ژباړه: ابوخالد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د ابن سمعون رحمه الله څخه روايت دی، چي ابو بکر الشبلي رحمه الله وايي زه د شام په يوه قافله کي وم چي صحرايي غله را باندي پېښ سول او زموږ مالونه يې را څخه واخیستل او خپل مشر ته يې ور وړل. مشر يې يوه غوټه را وايستل چي لږ خوږه او بادام پکښې وه، غلو له دغو شيانو خوراک شروع کړی مګر مشر يې خوراک نه کوی، ما ورته وويل:
ولي يې نه خورې؟
ويل: زما روژه ده.
ابو بکر الشبلي وايي ما ورته وويل: سبحان الله! ته لاري شکوې، خلګ وژنې، مالونه يې ور څخه اخلې او روژې هم نيسې!!؟
د غلو مشر راته وويل: ای شيخه د ځان او د الله ﷻ تر منځ د صلح يوه لاره پرېږده!
څه وخت وروسته مي وليدی چي پر بيت الله شريفي طواف کوي او د اصلاح علامې پر ښکاري، زه ور نژدې سوم او ورته ومي وويل: ته هغه سړی نه يې؟
هغه راته وويل: هو زه هغه يم (څوک مه را باندي خبروه!) هغې روژې زه دغه مقام ته را ورسولم. (۱)
دا ممکنه نه ده چي څوک دي روژه نيسي او دی دي مخ پر کښته روان وي او د بل مال دي اخلي.
که ته هر کال روژه نيسې او ته پر خپل هغه پخواني حال يې، هیڅ تغیر په تا کي نه وي راغلی!
هر کال روژه نیسې، چي مازي خوله خلاصه سي، بیا نو د ټي وي یا انټرنیټ بنده ګي شروع کړې. دې ته خو روژه نه ویل کیږي! دا خو هغه روژه نه سوه چي د ګناهونو مخنیوی کوي.
که غواړې چي روژه دي واقعًا ريشتينې روژه وي، نو د الله د کتاب ټینګ پابند اوسه، لږ تر لږه په بد عادت کي خو یو څه کمی راوله، سګرېټ کم کړه. الله عزوجل ته خپل اخلاص ور ښکاره کړه او دا وښیه چي زه یقیناً رښتنې توبه کول غواړم.
ای مؤمنانو الله تعالی تاسي توبې ته را بولي که چا توبه وايستل خو ښه، که نه نو بيا الله ﷻ اعراض ور څخه کوي.
که چا په رمضان کي په الله تعالی ځان ونه بخښئ، نو بیا به یې کله په بخښي؟! همدا اوس یې وخت او موقع ده.
ــــــــــــــــــــ
ماخذ: التوابين، لابن قدامة المقدسي