تازه سرليکونه
د (اسلامي تاريخ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په تاریخ کي پر مسلمانو لګېدلي تورونه ۲
  تعلیم الاسلام
  August 11, 2015
  0

 د تاريخ په اوږدو کي پر مسلمانانو لګېدلي تورونه (دوهمه برخه)

ژباړه: احسان ربي انفال

له مؤمنانو سره د کفارو تعصب

د تاريخ په اوږدو کي د الله جل جلاله پېغمبران په دې ماموره سوي دي، چي خپلو خلګو ته د الله جل جلاله پيغام ورسوي. پر نېکيو ئې امر او له بديو څخه ئې راوګرځوي. په کوم وخت کي چي پيغمبران نه وي، نو بيا هغه مخلص مؤمنان چي د قوي عقيدې خاوندان دي، د الله جل جلاله د رضاء، رحم او جنت ترلاسه کولو په خاطر دا وظيفه پر خپله غاړه اخلي.
 
په هر صورت د تاريخ په اوږدو کي دغه مخلص مؤمنان له بېلابېلو لفظي او فزيکي ځورونو سره مخ سوي او حتی په مرګ ګواښل سوي دي. څنګه چي دوی دنيوي خواهشات نه لري، نو له چا سره د خپلي خوښي مطابق رويه نه کوي، بلکي متواضع او خاکساره وي. خو بيا هم  د ځينو خلکو لخوا له ګواښونو سره مخ کېږي. الله جل جلاله دغه خلک په قران کريم کي راپېژندلي او دا ئې د تېرو امتونو په مثالونو کي راښوولي دي، چي دوی ولي غواړي او څه غواړي چي وئې کړي.
 
دوی د مؤمنانو مخالفت ځکه کوي چي د الله جل جلاله او د هغه له دين سره مخالفت لري. دوی د خپل بطلان په خاطر د الله جل جلاله موجودیت  نه تصديقوي. هغه الله جل جلاله چي دوی ته ئې ژوند ورکړی، له نيست څخه ئې هست کړي، د رزق  بې انتها سرچينې ئې ورته برابري کړي او ددوی حفاظت ئې کړی دئ. دوی له دې اسیته انکار کوي، چي له دنيوي ژوند سره مينه لري، دنيا ته ئې پر اخرت ترجېح ورکړې ده او له هغه مسؤليتونو څخه ځان کاږي، چي د ايمان په راوړلو سره پر دوی لازمېږي. دوی ددې سوالونو له جوابونو څخه ناهيلي دي، نو ځکه له هغه حقيقت څخه سترګي پټوي، چي يوه ورځ به د خپلو ګناهونو، فساد او ناوړه کړنو د حساب له پاره عدالت ته راکش سي. نو په دې خاطر دوی ټول هغه کسان پېژني چي دوی ته د الله جل جلاله، ديني ارزښتونو او اخرت د ورځي تذکر کوي. 
 
ددې ناوړه عقيدې په پايله کي دوی يا د مؤمنانو مخه نيسي او يا خپل باطل دين په مني. څوک چي له قراني اخلاقو څخه ليري وي، د خپلو خواهشاتو د تر لاسه کولو په موخه له ډېرو ناوړو کړنلارو څخه استفاده کوي. مثلاً: د مؤمنانو په وړاندي توطئې جوړوي، پلانونه طرحه کوي، ربړوي او ځوروي ئې، ملنډي په وهي او تورونه  پر لګوي. دوی دا هڅه کوي چي مؤمنان کمزوره او له خپلي لاري څخه ئې واړوي. خو الله جل جلاله فرمايي چي دا ډول بريدونه او پلانونه هيڅکله نه بريالي کېږي:
 
إِن يَثْقَفُوكُمْ يَكُونُوا لَكُمْ أَعْدَاء وَيَبْسُطُوا إِلَيْكُمْ أَيْدِيَهُمْ وَأَلْسِنَتَهُم بِالسُّوءِ وَوَدُّوا لَوْ تَكْفُرُونَ ﴿۲﴾ (سورة الممتحنة آيت، ۲)
ژباړه: که (دغه کافران) پر تاسي برلاسي سي، ستاسي سره به دښمنان وي او خپل لاسونه او ژبي به پر تاسي په بدۍ سره اوږدې کړي، او هيله کوي چي تاسي هم (کافران) سئ.
 

په دې ليکنه کي هغه تور پوري کوونکي تر بحث لاندي نيسو چي په قران کريم کي ئې داسي يادونه سوې ده، "خپل لاسونه او ژبي به پر مؤمنانو په بدۍ سره اوږدې کړي." 
 
په راتلونکو پاڼو کي به هغه تورونه مطالعه کړو، چي له زرهاوو کلنو راهيسي داسي نسل پر نسل راروان دي لکه يو بل ته چي په ميراث پاتېږي. دا هغه کړنلاره ده چي دوی  په نړۍ کي د فساد او بېنظمۍ د خپر ولو په موخه  کار ورڅخه اخلي. له دې کړنلاري څخه د هغو کسانو پر ضد کار اخلي چي دينداره، رښتيني، مخلص او با اخلاقه وي. لکه نوح علیه السلام، سلېمان علیه السلام، موسی علیه السلام ، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او ددوی تر منځ ټولو پېغمبرانو او د هغوی د ملګرو پر وړاندي چي ئې کار ورڅخه اخيستئ دئ. دتاریخ په دغه معاصر پړاو کي ستر عالم بديع الزمان سعيد النورسي هم ددې توطئې ښکار سو.
 
په هر صورت، په تاريخ کي د فرعون او نمرود په شمول هيڅ مفتري (تور پوري کوونکی/ تهمت ويونکی) په دې نه دئ بريالی سوی، چي خپلي موخي ته ورسېږي او نه له هغه را وروسته هغه خلک بريالي سوي دي، چي د پېغمبر صلی الله علیه وسلم خواږه یاران به ئې ازارول. الله جل جلاله همېشه پر رښتينو مؤمنانو باندي لګېدلي تورونه له منځه وړي دي، لکه څنګه چي ئې موږ د سيدنا موسی علیه السلام په قصه کي لولو:
 
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ آَذَوْا مُوسَى فَبَرَّأَهُ اللَّهُ مِمَّا قَالُوا وَكَانَ عِنْدَ اللَّهِ وَجِيهًا ﴿۶۹﴾
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا﴿۷۰﴾ سورة الاحزاب (آيتونه، ۶۹-۷۰)
 
ژباړه: ای مؤمنانو، د هغو کسانو په څير مه کېږئ، چي موسی ئې وځوراوه خو الله هغه ته ددوی له خبرو خلاصون ورکړ. او (موسی) الله ته مخور و (۶۹)
 
 ای مؤمنانو، له الله څخه وبېرېږئ او (تل) سمه خبره وکړئ.
 
څنګه چي د مؤمنانو پر ضد تېرو تهمت ويونکو بری تر لاسه نه کړ، همداسي به اوسني او راتلونکي مفتريان (تورپوري کوونکي)  هم بريا ونه مومي.
 
 
ان شاءالله نور بيا...
-----------------------
ددې لیکني لومړۍ برخه: د تاریخ په اوږدو کي پر مسلمانانو لګېدلي تورونه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته