تازه سرليکونه
د (شعر او ادب) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غزل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 28, 2024
  0

جرس فرهاد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه  


غزل


خپلي سايې پسې تر شا لکه سايه روان يم
ده را تر غاړي د ژوند ټوله کفاره روان يم


که دي په هر ګړي را و نه کتل ولوېدمه
زه لکه ساه مي د وجود پر کناره روان يم


نن مي د ورځي زړه د چا تر قدم لاندي ايښی
نن مي بايللې خپله ټوله سرمايه روان يم 


خدای پاماني ده خپل نظر دا ستا پر سترګو ګنډم
په اخري ځل ددې ښار په تماشه روان يم


په مخه ښه کي چا د خولې جوټه اوبه راکړي
په نيمه شپه روان يم کورته خو نشه روان يم 


وړمه د تاندو ارمانونو جنازه روان يم 
جرسه چا راته راکړېده اوږه روان يم

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته