت بیلګه ده چې تاسو د ګناهونو نه پداسې حال کې چې د بېوزلو حالات تجربه کړی ، پاکوي. ده بلی خوا د مسلمانانو لپاره یادونه هم ده چې که خدای پاک دوی ته نعمتونه ورکړي نو دوی باید د خپلو وروڼو او خویندو سره دا نعمتونه شریک کړي. د دې اساسي بناء په برکت ویلای سو چي، دا یو حقیقت دی که مسلمان متحد وي نو هیڅ مسلمان به وږی پاته نسي.
د لاندي پنځو طریقه په ذریعه لوی ثوابونه تر لاسه کولای سی:
۱: غریبانو ته روژه مات او پشلمی برابر کړئ
که شاوخوا پام وکړی نو خلګ به ووینی چي سخت کار کوي او توان نلري چې روژه مات او پشلمی وکړی. دا ممکن معمولي کارګران وي چې له خپلو کورنیو څخه لیرې دي، یوازې په ښار کي کار کوي تر څو د خپلو کورنو لپاره حلال رزق چمتو کړي. اکثر يې ممکن د روژه مات یا هم پشلمي وسع یا هم وخت و نه لري. که یو غاب اضافي خواړه یا هم یو څه میوه هغو ته ور کړی د اجره به خالي نه وي او ان شاءالله چي پر هیڅ کورنۍ د یو کس خواړه نه باریږي.
۲: د کورنۍ سره د خوړو په چمتو کولو کي مرسته وکړئ
په کورنۍ کي د هغو زحمت د پامه مه غورځوئ چي روژمات او پشلمی درته تیاروي. دا یوازي د دوی دنده نه ده چې د روژه مات او پشلمي لپاره خواړه تیار کړي بلکي تاسو هم باید په پخلنځی کي مرسته وکړئ؛ ترکاري میده کړه ، میوه ترتیب کړه او یا هم شربت جوړ کړه. نارینه تر نور قوي او پیاوړي وي، دې خبري ته د عمل جامه په تن کړئ او د خپلو میرمنو او لوڼو څخه زیات کار وکړئ او په پخلنځی کي په عادلانه برخه اخیستلو سره ثواب ترلاسه کړئ.
۳: هغه څوک چې روژه نسي نیولای رشخند مه په وهه
ځینې خلک په سخته ګرمي کي د مریضۍ یا هم بل شرعي عذر له مخي روژه نسي نیولای او خوړو، اوبو یا دوا ته ضرورت لري. په داسي حالاتو کي د رشخند او ملامتیا څخه بهتر دا ده چي د یخو اوبو یو بوتل یا هم یو څه خواړه ورته ورکړی. خصوصاً ضعیف کاریګر چي تر ټکنده لمر لاندي ټوله ورځ زحمت کاږي او د اولا نفقه پیدا کوي.
۴: په اختر کي خپل ناداره وروڼه د یاده مه باسه
د اختر لپاره هره ورځ خلګ تیاری نیسي نو تاسو هم د بیوزلو خلکو سره مرسته وکړئ تر څو هغو هم د اختر د خوښۍ لپاره یو څه ترلاسه کړي. دوی هم د نوي جامو او ښه خوړو برابر حق لري. کوښښ وکړئ چې دوی هم په خوښۍ کي شامل کړئ.
۵: د خوړو د ضایع کولو پر ځای، خواړه د نورو سره شریک کړئ
د روژې مبارکي میاشتي برکت او د هر روژاتي عادت دی چي روژه مات ته خواړه د ضرورت نه ډیر تیاروي، اکثره خواړه ډیریږي خو غورځول کیږي نو د ښه مدیریت د لارې ددې خوړو د ضایع کېدو مخه ونیسئ او د نور سره یې شریک کړئ، هم به د نور ښه وسي او هم به ثواب تر لاس کړی.