ژباړه: شیر احمد اغا / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د هر مسلمان باید دا عقیده او یقین وي چي وایرس د الله عزوجل مخلوق دی او د هغه په اراده، امر او کنټرول کي دی. ددغه عقیدې ترڅنګ اسلام مسلمانانو ته د احتیاطي تدابیرو او نظافت ساتلو لارښووني هم کوي لکه څنګه چي تاسو د علماء کرامو څخه اورېدلي دي. حدیث شریف کي راځي: يَا عِبَادَ اللَّهِ تَدَاوَوْا (ترمذي) یعني ای د الله بنده ګانو تداوي وکړئ. ددې ترڅنګ به د حفاظت او شفاء قراني ایتونه او مسنونه دعاګاني سهار او ماښام وایو.
په دې ناروغی تراوسه اخته کېدونکي اکثریت کسان د چین هیواد دي چي اوس په زیاته اندازه په ځينو نورو هیوادونو کي هم لیدل کيږي . په دې ناروغی اکثره اخته کسان علاج او رغېدنه لري مګر د ځینو نورو خلکو لپاره بیا سخته بلل سوې ده.
ددې نارروغی څخه د ځان او نورو د ساتني لپاره نړیوال روغتیايي ادارې د لاندي لارو چارو سپارښتنه کوي:
۱: خپل لاسونه باید په تکراري ډول سره ومینځئ
لاسونه باید په صابون او یا داسي موادو چي لاسونه په پاکېدلای سي، په تکراري ډول پرېولل سي. ځکه په صابون او یانورو صفا کوونکو موادو باندي د لاسونو پرېولل هغه وایروس چي شاید ستاسي لاسونه په ککړ سوي وي، ووژني.
۲: د شا او خوا خلکو سره په فاصله کي واوسئ
د هغو کسانو سره چي ټوخی یا تریچی کوي باید په مناسبه فاصله کي لیري واوسئ. ځکه هرکله چي يو څوک تریچی او یا ټوخی کوي د دوی له پزي یا خولو څخه په کوچني اندازه مایع څاڅکي راوځي کوم چي کولای سي ساري ناروغي له یوه کس څخه بل ته ولېږدوي.
۳: د خولې ، پزي او سترګو له لمس کولو څخه ډډه وکړئ
ځکه چي لاسونه د ډیرو سطحو سره لمس کيږي چي کولای سي وایروس له ځانه سره انتقال کړي. کله چي و لاس ته ککړتیا ورسیږي ، پزي او خولې یا سترګو ته په اسانۍ لیږل کېدلای سي.
۴: د خپل ځان او شاوخوا خلکو سره تنفسي نظافت مراعت کړئ
د تریچی يا ټوخي په وخت کي مو پزه او خوله د څنګلي یا کاغذ په وسیله پټه کړئ. استعمال سوی کاغذ باید سمدستي له ځان څخه لیري کړئ ځکه هغه څاڅکي چي د خولې یا پزي څخه راوځي، وایروس انتقالوي. د تنفسي سیسټم د ساتني په وسیله ځان او شاوخوا خلک له ځینو ناروغیو لکه : تبه، زکام او کرونا څخه ژغورلای سی.
۵: که د ناروغی احساس کوی، په کور کي واوسئ
که تاسي د تبي، ټوخي او یا سالنډۍ ناروغي ولری، ژر تر ژره یې د علاج هڅه وکړئ.
د کرونا وایروس څخه د ځان ساتني لپاره له حالاتو څخه ځان باخبره وساتئ او د ځایي روغتیایي څانګو او روغتیا پالانو لارښووني عملي کړئ. همدارنګه بازار ته د وتلو په وخت کي د ماسک څخه استفاده وکړئ.
۶: هغه کسان چي په نژدې څو ورځو کي یې داسي ساحې ته چي دغه وایروس پکښي خپور و سفر کړی وي، باید د وایروس څخه د ځان او نورو د ساتني لپاره لاندي لارښووني عملي کړي:
- که د سردردي او یا د پزي د بهېدلو ناروغي احساسوي، د ناروغی تر پایته رسېدو پوري په کور کي پاته سئ، که څه هم ددغو ناروغیو نښي لږ وي.
- د نورو سره اړیکو مخنیوی او د روغتیایي مرکزونو څخه لیدنه کولای سي چي د ناروغۍ څخه د ځان ساتني او خپرېدو د مخینوي په برخه کي مرسته وکړي.
- که تبه ، ټوخی او یا ساه لنډي ناروغي ولری، ژر تر ژره یې د تداوۍ هڅه وکړئ ځکه دا ناروغي شاید د تنفسي سسټم د ککړتیا اویا بل جدي خطر ګواښ وي .(د نړیوالي روغتیايي ادارې د پاڼي څخه په لنډ ډول)
مسلمانان باید د مصایبو په وخت کي الله تعالی ته زارۍ، استغفار او توبه جاري وساتي اوتر خپله وسع صدقات وکړي، احتیاطي تدابیر عملي کړي، نور به پر الله عزوجل توکل کوو، د الله تعالی فضل او احسان به یاد ساتو او خپل امور به ورب العالمین ته سپارو او پراخ رحمت ته به یې پوره امید لرو.